د منی د پیښې مخ نیوی کیدای شي !

تبصره : عبد الله

 د مکی مکرمی مقدس ښار  خط استوا ته نږدې غریزه علاقه كي واقع ده ، اوبه پکې کمې دي ونې نه لري

 بارانونه هم کم وریږي او له همدې امله دکال ډیر وخت پکی هوا ګرمه وي. د منی میدان د مسجد الحرام

نه 5 کیلو متره او د عرفات میدان 9 کیلو متره لرې شرق طرف ته پروت دی اوبیا دمنی او عرفات

تر مینځ مذدلفه او مشعر الحرام پراته  دي.

د حج د فریضې د اداکولو لپاره هر کال په لکونو خلک مکې مکرمې ته سفر کوي او د حج مناسک هلته

ادا کوي.

د حج په مناسکو ادا کولو کې ډیر حساس عمل د لوی اختر په ورځ د غټ شیطان ویشتل دي چې په

لسګونو زره حاجیان ددې لپاره منی ته راځي. کله کله د تیرې ورځې پشان حادثات هم را منځ ته کیږي.

د سعودي حکومت د جمراتو د ویشتلو لپاره پخوا یو پل جوړ کړی و چې د حاجیانو د ټیل ماټیل مخه پکې

ونیول شي او په دا وروستیو کلونو کې د جمراتو پل دری پوړیز شو چی ترډیره حده پورې د داسې

واقعاتومخه ونیول شوه ، اوپه کې د کمزورو ، ښځو، اومریضانولپاره د شیطانانو ویشتل څه آسان شول.

په پرونی پیښه کې ډیر حاجي صاحبان د ټیل ماټیل او د هوا د حبس د وجهی نه په شهادت ورسیدل او

رسنیو خبر ورکړو چی په دغه وخت کی د تودوښی اندازه 41 درجو ته رسیدلې وه.

ددغه شان پیښې د مخنیوي لپاره باید د سعودي حکومت د مخکې نه ترتیبات نیولي وای او دنوي

ټکنالوجی نه یی کار اخیستی وای دبیلګې په توګه د مخابرو، ګرځنده تیلیفونونواو مخفي کامرو نه یې

استفاده کړې وای. چې ددې په رڼاکې دزخمي حاجیانو سره په وخت کومک شوی وای اود هوایي ځواک

نه دهغوی دانتقال لپاره کار اخیستی وای ، دغه راز د ساینسي او انجینري تخنیکونو په کار اچولو سره

یې د منی او عرفات د میدانونو د تودوخې حالت کنټرول کړی وای. دا ټولې هغه خبرې دي چې ډیرو

عربي رسنیو هم ورته اشاره کړې او د سعودي حکومت یي پړ بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close