د مکې مکرمې په پېښه کې یو افغان حاجي شهید ۲۹ ژوبل دي

کابل ټکی کام ۲۱وږی/۱۳۹۴

راپور: انصار

د حج او اوقافو وزارت پرون د جمعې د ورځې په مرګوني پېښه کې چې په مکه مکرمه کې را منځته شوه، د یوه افغان حاجي د شهادت او ۲۹تنو د ژوبلو خبر ورکړی دی.

د حج او اوقافو وزارت معین عابد رسنیو ته ویلي چې په مکه مکرمه کې د افغانستان د روغتیایي ټیم سره په اړیکه کې دي، چې په خپل وخت یې افغان ژوبل حاجیان روغتون ته رسولي دي.

د حج او اوقافو لخوا د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د شهید او ژوبلو حاجیانو نومونه تر دې دمه نه دي څرګند کړي، یوازې د هغوی د شمېر ښودنه یې کړې ده.

دا چې په سعودي عربستان د مکې مکرمې په پېښه کې د ژوبلو حاجیانو لپاره افغان روغتیایي پلاوي څومره اسانتیا برابره کړې وي د وخت څخه د مخه خبره ده.

د یادونې وړ ده چې هر کال حج ته تللي حاجیان له افغان پلاوي څخه د حج په مراسمو کې د بد سلو ک نه سر ټکوي او هم د حج او اوقافو په وزارت کې له حاجیانو څخه د رشوت اخیستنې خبر ورکول کیږي.

اړوند مطالب

Close