د میوند جګړه – نثار احمد صمد واصفي

نثار احمد صمد واصفي

د جولای ۲۷مه د میوند د سپېڅلي جګړې نېکمرغه کالیزه ده، چې د هغې له برکته یو خو دا چې کندهار بېرته له افغانستان سره ملحق شو او بل هم دا چې د انګریز- افغان دوهمه جګړه پای ته ورسېده .

لیکوال: نثار احمد صمد واصفي
لیکوال: نثار احمد صمد واصفي

دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولای پر ۲۷مه د کندهار د میوند په ولسوالي کی پېښه شوېده. چی په آسیا کی ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختیځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود.

د جنرال ډانلډ سټیوارټ په قومانده، دوولس زره کسیز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښین ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر یوې نیمی میاشتي وروسته یعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ.

په سمله او لندن کی د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندی وو، څو چې انګریزانو د ۱۸۸۰ د اپریل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بېل شو او شېرعلي د مهردل خان زوی به د «کندهار او ورپورو سیمو د خپلواک والي» په توګه د کندهار چارې پر مخ بیایي.

 په کندهار کې د انګرېزانو سیاسي افسر، ډګروال سنټ جان، د مې پر یوولسمه یوه لویه غونډه راوبلله او د کندهار ولس یی له دې اقدامه خبر کړ. سنټ جان د دې غونډی پر مهال شیر علي «د کندهار او ورپورو سیمو والي» اعلان کړ. (والی هغه چا ته ویل کېدﺉ چی په کورنیو چارو کی به خپلواک او په بهرنیو چارو کی به د برتانویانو تابع و ) .

د کندهار ټولې سیمې د انګرېزي پوځ لخوا ساتل کېدې. دا مهال په ټول هېواد منجمله کندهار کې د انګرېزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کی وو چې د انګلیس- افغان دوهمه جګړه بلل کیږي .

 په دې بهیر کې، د هیواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د یون په حال کې وو. عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی له تاشکنده او محمد ایوب خان د امیر شېرعلی خان زوی له هراته په سوقیاتو بوخت ول. لومړنی یون «محتاطانه» لاکن دوهم یون «جګړه ییز» و.

انګریزانو د دې نویو پرمختیاوو په لیدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عین حال کې د روسیې ملاتړ او رضاءیت هم ورسره مل و. مرستیال واکمن (وایسرا) کله چی عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تیر سو، نو سټیوارټ ته صلاحیت ورکړ چې عبدالرحمن «د کابل او ورپورو سیمو» د امیر په توګه رسمأ ومني… او هغه هم کله چی عبدالرحمن لا په چاریکار کی و، د میوند له جګړې نه فقط پنځه ورځی مخکې د ده په غیاب کې هغه د کابل او مربوطه سیمو  واکمن اعلان کړ .

جهاد په کابل، مشرقي، جنوبي، غزني او کندهار کی شدیدأ جاری و. په بېل کړای شوي کندهار کې چریکي عملیات د شدت په حال کی وو . پر انګرېزانو او د هغوی پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چی بالآخره انګرېزان د ښار په څلورو  دېوالونو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل .

مخورو او مشرانو ایوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دﺉ . د هرات او ورپورو سیمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د دیني علماوو په فتوا سره ایوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکیً او د ده په نوم یې خطبه وویله . پدې توګه د انګرېزانو پر ضد جهاد اعلان شو او ګڼ شمېر ملي مجاهدین مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل .

د کندهار پوځی قوماندان، جنرال بوروز، او سیاسی افسر، ډګر وال سنټ جان، ته د ۱۸۸۰ د جولای پر دوولسمه خبر راغیً چی د ایوب خان د  پوځ مخکښه ځواک «واشېر» ته رارسېدلی او دﺉ پخپله هم له هغه نه ډېر لیرې نه دﺉ. د جولای پر شلمه یو برتانوی غونډ هلمند ته ولېږل شو او په همدې ورځ د ملي مجاهدینو دغه لښکر هم د میوند دښت ته راورسېد .

Battlefield of the Battle of Maiwand on 26th July 1880 in the Second Afghan War
د میوند د جګړې ډګر

دواړه پوځونه یوه اوونی یو بل ته مخ په مخ پراته وو، څو چې د جولای پر ۲۷مه دومره سخته جګړه پېښه شوه چې آن په آسیا او ټول ختیځ کی یې د برتانیې ملا ور ماته کړه، او په نتیجه کی له افغانستان سره د کندهار بیرته پیوستون هم تحقق وموند.

د لیری بامونو او د غونډیو له آخوا ښځو ، زړو او ماشومانو دا جګړه په اندېښنه او دعاګانو سره څارله . کله چې د مجاهدینو مقاومت له ډیری تندې او ګرمۍ په وجه څپانده شو او د کلابندۍ په حال کې سول نو ښځمنو بې اختیاره ورټوپ کړل او پر جګړه ورګډې شوې . پیغلي ملالۍ د یو ټپي افغان څخه توره واخیسته او خپل پوړنی [ټیکری] یې د جنډې غوندی ور پورې وتړﺉ او د غازیانو وینی یې په دې لنډۍ سره په غورځنګ راوستې:

خال به د یار له وینو کښېږدم

چې شینکي باغ کې ګل ګلاب و شرموینه

که په میوند کې شهید نه شوې

خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه! ملالۍ میوندۍ، ۲۷ جولای، ۱۸۸۰

دغو افغانی سپېڅلو احساساتو مجاهدینو ته یو روحانی سېک ورکړ او د الله اکبر په ملکوتي ږغ سره پر دښمن ور وغورځېدل او هغوی یې دړې وړې کړل .

