د مولوي جلال الدین حقاني د وفات په اړه د خالص بابا د کورنۍ او مجاهدینو تعزیتي پیغام

د ستر مجاهد نوميالي عالم او ملي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د وفات په اړه د محترم خالص بابا رحمه الله د کورنۍ او مجاهدینو تعزیتي پیغام

الحمد لله اللذي قدرالاقدار و  ماشاءالله كان وما لم يشأ لم يكن انالله وانااليه راجعون اللهم اجرنا في مصيبتنا واخلف لنا خيرا منها ،

والصلاة والسلام علي القائل امرالمؤمن كله خير ان اصابته سراء شكر وان اصابته ضراء صبر .

وبعد: قال تعالي: ( كل نفس ذائقة الموت وانما توفون اجوركم يوم القيامة ، فمن زحزح عن النار وادخل الجنة فقد فاز، ومالحياة الدنيا الا متاع الغرور)

 مونږ دسترمجاهد نوميالي عالم او ملي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله دوفات دخبر په اوريدلو دزړه نه درديدلي يو،  خو مرگ يو داسې واقعيت دی چې نه مقرب انسان اونه مقرب ملائك ترې نجاة ميندلاي شي،  يواځې الله رب العزة حي لايموت دی،  نو ځکه په حوصله اوصبر به دا د غم واقعه تحمل كوو او د نوموړي مجاهدې  كورنئ خصوصا مجاهدو ورونو، زامنو او ټولو مجاهدينو ته د خپل زان، د خپلې كورنئ، ورونو او داسلامي حزب دمحترم خالص بابا رحمه الله  د مشرانو ملگرو او مجاهدينو لخوا دتسليت مسنونه مراتب وړاندې كوم  ( إن لله ما أخذ وله ما أعطى وكل شيء عنده بأجل مسمى، فلتصبر ولتحتسب.غفرلميتيتكم واحسن عزاءكم) مونږ په داسې حال كې چې دنوموړي په جهادي كارنامو اوخدماتو كتابونه وليكل شي، هم كم بولو او دا چې ملت یې دخدمتونو تراحسان لاندې دی هغه واقعيت دی چې څوك ترينه نه شي منكريدلاي.

محترم حقاني صيب رحمه الله د محترم خالص بابا رحمه الله دجهاد د اولې ورځې ملگری او د نظر او فكر لاروی وو،  د روسانو او كميونزم په مقابل كې د اسلامي حزب په نامه دقوي جهادي مورچل اوسنگر له مؤسيسینو څخه وو او د جهاد تر برياليتوب یې په ميړانه مبارزه وكړه اوكله چې داخلي جنگونه شروع شول دوي هم داسلامي لارښودنو او د خالص بابا رحمه الله د پاليسئ مطابق له داخلي جنگونو په څنگ پاته شو او د صلحی لپاره یې نه ستړي كيدونكي كوششونه وكړل ، او بالاخره د اسلامي امارت له راتگ سره یې عملا د اسلامي امارت ننگه وكړه او تر پايه د جهاد په سنگر كې پاته شو، مونږ محترم حقاني صيب د خپل مشر او د خپل سكه تره اوحقدار په حيث پيژانده او د دوي كورنئ له خپلې كورنئ جدا نه بولو، نو غم یې د خپل كور غم بولو او د اسلامي حزب ټولو مجاهدينو نوموړی د خپل محبوب مشر په توگه پيژانده،  نو زكه په زان یې د لارې تعقيب او دعاء حق بولي،  هيله ده د جهاد په سنگرونو او د شمشتو او نجم الجهاد په فامليو كې یې د قران شريف ختمونه او دعاگانې وشي، ټول دې په فردي او اجتماعي توګه د دوي روح ته د سكون او خوشحالئ دعاوې وكړي ، مونږ په دې وياړو چې مولوي حقاني صيب رحمه الله د محترم خالص بابا رحمه الله د لارې سره وفادار او تر پایه سره هم سنګر، او له پیل نه تر پایه د یوې لارې لاروي پاته شول او الحمدلله چې كورنئ یې د جهاد په خدمت كې په پوره اخلاص لگيا دي ، د الله تعالي نه ورته د مزيد توفيق غوښتونكي يو. په پاي كي يو ځل بيا د مرحوم كورنئ، ورونو، زامنو او د اسلامي امارت مشرتابه او ټولو مجاهدينو او د مرحوم خالص بابا په مشرئ د اسلامي حزب ټولو ملگرو ته تسليت او تعزيت وړاندې كوو.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

مولوي انوارالحق مجاهد د افغانستان د اسلامي حزب د امیر مولوي صاحب محمد یونس خالص بابا رحمه الله زوي او ځای ناستی.

۱۴۳۹/۱۲/۲۴ ه ق

۱۳/۶/۱۳۹۷هـ ش

 2018/9/4م

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close