د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی افغانستان ته راغلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په موخه تیره ورځ د د امنیت شورا د رئیس او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هیلي په ګډون یو پلاوی کابل ته رسیدلی دی.
داپلاوی به هغه شکایتونه هم له نږدې واخلي چې افغان چارواکو پخوا د امنیت په شورا کې مطرح کړي دي.

په تیر کې افغان حکومت د امنیت شورا ته د پاکستان له توغندویزو بریدونو او په دې هیواد کې د وسلوالو ډلو له مرکزونو شکایت کړی و.
افغان دولت ویلي چې له پلاوي سره به د وسلوالو مخالفینو د بریدونو او د ګاونډیو هیوادونو د مداخلې خبره مطرح کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رئیس په تیر کې ویلي و، چې له افغان چارواکو سره به د نا امنیو، مخدره توکو، قاچاق، او ترسره کیدونکو جنایي پیښو په اړه خبرې وکړي او همداراز به د دې هیواد د اقتصادي ځواکمنتیا په موخه پر سوداګري او تجارت وغږیږي.
د مشرانو جرګې یوه غړي صالح محمد صالح ویلي چې د امنیت شورا باید په افغانستان جنایي پیښې وڅیړي او هغوی ته یوه حل لاره ولټوي.
د دې جرګې بل غړي فکور بهشتي بیا ویلي چې د امنیت شورا دې په افغانستان کې د سرتاسري سولې هڅې ګړندۍ کړي.
تر دې وړاندې د امنیت شورا استازو دوه ځله افغانستان ته سفرونه کړي دي چې لومړی یې په ۲۰۰۲ او دوهم ځل بیا په ۲۰۱۰ کال کې و.
ټاکل شوې ده چې دا پلاوی به د شکایتونو تر اوریدلو وروسته په امنیت شورا کې په همدې هکله څیړنې وکړي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close