د موصل ښار په لویدیځه ساحه کې ۷۵۰ زره ملکیان د جګړو له کبله بند پاتې دي

کابل ټکی کام ۲۳مرغومي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د عراق د موصل ښار په لویدیځه ساحه کې د جګړو له کبله ۷۵۰ زره ملکیان بند پاتې دي، چې ډېری کسان یې د مرستندویه ټولنو له مرستو بې برخې دي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي پرون د رسنیو له لارې خبر ورکړ، چې د موصل ښار په لویدیځه ساحه کې تراوسه پورې ۷۵۰ زره ملکیان بند پاتې دي، چې ډېری یې د دوی له مرستو څخه بې برخې دي.

هېره دې نه وي، چې د موصل ښار لویدیځه ساحه د داعش ډلې تر کنټرول لاندې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو منتظمې لیزه ګرانډ له اربیل ښار څخه د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، چې د تېرې میاشتې له عملیاتو وروسته د موصل ښار د ختیځ اتیا سلنه ساحه د عراقي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د عراقي رسنیو د خبر له مخې، نن عراقي ځواکونو د موصل په شمالي ساحو کې داعش جنګیالي د ښار جنوب ختیځو څنډو ته پسې واخیستل.

د یادولو ده، دغه ښار چې د عراق لپاره یو مهم ښار بلل کیږي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش جنګیالیو لاسته پرېوتی دی، اوسمهال عراقي ځواکونو قصد کړی، چې بېرته یې خپل کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close