د موسی قلعه نیول د حکومت او ولس تر منځ د زیاتیدونکی فاصلی ښکارندوی

لیکنه : محمد خان له څو ورځو نښتو وروسته نن سهار طالبان په دې وتوانېدل چې د هلمند له موسی کلا ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونو ته د پای ټکی کېږدي او په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېده  راځو دې ته چې د موسی کلا ولسوالۍ فتحه به د افغان ولس او دولت تر منځ فاصله نوره هم زیاته کړي او له طالبانو سره به يې مينه نوره هم زیاته شي  د دولت غير هماهنګي او ملکي تلفاتو ته د پام نه کولو له امله په دې وروستيو کې د عام ولس کرکه له دولت سره زیاته شوې، هغه داسې چې ولس هغه جا ته په خپل ځان او خپل زړه کې ځای ورکوي چې په لومړي قدم کې د شرعي اصولو پابند وي او بيا د ولس غم ورسره وي او د ولس په درد دردمن او په خوشالۍ يې خوشاله وي. خو د افغانستان اوسنۍ اداره دا صفات په ځان کې نه لري، يوه خوا يې په خپل پوځ د ملي اردو نوم ايښی او بله خوا بيا عام شپانه د طالبانو په تور نيسي او په صحرايي محکمه کې بې له اقراره په شهادت رسوي نو دا هغه څه دي چې د دولت او افغان ولس تر منځ فاصله تر واټنونو وراړوي او ولس نه غواړي د ديوه داسې دولت تر تسلط او قيادت لاندې ژوند تېر کړي چې د دوي ژوند ورته اهميت ونه لري، افغان ولس هغه چا ته همېشه لبيک ويلی او د راتګ لپاره يې لېمه ورته غوړوي چې په شرعي څادر پوښلی وي او د افغانيت احساس له ځان سره ولري او د داسې بې احساسه کالبوتونو تر جغ لاندې افغانان هيڅکله هم خپل ژوند تېرول نه غواړي له لږ تحليل او غور کولو وروسته هرچا ته معلومیږي ولې طالبان هره ولسوالۍ له دوه يا درې ورځې محاصرې وروسته نيسي؟   څواب يې ډېر آسانه دی: طالبان له ځان سره يوه لویه سرمايه لري او هغه هم ولسي ملاتړ دی طالبانو ته ولس په خپله غېږه کې ځای ورکړی او د ولس تر ټولو ستر ځواک هم طالبان دي نو که ووايو چې د هرې ولسوالۍ په فتحه او نيولو کې د طالبانو او ولس تر منځ فاصله کمېږي او هغه شکونه چې پخوا له دې ولس د طالبانو په باب لرل هغه ورو ورو د مشاهدې په واسطه لرې کېږي او ولس د صحنې د عيني شاهدي په څېر هر څه څاري او پس له هغه پرېکړه کوي چې اوس د کوم يوه ملاتړ اړين دی او کوم يو دښمن بايد وګڼل شي نو د موسی کلا ولسوالۍ فتحه به د طالبانو او ولس تر منځ واټن او فاصله نوره هم کمه کړي او ولس به د طالبانو د راتګ لارې څاري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close