د مولوي جلال الدين حقاني “رحمه الله” د وفات په اړه د طالبانو د تسليت پيغام

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۳)

طالبانو د ستر جهادي شخصيت او د دوه انقلابونو اتل مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د مړينې خبر ورکړی چې په وينا يې د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله يې خپل روح حقيقي مالک ته سپارلی دی.

د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه او رهبرۍ شورا له لوري رسنيو ته په لېږلې اعلاميه کې (د حقاني کورنۍ، ټولو مجاهدينو، افغان اولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د تسليت مراتب وړاندې شوي) او نوموړي ته يې له الله تعالی څخه د جهاد، دعوت، علم او اصلاح په لاره کې د تکليفونو او ستړياوو د قبوليت غوښتنه کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي: “مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د دې عصر یو له سترو اونومیالیو جهادي شخصیتونو څخه و، لکه څنګه چي په صدر اسلام کې مجاهدین د حضرت خالد بن ولیدرضی الله عنه په وجود او کردار ډاډه اوخوشحاله و په یقین سره ویلای شو چي د نن عصرمجاهدین د جناب حقانی صاحب په وجود اوکردار له حده زیات مطمئن او خوشحاله و، هغه وخت چې زموږ هیواد او اولس د کمونیستي الحاد له خطر سره مخامخ و، اسلامي افغانستان د بخارا، سمرقند او قفقاز په شان دبې دینۍ تر ګواښ لاندې و، جناب حقاني صاحب او د هغه وخت نور باعزمه مجاهدین دکمونیستي دهریت په وړاندې راپورته شول، لومړی یې د دعوت او تنویري فعالیت په توسط دملت د ویښولو مبارزه پیل کړه اووروسته چې کمونیستي کودتاوشوه نو یي د کمونیستي کفر د محوه کولو په مقصد مسلح جهادشروع کړ”.

مولوي جلال الدين حقاني پر ۱۹۵۰ز کال کې زېږېدلی او نوموړي په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د روسي يرغلګرو پر ضد د هغوی تر وتلو پورې وسله وال جهاد ته دوام ورکړ.

نوموړی د روسي يرغل پر مهال د اسلامي حزب د مشر مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله سره د جهادي صف ملګرتيا لرله او وروسته چې کورنۍ جګړې پيل شوې جلال الدين حقاني (د یو مصلح او ثالث بالخیر داعي په حیث رول اداء کړ)  او کله چې افغانستان کې اسلامي امارت قيام وکړ ، په ټول قوت سره يې د طالبانو ملګرتيا وکړه او (د اسلامي واکمنۍ د تحکیم په لاره کې یې د قدر وړخدمتونه ترسره کړل).

حقاني پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحداتو وزير او رهبرۍ شورا غړی پاتې شوی دی.

اعلاميه زياتوي، د امریکایي یرغل پر وړاندې دجناب حقاني صاحب کردار،کارنامې او د اسلامي امارت په متحد ساتلو کي د هغه جناب نه ستړی کېدونکي هلې ځلې د تاریخ هغه زرین باب دی چې داسلامي امت راتلونکي نسلونه به همیشه ورباندې ویاړي.

د طالبانو د مشرتابه او رهبرۍ شورا د معلوماتو له مخې، مولوي جلال الدین حقاني له څو کلونو راهیسې سخت مریض او بستر نشین و، هغه لکه څنګه چې د ځوانۍ او صحت په دور کې د الله تعالی د دین لپاره ډیر مشقات وګالل، د عمر په وروستیو کې یې اوږده ناروغي هم په پوره صبر او د رضاءبالقضاء په روحیه سره وزغمله.،تر دې چي بالاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

د مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د وفات په اړه د طالبانو د تسليت پيغام

د اهميت له مخې د طالبانو د مشرتابه اعلاميه کټ مټ نشر ته سپارو:

————————————————————

ستر جهادي شخصیت،عالم او مبارز مولوي جلالالدین حقاني رحمه الله دوفات په اړه د اسلاميامارت اعلامیه

 الحمد لله الذي خلق السمواتوالأرض وجعل الظلمات والنور.خلق الموت والحياة ليبلوكم أيكمأحسن عملاً وهو العزيز الغفور.ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لاشريك له، ونشهد أن سيدنا ونبينامحمداً عبده ورسوله، الشافعالمشفع يوم النشور، صلى اللهوسلم وبارك عليه وعلى آلهوأصحابه والتابعين ومن تبعهمبإحسان إلى يوم الدين. امابعد:قال الله تعالی: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْيَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْوَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُالصَّادِقُونَ. ۱۵ . الحجرات

د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت او په نړیواله کچه ستر اسلامي امت ته په ډیره خواشینۍ خبرورکوو چې زموږ د دې عصر سترجهادي شخصیت، دیني عالم،مثالي مبارز، د دو لویو جهادونونوښتګر لارښود، د اسلامي امارت په واکمنۍ کي د سرحداتو وزیراو د رهبري شوری غړی محترم الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب د ورپیښې اوږدې ناروغۍله امله په حق رسیدلی دی.

