د میدان وردګ ولايتي شورا: نوي تنه عسکر له وسلو سره طالبانو ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) د میدان وردګ چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو په جلرېز ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د لسګونو عسکرو د تسلمېدو سربيره ځينې پوستې هم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د میدان وردګ د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي، په ياده ولسوالۍ کې له سختې جګړې وروسته طالبانو د عامه نظم يوولس پوستې نيولي زياتوي چې نوي عسکر له وسلو او تجهیزاتو سره طالبانو ژوندي بيولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، د دغه ولايت په ګډون د لوګر، غزني او هلمند ولايتونو څخه سلګونو طالبانو په جلرېز کې پر امنیتي پوستو بريدونه کړي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، په یاده سيمه کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې يو ستر پوځي مرکز، ديارلس پوستې نيول شوي او لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، د يادو پوستو لسګونه نور عسکر چې شمېر يې دوه اويا تنو ته رسېده له لږې جګړې وروسته له وسلو او مهماتو سره طالبانو تسليم شول “چې د مجاهدینو له لوري یې هر کلی وشو او ټولو ته کرایه ورکړل شوه اوخپلو کورونو ته واستول شول”.

خبرپاڼه کې راغلي، د يادو بريدونو په پايله کې طالبانو ته ۱۱۶ ميله سپکې او درنې وسلې، ۴۰ نارنجک انداز، لاسي بمونه، څلور ټانګونه، دوه رينجر موټر او له زر فيره زياتې د وړو او غټو وسلو مرمۍ او مهمات لاسته ورغلي دي.

چارواکي وايي، جلرېز ته د عملياتو لپاره تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي خو طالبان بيا وايي لا هم په سيمه کې د دوی عملیات دوام لري او د کابل ــ بامیان لاره په بشپړه توګه د دولتي ځواکونو پر مخ تړل شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close