د ميدان وردګ ۷۵ سلنه ښوونځي کتابونه نه لري

کابل ټکی کام ۱۵ وږی 

راپور قدرت الله حسین

د ميدان وردګ ولایت چارواکي وايي، چې د دې ولايت ۷۵ سلنه ښوونځي د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

د دې ولايت د معارف رئيس فضل الرحمن طارق رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، سره له دې چې د تعليمي کال ۶ مياشتې تېرې شوې دي، خو تر اوسه لا ۷۵ سلنه ښوونځيو ته د پوهنې وزارت له لوري د ټاکل شوي نصاب کتابونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زياته کړې ده؛ ټاکل شوې وه، سږ کال ۴ لکه او ۵۴ زره کتابونه ميدان وردګ ولايت ته ورکړل شي، خو تر دې دمه يوازې ۸۸ زره کتابونه ورکول شوي دي.

د هغه په وینا له همدې امله د ډېری مکتبونو زده کوونکي د کتابونو د کمبود له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

د ميدان وردګ والي حيات الله حيات هم په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې د تعليمي کال دوه برخې په داسې حال کې تېرې شوې، چې زده کوونکي تر اوسه کتابونه په لاس کې نه لري.

د مکتبونو ښوونکو په دې اړه ويلي دي، چې د کتابونو د نه شتون په صورت کې زده کوونکي په ښوونځي کې په نيمه اندازه زده کړه هم نه شي کولای او ډېر کله خو د کتاب نه شتون د زده کوونکي د غيرحاضرۍ او پرله پسې نه توجه لامل ګرځي.

ويل کېږي، چې په ميدان وردګ ولايت کې ۴۸۲ تعليمي ادارې وجود لري، چې ۱۷۶۸۰۰ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close