 انا لله و انا الیه راجعون

د افغانستان اسلامي امارت دجناب حقاني صاحب رحمه الله  د وفات په مناسبت د نوموړي جهادپالې کورنۍ، ټولو مجاهدینو،افغان اولس او د نړۍ ټولومسلمانانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

 الله تعالی دې د جناب حقاني صاحب ټول حسنه اعمال قبول کړي، الله تعالی دې مغفور اومرحوم وګرځوي او الله تعالی دې د جهاد، دعوت، علم او اصلاح په لاره کې د نوموړي ټول تکالیف،ستومانۍ او هجرتونه مقبول وګرځوي.

 آمین یا رب العلمین.

 مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د دې عصر یو له سترو اونومیالیو جهادي شخصیتونو څخه و، لکه څنګه چي په صدر اسلام کي مجاهدین د حضرت خالد بن ولیدرضی الله عنه په وجود او کردار ډاډه اوخوشحاله و په یقین سره ویلای شو چي د نن عصرمجاهدین د جناب حقانی صاحب په وجود اوکردار له حده زیات مطمئن او خوشحاله و، هغه وخت چې زموږ هیواد او اولس د کمونیستي الحاد له خطر سره مخامخ و، اسلامي افغانستان د بخارا، سمرقند او قفقاز په شان د بې دینۍ تر ګواښ لاندې و، جناب حقاني صاحب او د هغه وخت نور باعزمه مجاهدین دکمونیستي دهریت په وړاندې راپورته شول، لومړی یې د دعوت او تنویري فعالیت په توسط دملت د ویښولو مبارزه پیل کړه اووروسته چې کمونیستي کودتا وشوه نو یي د کمونیستي کفر دمحو کولو په مقصد مسلح جهادشروع کړ.

 جناب حقاني صاحب د کمونیزم او شوروي یرغلګرو په خلاف جهاد ته د بشپړې فتحې تر ورځې په پوره اخلاص ادامه ورکړه،وروسته یې د خپل منځي جګړوپه دوران کې د یو مصلح او ثالث بالخیر داعي په حیث رول اداء کړاو کله چې د افغانستان اسلامي امارت قیام وکړ ، نوموړي داسلامي نظام د ارمانجن په حیث په ټول اخلاص اوقوت دعالیقدرامیرالمؤمنین ملا محمدعمرمجاهد رحمه الله په څنګ کې ودرید او د اسلامي واکمنۍ دتحکیم په لاره کې یې د قدر وړخدمتونه ترسره کړل.

 د امریکایي یرغل په وړاندې د جناب حقاني صاحب کردار،کارنامې او د اسلامي امارت په متحد ساتلو کي د هغه جناب نه ستړی کېدونکي هلي ځلي دتاریخ هغه زرین باب دی چې داسلامي امت راتلونکي نسلونه به همیشه ورباندې ویاړي.

په ټوله کې د جناب حقاني صاحب ژوند او کارنامې یو داسې بهترین سرګذشت دی چې د یوه مؤمن او متعهد مسلمان لپاره دلارې مشعل ګرځیدلی شي او له مخلصانه جهاد، ایثار، ثبات، لوړعزم، د دین لپاره سختي تیرول اوله دنیوي شهرت، منصب اومادياتو څخه د اجتناب په برخه کې ترې ډیر څه زده کولای شو.

 د جناب حقاني صاحب د وفات په اړه باید ووایو، چې هغه خپل کردار ترسره کړ، د ایمان او له دین سره د وفادارۍ کوم تعهد یې چې کړی و تر مرګه په هغه پیمانثابت پاته شو.

هغه واقعا بختور و چې په یوه سخته او امتحاني مرحله کې یې له دین او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړه او د دیني شعائرو په ژوندي ساتلو کې یې لوی کرداراداء کړ.

 جناب حقاني صاحب که اوس جسما زموږ په منځ کې نشته خود هغه فکر او لاره ژوندۍ ده،د هغه سنګر لا هم تود دی او داسلامي امارت د جهادي صف په شان یو ستر جهادي کاروان یې لار تعقیبوي.

 مولوي جلال الدین حقاني صاحب له څو کلونو راهیسې سخت مریض او بستر نشین و، هغه لکه څنګه چې د ځوانۍ او صحت په دور کې د الله تعالی د دین لپاره ډیر مشقات وګالل، د عمر په وروستیو کې یې اوږده ناروغي هم په پوره صبر او د رضاءبالقضاء په روحیه سره وزغمله.،تر دې چي بالاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

د مرحوم الحاج مولوي جلالالدین حقاني صاحب د وفات په اړه مو له ټولو مجاهدینو، عاموهیوادوالو او دنړۍ له مسلمانانوڅخه هیله ده چې د نوموړي روح ته دعاء ګانې وکړي، هغه په خپل کردار سره له افغان اولس او عام اسلامي امت سره ستر احسان کړی و، په خپله جهادي مبارزه سره یې د الحاد او ګمراهۍ مخه نیولې، نو حق یې دی چې روح ته یې دعاګانې او دقران کریم دختمونو ثوابونه ډالۍ کړو.

په پای کې یو ځل بیا د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله روح ته دعاء کوو، الله تعالی دې په خپل دیدار او عالي درجاتوونازوي.

 آمین یا رب العلمین د افغانستان اسلامي امارت دمشرتابه مقام او رهبري شوری ۴/۱۲/۱۴۳۹هـ ق ۱۳/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/4م

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close