د ملګرو ملتونو د ښځو د حقوقو قانون د اسلام په تله‎ ( دوهمه برخه )

لیکنه : پوهنمل زاهدی احمدزی

(دويمه برخه)

د ملګرو ملتونو د سازمان نقش

د يهوديانو او صليبيانو او په خاصه توګه د ان مليګان د ښځو د ازادۍ د پلان په اسلامي هېوادونو کې په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو په نوم ماسوني يهودي سازمان پراخه نقش لوبولی دی او هغه داسې چې کله په ۱۹۹۶م کال دغه سازمان جوړ کړی شو، نو په همدغه کال يې (کمېشن آن دی سټيټس آف وومين) يعنې ( د ښځې د مقام او حيثيت د ټاکلو کميسيون (جرګه ګۍ)) په نوم جوړ کړه، څو که وکولای شي، د ختيځ ښځه د لوېديځ د ښځې په څېر د انسانيت له پنځيز مقام او هغه کرامت څخه محرومه کړي، چې الله تعالی ورته عطاء کړی دی.د وحشت، بربنډتيا او بې حيايئ په مهلک سمندر يې لاهو کړي. او بيا يې د نوموړي کمېسيون مسودې ته د ځانګړي قانون د تدوين کولو لپاره په ۱۹۹۷ م کال د (کنونشن ان دی مونیشن ان آف ډيسکريمنټن اګينسټ وومن سيډيو).

يعنې له ښځو سره د توپيری چلن د پای ته رسولو جرګه ګۍ په نوم جوړه کړه، چې ښايي ګرد غړي يې يهوديان وي، نوموړې جرګه ګۍ د ښځو د حقوقو په نوم قانون جوړ کړ، چې دېرش مادې او نهه شپېته ۶۹ بندونه لري، چې ګرد يې د اسلام د مقدس شريعت په خلاف دي او اوس کابو په ګردو اسلامي هېوادونو کې منلي او پلي کړای شوي دي، او زموږ په لرغوني اسلامي هېواد افغانستان کې دغه کفري قانون له ۲۰۰۱م له ۱۳۸۰ش کال څخه د امريکا له صليبي يرغل سره سم پلي کړای شوي دي.

د دې لپاره چې د افغانستان پر دين مين ملت د دغه کفري، جاهلي او وحشي قانون له منځپانګې څخه خبر شي، ما د الله تعالی په مرسته او ژباړه هره ماده او هر بند يې د قرآن کريم، نبوي سنت، د صحابه کرامو اثارو او د فقهي دلایلو په بيانولو سره رد کړی دی، څو زموږ علماء کرام او ځوان نسل د خپل هېواد پتمنې ميندې، خويندې، مېرمنې او لوڼه له دغه مهلک يون او جاهلي انقلاب څخه وژغوري او په دې اړه د هېواد هره پاتکۍ خپل اسلامي مسؤوليت د خپل وس په انډول تر سره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close