د مهر د وجوب نیټه دویمه برخه

کابل ټکی کام ۱۳زمری ۱۳۹۴

پرمیړه باندی دمیرمن مهر په دغو لاندی دری صورتونو کې واجب او لازم ګرځي :

۱ –  داچې له ایجاب او  قبول څخه  وروسته  کور واله ورسره وکړی نو بشپړ مهر ورکول پری لازمیږی ، مګر که میرمن ټول یاځنی مهر خپل  ورته معاف کړی په خپله رضامندی سره بیانو میړ دته روا دی چې ور ئې نه کړي ځکه چې الله تعالی فرمایلی دی:

(وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْساً فَكُلُوهُ هَنِيئاً مَّرِيئاً )

او ورکوی تاسي خپلو ښځو ته مهرونه  د  دوی په  ورکړه د خوشحالی سره ، نو که راضی شوي داښځي تاسي ته په بښنه له کوم شي له دي مهر څخه  په خپله خوښه او رضامندي دزنفس خپل نو خوری تاسی دغه شی په داسي حال کې چې  خوندوره حلا له بي ضرره وي.

۲–  که چیری  د زوجینو له جملی څخه  کوم یو میړه  یا ښځه له کور واله  څخه دمخه وفات شی نو بشپړ مهر پرمیړه باندی لازمیږی.

۳– که چیری میړه او میرمن صحیحه خلوت سره وکړی، یعنی په داسی یوځای کې دوه په دوه سره یوځای شی چې ددواړه دکورواله  او جماع په عمل کې هیڅ خنډ او مانع نه وي ، نو دامام ابوحنیفه رحمه الله په نزد پرمیړه باندي دښځي بشپړ مهر لازمیږي ، ځکه چې که څه هم کور واله  ئې ورسره نه دی کړی مګرزمینه خو ئې  برابره شوی ده ، او موانع دا چې یا خو بل څوک ورسره نه وی ، شرعی مانع فرض روژه نه وي او په ورځ کې سره یو ځای شی ، یا دښځی طبېعی حیض نه وي یا حسي مانع نه وي لکه چې یو د دوی دواړو داسي ناروغي ونه لري چې دحقیقي دخول مانع وي، یعني نه طبیعي مانع وی ، نه شرعي مانع وي او نه حسي مانع وي ، مګر امام مالک ، امام شافعی او امام داود ظاهری ویلی دي چې نیمایي مهر پري لازمیږي.

د نا بالغی نجلی مهر :

که نجلی نابالغه  وه  او ازدواج ئې وکړ نو  پلار یا بل ولي ته لازم دی چې مهر مثل ئې وټاکې ، اوله مهر مثل څخه  کمول ئې ناروا دی صرف امام ابوحنیفه ئې پلار دنجلی ته رواګڼي چې کم ئې کړي اوله پلار څخه  پرته بل ولي ته لکه دنجلۍ نیکه او داسي نور، دامام ابوحنیفه په نزد هم داسی کول روانه دي.

مسئله : که سړی خپله میرمن له کورواله څخه دمخه طلاقه کړه او مهر ئې ټاکلی وی او
ښځه ئې ورته معاف نه کړی، نو پر میړه  باندی نیما يي  مهر لازمیږي، لکه چې الله تعالی فرمایلی دی:

(وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إَلاَّ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَن تَعْفُواْ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلاَ تَنسَوُاْ الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ)

ترجمه : او که تاسي دوی یعني خپلی ښځی پخوا له مسه کولو د دوی طلاقي کړي ، او په تحقیق سره تاسي دوی ته د دوی مهر ټاکلی ؤ نو پر تاسي باندي دوی ته دنیما یی دهغه څه چې  ورته  ټاکلی  مودي ورکړئ . مګر که عفو وکړی داښځي میړونو ته دخپل نیمایي مهر هم یاعفو وکړی هغه سړی ((میړه))  چې  په لاس دده کې ده غوټه دنکاح  ((چې  کامل مهر ورکړی) )  او دا چې  عفو وکړی تاسي یوبل ته ای ښځو او میړونو نو دا ډیره نژدي ده پرهیزګاري ته او مه هیروی تاسي  فضل یو پر بل احسان کول په خپلو منځو کې بیشکه چې الله تعالی پرهغه څه چې کوي ئې تاسی ښه لیدونکی دی.

