د مېږیانو په اړه څېړنه او پکې موندل شوی قراٰني اعجاز!

ژباړنه او راټولونه: م. حمد الله دانشمند

په مبارک اسماني کتاب (قراٰن مجید) کې یو سورت د “النمل” (میږیانو) په نامه یاد شوی. مېږیانو ته له دې امله “نمل” ویل کېږي چې حرکت او خوځښت یې زیات او ارام او قرار یې لږ دی. عجیب ژوند، عجیب خوځښت، عجیب نظم او عجیب بدني جوړښت لري!

اسلامپاله پوهان کاږي، چې کفار له پېړیو را هیسي په خپل ټول توان سره کوښښ کوي، چې د اسلام په سپېڅلې تنه تور داغ ومومي، هغوی غوښتل، چې په مبارک اسماني کتاب کې داسې څه تر لاسه کړي، چې د هغه اعجاز او حقوالی تر پوښتنې لاندې راولي.

د همدې ناوړه موخي له پاره، څو کاله وړاندې د کفارو په اصطلاح پوهان په دې موخه را غونډ شول، چې په قراٰن کریم کې یوه داسې خطا او تېروتنه ومومي، چې د هغه حقانیت له پوښتنې سره مخ کړي. که د داسې څه په موندلو برلاسي شي؛ نو دا به د هغوی د دې باطلې دعوې ملاتړ وکړي، چې ویل به یې: “اسلامي دین ښکلی او ریښتینی دین نه دی – العیاذ بالله”. قراٰن عظیم الشان یې پاڼې – پاڼې واړاوه تر څو و دې مبارک ایت ته ورسېدو:

{حَتَّىٰ إِذَا أَتَوْا عَلَىٰ وَادِ النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ} [النمل: ۱۸]

ژباړه: تر څو چې هغوی( سلیمان علیه السلام او دهغه لښکري) راغلو په “وادي النمل (د مېږیانو پر دره) یوه مېږي وویل: اې مېږیانو ننوځئ خپلو څمڅو او هستوګن ځایونو ته (چې) تاسو مات نه کړي سلیمان او د هغه لښکري په داسې حال کې چې هغوی به ناخبره وي.

و دې مبارک ایت ته په رسېدو، هغوی په دې خبره خوښي څرګنده کړه، چې ګواکې هغوی داسې څه وموندل، چې د اسلام په هکله کرکه او نفرت را پاره وي او د دوی د ناولې دعوې ملاتړ کوي، هغه دا، چې دلته د میږیانو په اړه قراٰن “لایحطمنکم” ویلي، په داسې حال کې، چې “حطم” (ماتوالی) په هینداره/ شیشه، یا هغې ته ورته څيز کې کارول کېږي؛ نو څنګه شونې ده، چې مېږیان دې مات کړل شي؟ ځکه د هغوی بنسټیزه ماده شیشه نه ده. هغوی یاده موندنه خورا یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼله، د افتخار په توګه به یې مسلمانانو ته برېښوله. تر ډېره بریده یو مسلمان هم په دې و نه توانید، چې هغوی ته ډاډمن ځواب ورکړي.

د دې څېړونکو کفارو په مینځ کې یو استرالیایي څېړونکی هم موجود و. هغه د یادو حشرو (مېږیانو) په اړه خپلې ژورې څېړنې ته دوام ورکړ، له اوږدې مودې نه وروسته دې نتیجې ته ورسېد، چې د مېږیانو په بنسټېزه موادو کې زیاته ونډه د شیشې ده! نو څرګنده شوه، چې د “لا یحطمنکم” د صیغې/ جملې (غونډلې) کارونه بې ځایه نه، بلکې د علمیت له پلوه پکې یو زرین راز نغښتی دی. یاد څېړونکي ته د قراٰن حقیت او اعجاز تر لمر ښه روښانه شو؛ سمدستې یې د مبارکې کلمې په ویلو د اسلام د سپېڅلي دین ښکلا تر لاسه او د کافرانو له کرِغېړنې کفري عقیدې نه یې د تل له پار کرکه څرګنده کړه.

د څېړونکو په باور د مېږیانو باندینی جوړښت له” silicon” (سلیکون) مادې نه – کوم چې د شیشې په جوړشت کې ترې کار اخیستل کېږي – پنځول شوی.