د برتانوي مؤرخینو په حواله، د میوند په جګړه کی د جنرال بوروز څه باندی دوه نیم زره پوځیانو برخه لرله چی یو کنډک یې له انګرېزانو او دوه کنډکونه یې له هندیانو څخه جوړ وو.

 د هغوی د انګیرنی له مخې، په دې جګړه کی ۱۳۰۰ انګرېزی پوځیان ووژل شول او زیات توپونه او وسلې یې هم ولجه شوې.یو برتانوﺉ جګړن «مک لاین» ژوندﺉ ونیول شو، چې پسې محاکمه شو . برتانوﺉ ۶۶ نمبر کنډک پرته له یو کس نه ټول تباه شو . د جګړې څخه یو بچ سوي برتانوي افسر خپل کهول ته داسی ولیکل:

«یوه ستره تباهی را پېښه شوه. زموږ جنډې، نښانونه، د موسیقۍ ترومان او ډولونه د مهماتو په شمول دښمن راڅخه ولجه کړل. زه وروسته له هغه چی ماتې راګډه شوه درې ځله پر مځکه ولوېدم .حال دا چې زموږ ځواکونه د زیاتی ویرې څخه دورې هورې تښتېدل. زموږ تورن ووژل شو. شپه تر سهاره د منډو او تعقیب په حال کې وو.»

په دې جګړه کی د ۷۰۰ په شاوخوا کی افغانان هم شهیدان شول، چې نن د میوند هدیره ور باندې ویاړي.

د میوند ماتې هلته وایسرا څلورو بېړنیو ګام اخیستنوته اړیوست :

لومړی – د برتانیې د بی حییثیتۍ په بدل کی ایوب خان ته غاښ ماتونکی ځواب

دوهم –  د امیر عبدالرحمن خان هڅونه او د زیاتو مالي- پوځي مرستو ورکړه

درېیم –  د کندهار د بېلتون او د افغانستان د تجزیې څخه تېرېدل

څلورم – د کندهار «والی» شېرعلي ته د هغه د بی کفایتۍ او نفرت له امله د تقاعد ورکړه

انګرېزانو همدغسی هم وکړل او د کابل څخه یې یو لوی منتخب او خورا مجهز پوځ د جنرال رابرټس په قومانده کندهار ته سوق کړ. د هند څخه هم تازه ځواکونه د سیبۍ- بولان- کوږک له لارې مخ پر کندهار سوق شول څو چې د ۱۸۸۰ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په کندهار کی سخته جګړه وموښته، چې د ایوب خان پوځ په پیرپایمال او چهل دختران کې د کلک مقاومت سره سره مات او خاکرېز ته پر شا شو . کندهار او هرات دواړه انګرېزانو ونیول او امیر عبدالرحمن خان ته یې وسپارل او د کندهار ۸۸۸ ورځنیً بیلتون پدې ډول پای ته ورسېد.

Saving the guns: E/B Battery Royal Horse Artillery at the Battle of Maiwand on 26th July 1880 in the Second Afghan War: picture by Richard Caton Woodville
picture by Richard Caton Woodville

برتانوي پوځ د ۱۸۸۱ د اپرېل تر ۲۷ یعنې د میوند  تر جګړې پوره نهه میاشتی وروسته له کندهاره ووت. د انګریز- افغان دوهمه جګړه په دې وتنه سره پای ته ورسېده، چې په بیلو وقفو سره یو لک اوڅلوېښت زرو برتانوي پوځیانو ګډون پکښی درلود او درې زره کسه یې تلفات او څلوېښت ملیونه پونډه یې لګښت وشو.

هو ، د میوند جګړې د افغانستان تجزیه او د کندهار ۸۸۸ ورځنیً بیلتون پای ته ورساوه. د میوند جګړې په آسیا کی د انګریزانو استعماري پای پیل کړ، د میوند جګړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمني تأمین کړه، د میوند جګړې افغانستان د ملوک الطوایفۍ څخه خلاص کړ، د میوند جګړې (د نرینه او ښځینه) افغانانو مېړانه او افغانیت ثابت کړ، د میوند جګړې د تاریخ د مخکنیو پاڼو په اړولو سره معاصر تاریخ پیل کړ، د میوند جګړې د آسیا ولسونه د برتانوي استعمار په وړاندې راویښ او د خپلواکۍ په مینه پوه کړل، د میوند جګړې غازی ایوب خان، جنرال تاج محمد خان، ملا یحیی اخند زاده ترین، میربچه خان کوهدامنی، او امیر محمد خان د ملی اتلانو په توګه ثبت او ثابت کړل. د میوند جګړې تجزیه طلبانو ته همیشنیً سبق ورکړ او په وروسته کی به هم د دغسی خاینانه اهدافو نامرده څېرې او عزایم د تورو خاورو میلمانه کړی انشاالله، او ځکه دې نو د دې تاریخی ویاړنۍ کالیزه د افغانستان د ملی یووالی د لاري پر لارویانو نېکمرغه اوتلپاته وي. والسلام

سرچینه
دا لیکنه له بېنوا ویبپاڼې رااخیستل شوې

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close