د مولانا سميع الحق د قتل پېښې څېړنه تر کوم ځايه رسېدلې؟

مولانا سميع الحق روغتون ته له وړلو یو ساعت مخکې ژوند له لاسه ورکړی و

راپورتاژ: الماس خدرخېل —-

د تيرې جمعې ورځې په ماذيګر د پاکستان د جمعيت علماء اسلام (س) ډلې مشر مولانا سميع الحق د اسلام اباد په راولپنډۍ بحريه ټاون کې په خپل کور کې د نامعلومه بريدګرو له لوري د چړو په ګذارونو ووژل شو.

د مولانا سميع الحق له وژل کېدو سره سم پاکستانيو رسنيو راپورونه ورکړل چې نوموړی په خپل کور کې هغه مهال ووژل شو چې د هغه ډریور او يو ساتونکی يې (سکرتر) يې بازار ته تللي چې له شاوخوا شل منټه ځنډ څخه بيرته راوګرځېدل مولاناصيب په خپل کټ کې په وينو لت پت پروت و.

د پاکستان د ډان نيوز د خبر له مخې چې د پاکستان د (سي ټي ډي) استخباراتي ادارې د يوې سرچينې له قوله يې په لومړنيو معلوماتو کې ليکلي، نوموړی د ماذيګر د شپږ بجو په شاوخوا کې هغه مهال وژل شوی يواځې و.

د سرچنيې په وينا، د هغه خدمتګار له کور نه د سودا اخيستلو لپاره بازار ته وتلی و خو چې بيرته کور ته راوګرځېد نو مولاناصيب يې په زخمي حالت کې روغتون ته يووړ چې د روغتون په دروازه کې يې ساه ورکړه.

د پاکستان د (ويب ډيسک) ويپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد استخباراتي ادارو د مولانا سميع الحق په کوټه کې له شته څيزونو او د هغه له مبايل څخه د قاتل د موندنې هڅې روانې کړي دي.

يادې ورځپاڼې د ځينو سرچينو په حواله ليکلي، چې د قتل د څېړنې ډلې د مولانا سميع الحق یو تن خدمتګار او د هغه سکرتر څخه پلټنې پيل کړي دي.

که څه هم په خواله رسنيو کې ځينې راپورونه ورکول شول چې د مولانا سميع الحق وژل شخصي کورنۍ مسلې سره تړاو لري خو د هغه ځوی مولانا سلمان الحق د (جامعه دارالعلوم حقانيه) په نوم په فسبوک پاڼه کې په ژوندۍ ويډيو کې وويل چې د مولاناصيب قتل د هغه کورنۍ مشکلاتو ته منسوب کول د درواغو راپورونه دي او په کورنۍ کې هيڅ کوم مشکل نشته.

دغه راز د مولانا بل زوی حامدالحق حقاني د پاکستان تلويزيونونو ته په وينا کې د هغه د وژنې مسوليت پر امريکا، اسراييلو او د سيمې هېوادونو پر استخباراتو واچاوه.

د ويب ډيسک ورځپاڼې راپور کاږي، چې پر مولانا سميع الحق شپږ نيمې بجې حمله شوې او د (اف آی ار) راپور تر مخه د نوموړي پر بدن د چړو دولس ګذارونه شوي زياتوي چې د هغه د قتل د روښانولو لپاره په سيمه کې د جیوفنسنګ (مبایل سرويس معلومولو خدمتونه پلټل کېږي چې په دې کې د ياد سستم له تجربه لرونکو کسانو څخه استفاده کېږي.

دغه رازه نن د دوشنبې په ورځ د ډان نيوز په نوم پاکستانۍ ويپاڼه د ډان اخبار راپور له مخې ليکي چې د مولانا معاينه کوونکي ډاکټر له قوله ليکي چې مولانا د هغه د استوګن ځي څخه درې سوه متره ليرې سفاري روغتون ته وړل شوی و چې یو ساعت مخکې يې ساه ورکړې وه.

د ډاکټر د وينا تر مخه، روغتون کې د هغه د زړه ضربان صفر وه او له بدن څخه يې هيڅ ډول وينه نه بهيدله.

که څه هم ځينو رسنيو راپورونه ورکړل چې پر مولانا سميع الحق د چړو له ګذارونو وروسته هغه خپلو نږدې ملګرو ته د مبايل له لارې زنګ وکړ او هغوی ورته راغله خو د ډان ورځپاڼې ليکلي چې په دغه ورځ په راولپنډۍ کې د (لبيک تحريک) د مظاهرو له کبله ټول مبايل سروس بند و، نه مولانا او نه هم بل چا له پوليسو يا ځايي انتظاميې سره هيڅ ډول اړيکې نه دي نيولي.

د سرچينې په وينا، د تحقيقاتو لپاره د پوليسو مشر ډاکټر غياث ګل په مشرۍ يوه ډله اکوړه خټک ته تللې څو هلته د مولانا د کورنۍ په خوښه د هغه له سکرتر څخه پوښتنې وکړي زياتوي چې د هغه سکرتر سيد احمدشاه مولاناسميع الحق په دوهم منزل کې ځانته پريښی، د مرکزي دروازې قُلف يې له بهر لګولی و او دی نږدې ځای ته د اوبو راوړلو لپاره تللی و.

پوليس وايي، د احمد شاه د پنځلس منټه په نه موجوديت کې دغه واقعه رامنځته شوې زياتوي دا چې احمدشاه مرکزي دروازه له بهر څخه قُلف کړې وه نو امکان لري چې قاتل له مخکې څخه په کور کې پټ شوی وي او وروسته يې د اشپزخانې له لارې تيښته کړي وي ځکه چې د پوليسو د لومړنيو پلټنو پر مهال د اشپزخانې دروازه خلاصه وه.

پوليسو تر اوسه د حمله کونکو د شمير په اړه څه نه دي ويلي خو ګمان کوي چې ښايي دغه یو تن وي.

د راپور له مخې، تر اوسه پوليسو هغه آله هم نه ده پيدا کړې چې مولانا سميع الحق پرې وهل شوی دی.

د مولانا سميع الحق زوی حامدالحق په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې ځکه يې پوسټ مارټم ونه کړ چې کومه فايده نه کوي، په وينا يې تردې مخکې هم ورته ډول پيښې شوي خو د پوسټ مارټم په کولو يې هم پايلې يې نه دي روښانه شوي.

د جامعه دارالعلوم حقانيه فسبوک پاڼې څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د مولانا سميع الحق له وفات وروسته د هغه ورور مولانا انوارالحق د جمعيت العلماء اسلام (س) ډلې او د دارالعلوم حقانيې مشر ټاکل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close