د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني د وفات له امله د مولوي سدوزي اغا د تعزیت پیغام

 

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْت. (الآیة)

د فاضل عالم او قهرمان مجاهد الحاج محترم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وفات دردناک خبر ودردولم. مولوي حقاني صاحب خپل ټول عمر د خپل خالق د رضا لپاره په علم، جهاد او مصالحې کې ولګاوه. الحمدلله چې د ژوند یوه اهمه مرحله کې موږ او حقاني صاحب ملګري پاتې شوي وو.

مرحوم حقاني صاحب د شوروي پرخلاف جهاد کې ډېر کوششونه وکړل چې جهادي رهبران متحد کړي. پر افغانستان د امریکا د تجاوز پر خلاف یې هم جهاد کې په پوره مېړانې برخه واخیسته او په دې لار کې يې د زړه ټوټې هم قرباني کړې. د جهاد سره سره مرحوم مولوي صاحب د مجاهدینو د صف د یووالي تعهد د ځانه سره ټینګ وساتئ.

الله رب العالمین دې د هجرت، جهاد او د مصالحې د کوششونو او د ټولو تکالیفو پوره پوره اجرونه ورکړي. الله تعالی دې قبر منور او د جنت د باغیچو څخه یوه باغیچه وګرځوي.

رحمه الله رحمةً واسعة

الحاج مولوي سدوزی آغا*

______

مولوي سيد محمد سدوزى اغا د قندهار ولايت د مشهورو علماوو څخه دی. د شهيد نصرالله منصور صيب او مرحوم حقاني صيب ابتدائي جهادي ملگري و. هغه وخت به دوی په داخل د افغانستان كې پټ مجالس او مشورې كولې. بيا چي كله مهاجر شو نو د نصرالله منصور د تنظيم د حوزه جنوب غرب مسول و. بيا د اتحاد د تنظيم د حوزه جنوب له مسولينو څخه و او د جهادي تنظيمونو د اتحاد په أساسي كسانو كي و.

بيا چې كله تحريك شروع شو نو د تحريك د بنيادي ملگرو څخه و.

نوموړی د دارالعلوم حقانية پېښور فارغ التحصيل دی او د شهيد محمد اسحاق پلار دي، چې مشهور په لالا ملنگ و. لالا ملنګ په قندهار كې د طالبانو د مشهورې جبهې، السرية الفاروقيه، عمومي  قومندان و، بيا د روسانو سره لالا ملنگ بندي شو، او د روسي جنرال سره په تبادله باندې خلاص شو.

د مولوي سيد محمد سدوزي اغا بل زوی، چي شهيد يعقوب نوميده، هم د روسانو په وخت كي شهيد شو. بل زوي یې شيخ الحديث مولوي محمد يوسف صېب، چې د امارت په وخت كې د قندهار د جهادي مدرسې ناظم و، تېر كال په قندهار كي شهيد شو. زه او بل ورور يونس اغا چې كله پاكستان بنديان كړو، نو والد صيب مو قطر ته هجرت وكړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close