که چېری ئې مهر ټاکلی نه وی اوله  دخول څخه دمخه  طلاق ورکړی نوبیا پر میړه باندی صرف یوه جوړه لباس ورکول دي داحسان اوښیګړه په توګه لکه چې الله تعالی فرمایلی دی:

(لاَّ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاء مَا لَمْ تَمَسُّوهُنُّ أَوْ تَفْرِضُواْ لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدْرُهُ مَتَاعاً بِالْمَعْرُوفِ حَقّاً عَلَى الْمُحْسِنِينَ)

ترجمه : نشته هیڅ ګناه ((او مهر )) ترڅو چې صحیح خلوت مونه وي کړي له دوی سره او مقرر کړ مونه وي له پاره  ددوی ټاکلی مهر ، او څه  خرڅ ورکړی ! دوی ته ((واجب)) دی پرغنی او شتمن ((میړه)) باندی دده د وس په انډول او په نیستمن ((میړه )) دده دوس په انډول ، خرڅ ورکول چې په  معروف ښه طریقه سره وی ((له اصولو سره سم )) لازم دی په نیکی کوونکو ((مسلمانانو)) باندی ، یعنی په دغه صورت کې متعه ورکول واجب دی.

دمهر سقوط :

که چیری د تقریق او طلاق اسباب قبل الدخول دښځی له پلوه وی نو پر میړه باندی نه مهر ورکول لازمیږي او نه متعه  او دغه ډول صورتونه اووه  دي.

۱– داچې ښځه مرتده شي او داسلام له دین څخه  واوړي.

۲– دا چې ښځه  د واده  تړون  منسوخ کړي او له قبلولو څخه  ئې انکار وکړی.

۳– داچې  په میړه کې جسماني عیب وی دجماع کولو جوګه نه وي یا په کوم ساری مرض اخته  وي لکه پیس ، جذام او داسي نور.

۴– داچې په ښځه کې دغه ډول جسماني عیب وی، لکه  په شرم ځای کې ئې هډوکې وي چې دکور واله مانع وي، یا ساري ناروغي ولري.

۵ – داچې دخیارالبلوغ شرط پکی وي،  یعنی د نابالغۍ عقد ورکړي شي او بیا دا شرط  پکي کیښودل شي چې کله هغه بالغه شي بیا به د واده دقبول او رد خبره په خپله هغه کوي.

۶– دا چې ښځه  پخپله دمهرله اخیستلو څخه ابراء وکړي او له خپل دغه حق څخه  لاس په سره شي.

۷– داچې مهر واخلي او بیا ئې  په  خپله خوښه او رضامندی میړه ته به بشپړه توګه هبه کړي. په دغو ګردو صورتونو کې مهر ساقطیږی .

مسئله : که میړه او میرمن په پټه سره په لږ مهر جوړښت او توافق وکړ او بیا په ډاګه سره کله  چې  دوی  ترمنځ نکاح تړل کیده ښځي د زیات مهر اعلان وکړ او میړه ئې  صرف په هماغه لږ مهر ورکولو راضي وي چې  ددواړو ترمنځ له عقد څخه دمخه  ټاکلی شوی ؤ او د دواوړه دعوه شوه نو صحیح مسئله داده چې فیصله به پرعلنی مهر کولوشي.

مسئله : دنابالغی نجلۍ مهر به دهغی پلار یا بل ولي قبض کوي او د بالغی، همدارنګه  دکونډی ښځی دمهر قبض کول پخپله د دوی حق دی او که دوی ولي ته د ورکولو اجازه وکړه  نو هم صحیح کیږي.

نور بیا…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close