دا یو روڼ حقیقت دی، چې د قراٰن مجید د نزول پر مهال داسې لابراتوارونه او تخنیکي پر مخ تللې وسيلې نه وې، چې د هغوی پر مټ یې د مېږیانو اساسي پنځونه راڼه کړې وای؛ نو تر لمر سپینه شوه، چې دا قراٰني اعجاز دی کوم چې و مقابلې ته یې د بشري پوهي او فكري نوښت د توان لاسونه لنډ دي. په دې توګه د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) رسالت او د قران کریم حقانیت لا ښه وځلېد.

دا راز د هغوی له هستوګن ځایونو نه لوی الله جل جلاله – د مېږي له ژبې نه – په “مساکنکم” سره حکایت کړی، په داسې حال کې، چې “مساکن” د انسانانو کورونو ته ویل کېږي؛ خو د نننۍ په ټکنالوجي سمبالېنړۍ څېړونکو ښودلې، چې د مېږیانو کورونه د انسانانو د کورونو په څېر د غلو دانو د ذخیرې او د نورو اړتیاوو له پاره ځانګړې کوټې لري.

 نویو عصري څېړنو ښوولې، چې مېږیان له ۹۲ ملیونه کالو را هیسي د زمکې په کُره شتون لري. د څېړونکو په باور ۲۰ زره ډوله مېږیان تر اوسه پېژندل شوي. ترټولو زیات عمره مېږی د هغوی په باور، په امریکا کې په یوه څمڅه کې کشف شوی، چې د هغوی په خبره عمر یې ۹۲ ملیونه کاله ته رسي. یاد مېږي د “دیناصوراتُ” (ډیناسورونو) په زمانه کې ژوند کړی؛ خو د الهي حکمت غوښتنه ده، چې هغه ډیناسورونه چې وزن یې په لسهاوو زره کلو ګرامه ته رسيده، هغوی په ټولیزه توګه د دنیا له غولي ورک؛ خو مېږیان لا اوس هم د زمکې په کره و خپل ستړي او لالهانده ژوند ته دوام ورکوي او ورځ تر بلې وده او نما کوي.

مېږي ته الله پاک – د هغه تنې ته په کتو – ستر قوت ور کړی، چې د ځان په څېر ۲۰ کرته وزن وړلی شي. نو موندلی شو چې د انسان په پر تله زیات غښتلی دی، که څه هم مونږ ورته د کمزوري، بې وسه مخلوق په سترګو ګورو. هغوی منظم نظام لري، ملکې (پاچایانې) لري، چې له عادي مېږیانو نه په تنو غټې او د هګیو د اچولو وړتیا لري. خواري کښه حشرې دي، کله کله په خپل منځ کې سره په جنجال اوړي…

څېړنې ښیې، چې یو ډول مېږیان دي د خپل ژوند چارې پاس په یو ډول درختو کې پر مخ وړي. عجیبه لا دا چې یادې درختې داسې مواد او ژاوله پنځوي، چې د هغوی یواځنۍ غذا ده. خو دوی بیا و یادو درختو ته د هغه حشرو موخه نیسي، کومې چې درختو ته زیان اړوي. د هغوی په وینا زیات مېږیان د جاپان په بیدیاوو کې اوسېږي. لویې ښځینه مېږیانې یې “ملکة النار” نومول کېږي، چې ۶ کاله شاو خوا ژوند لري. نور مېږیان تقریبا د ۵۰ ورځو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي….

څېړنو ښودلې، چې مېږیان هغه غلې دانې په دوه برخو وېشي، کوم چې روغې پاتې شي او زرغونېږي. ځینې نورې بیا څلور برخې کوي؛ ځکه هغه که دوه ټوټې هم شي بیا هم د زرغونېدو وړتیا لري.

د نور پوره تفصیل له پاره دي عربي پاڼه “حقائق و معلومات مذهلة” وکتلی شي.

یو لړ اړینې پوښتنې:

پوښتنه: په ایت کې یاد شوې “وادي النمل” (د مېږیانو کنده/ دره) چېرته ده؟

ځواب: بېلا بېل روایات شتون لري: د ځینو مفسرینو په آند په شام، د ځینو په آند په طایف کې، چې د “وادی السدیر” په نامه هم یادېږي، ځیني نور په دې باور دی، چې په یمن کې ده.

پوښتنه: یاد مېږیان عادي مېږیان وو، که له دېنه غټ وو، ځینو مفسرینو د لیوانو تنو ته ورته بللي؟

ځواب: عادي مېږیان وو؛ ځکه دومره د غټو تنو مېږیان تر پښو نشي لاندې کېدلای او د دومره ستر والي په اړه یې کوم قوي سند هم نشته.

