د مړينې پر مهال د ملحدانو او طاغوتانو ويناوې

ای انسانه نن ورځ چې څه ګورې له دې څخه ته په غفلت کې وې، مونږ ستا غفلت لرې کړ، سترګې دې نن ورځ ډيرې تيزې دي، (هرهغه څه چې په دنيا کې يې انکار ترې کاوه ادراک يې کوي او ګوري يې)

ژباړه:  فاتح افغان

 

سيزر بورجيا:
«په خپل ژوند کې له مرګ پرته هر څه ته تيار وم، زه اوس دا دی مرم خو هيڅ تياري ورته نه لرم»

توماس هبس:
«فيلسوف سيلسي»
«زه په يوه تياره کې دټوپ وهلو ته چمتو والی نيسم، که مې دا ګړۍ ټوله نړۍ په واک کې وای ، ديوې ورځې ژوند پيرودلو لپاره به مې ورکړې وای»

توماس باين:
دا يو ملحد لیکوال دی په ۱۸مې پيړۍ کې تير شوی:
«هيله ده يوازې مې پرې نږدئ، الهي، ما څه جرم کړی چې دداسې حالت مستحق شوم! که مې ټوله دنيا او دهغې په څير نوره په لاس کې وای، دغه عذاب به مې له ځان څخه دفعه کړی وای، ما يوازې مه پريږدئ، ولو که يو ماشوم راسره وي، زه د عذاب په غاړه پروت يم، زه د شيطان ګوډاګۍ وم.»

السير توماس سکوت:
د ايو انګريز سلاکار و چې په ۱۵۹۴ ز کال کې مړ شوی دی.
د مړينې پر مهال يې ويل:
«تر تيرو ګړيو پورې مې د اله او اور په شتون باور نه درلود، خو اوس يې په حقيقي توګه محسوسوم، زه اوس د عذاب په څنډه قرار لرم، دا درباني عدالت قضاء ده»

فولتير:
دا يو فرنسوی ملحد فيلسوف دی په کال ۱۷۷۷ ز کې مړ شوی
خپل معالج ډاکټر فوشين ته يې په خطاب کې ويل:
«زه رب او خلکو پرې ايښی وم، خپل نيمايې شته درکوم، که د شپږو مياشتو لپاره مې ژوندی وساتې، زه دا دی مرم او جهنم ته روان يم.»

د فولتير نرسه:
که ماته د ټولې اورپا مالونه راکول شي، زه نه غواړم دده په څير ملحد شخص وګورم، ټوله شپه يې دمغفرت لپاره چغې وهلې.

ډيويډ هيوم:
دا اسکاټلنډی تاريخپوه دی ملحد او په کال ۱۷۷۶ ز کال کې مړ شوی، چا يې چې د مرګ پرمهال حال ليدلی وايې:
«چيغې به يې وهلې، د اور لمبې مې سوځوي»

نابليون بونابرت:
هغه فرنسوی امپراطور چې په خلکو د واکمنۍ د جنون د اشباع لپاره يې په مليونونو خلک له تيغه تير کړي و د مرګ پر مهال يې ويل:
« دا دی زه له وخت وړاندې مرم، او دزمکې مينځ ته ور روان يم، زه ستر امبراطور وم، ډير توپير دی د هغې کندې ترمنځ چې زه ورپريوځم او د تلپاتې جنت ترمنځ»

السير فرنسيس نيوبرت:
د برتانوي ملحدانو د مجلس مشر:
څوک يې چې دمرګ پر مهال د کټ شاوخوا موجود و هغوی ته يې وويل:
«ما ته داسې مه واياست چې الله نشته، ځکه زه يې اوس په حضور کې يم، او ماته داسې مه وايئ چې جهنم نشته، ځکه زه اوس ورپريوتونکی يم،.
هلاک شئ، خبرې بندې کړئ، زه اوس بابيزه تلونکی يم، دا دی اور، که زه زر کاله هم ژوندی وای ما به يې تکذيب کولی، خو که مليونونه کلونه تير شي بيا به يې هم له عذاب څخه خلاص نشم، آه آه دا اور دی»

پاچا شارلز :
دا فرانسوی پادشاه وه ، په ۱۵۷۲ م کال کې يې په فرانسته کې په زرګونه مسيحيان يې ووژل، د خپل مرګ پر مهال يې خپلو طبيبانو ته وويل:
« زه ګورم هغه کسان چې ما وژلي زما مخکې روان دي، له زخمونو يې وينې څاڅي، او زما لور ته اشارې کوي، زه خپل انجام ګورم، زه تير وتلی وم، او د تل لپاره ضائع شوم.»

ډيوډ ستراوس:
د يو المانی ملحد ليکوال دی په کال ۱۸۷۴ م کې مړ شوی د مرګ پر مهال يې ويل:
«خپلې فلسفې پريښودلم، او زه محسوسوم چې د غاښ لرونکي ماشين تر دوو ژامو لاندې قرار لرم، نه پوهيږم چې کله به مې ميده کړي.»

انتون ليفي:
د شيطان لمانځنې کليسا مؤسس، په کال ۱۹۹۷ م کې مړ شوی:
د مرګ پر مهال به يې چيغې وهلې
«ما څه وکړل؟ ما خو ستره تيروتنه وکړه»

وصدق الله العظیم:
{لَقَدْ كُنتَ فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَذَا فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ }ق22
ای انسانه نن ورځ چې څه ګورې له دې څخه ته په غفلت کې وې، مونږ ستا غفلت لرې کړ، سترګې دې نن ورځ ډيرې تيزې دي، (هرهغه څه چې په دنيا کې يې انکار ترې کاوه ادراک يې کوي او ګوري يې)

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close