پوښتنه: سلیمان علیه السلام د هغه خبره له ۳ میله بعد نه څنګه واورېده؟

ځواب: باد د مېږي خبر هغه علیه السلام ته ورساوه.

پوښتنه: مېږی څه پوهېده، چې هغه سلیمان علیه السلام دی او د نبوت زرینه دنده په غاړه لري؟

ځواب: الله پاک مېږي ته په الهام سره وښوده، چې هغه، سلیمان علیه السلام او نبي دی.

پوښتنه: یاد مېږی نر و، که ښځه؟

ځواب: داسې دلیل نشته، چې د هغه نر والی یا ښځوالی ترې څرګند شي.

پوښتنه: زمخشري په تفسیر کشاف کې له امام ابو حنیفة – رحمه الله تعالی – نه په نقل سره کاږي، چې یاد مېږی ښځينه و؛ ځکه “قالت” (مونث فعل) په همدې دلالت کوي؟

ځواب: یاد حکایت موضوعي دی، حقیقت نه لري؛ ځکه “نملة” لکه “شاة، حمامة” په نر او ښځه یې په دواړو اطلاق شونی دی، د فعل تانیث، یواځې د فاعل د تانیث لفظي له امله دی.

پوښتنه: د هغه مېږي نوم څه و؟

ځواب: اړینه نه ده، چې مېږی دي د انسانانو په څېر نوم ولري، که مېږیان په خپلو کې اختصاصي نومونه لري؛ نو مونږ ته د هغوی نومونه له کومې سرچینې نه، نه دي په ډاګه شوي. کومو تفسیرونو چې هغه یې په بېلا بېلو نومونو یاد کړی، کوم سند نه لري.

پوښتنه: سلیمان علیه السلام مېږي ته څه وویل؟

ځواب: ورته یې وویل: اې مېږیه ولې دې مېږیان زما له ظلم نه وېرول؟ ته نه پوهېدې، چې زه نبي یم، عادل یم؟ ولي دي هغوی ته په خطاب کې کړه:  “لا یحطمنکم (چې هغه مو مات نه کړي)…؟!

– مېږی: ایا تا زما خبر وا نه ورېد: “وهم لایشعرون” دوی به ناخبره وي؟

پوښتنه: د یاد مېږي له وینا مونږ څه زده کولای شو؟

ځواب: د هغه په وینا کې یو ستر نصیحت نغښتی دی:

– ۱: د حادثې پر مهال یواځې د ځان په فکر کې مه کېږه، بلکې د بل ژوند هم وژغوره. یاد مېږي کولای شوای، چې یواځې خپل ژوند یې ژغورلای وای؛ خو له هغه سره د نورو د ژوند فکر هم مل و.

– ۲: د خپل توان سره سم باید له مرګ نه د ځان د ژغورلو هڅه وشي.

– ۳: په چا بد ګمان مکوه، بلکې په هر چا حسن ظن كوه؛ ځکه ياد مېږي و نورو مېږیانو ته په خطاب کې داسې وویل: “وهم لا یشعرون” یانې هغوی مو په قصدي توګه نه وژني.

مسئله: د مېږیانو وژل مکروه دي؛ خو په دې شرط چې پیل یې په زیان او ضرر رسولو نه وي کړی، د ضرر رسولو پر مهال یې وژنه روا ده؛ خو اور او اوبو ته له ور اچولو یې باید ډډه وشي. لاندې مصادرو ته مراجعه وکړئ!

“وَيكرهُ قتل النملة مَا لم تبدأ بالأذى” اهـ

[ تحفة الملوك، صفحة ٢٤٠]

“وتكلم المشايخ في النملة، قال الصدر الشهيد: والمختار للفتوى أنها إذا ابتدأت بالأذى فلا بأس بقتلها، وإن لم تبتدىء يكره قتلها … واتفقوا على أنه لا يجوز إلقاؤها في الماء … جاء في الحديث: «لا يعذب بالنار إلا ربها” اهـ

[المحيط البرهاني في الفقه النعماني: ٣٨١/٥، ط: دار الكتب العلمية – بيروت، الهندیة: ۵/ ۳۶۱، ط: دار الكتاب – والله تعالي اعلم]

یادونه: دا خبر په یوه کتاب کې نشته چې له مېږیانو سره جنیات (پېریان) سرو کار لري.

[المرجع: “تفسیر روح المعاني: ۱۰/ ۱۶۳، د عبد الدائم الکحیل علمي څېړنه عربي، حقائق و معلومات عربي پاڼه، نور الایمان عربي پاڼه].

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close