د م-م امنيت شورا د اسراییلو له لوري د غير قانوني  ودانيو پرضد پريکړه ليک تصويب کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۴) الماس خدرخیل

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له لوري د غیرقانوني یهودي میشت ځایونو د جوړولو پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړ.

د امنيت شورا د پنځلسو غړو هېوادونو څخه يې ۱۴ هېوادونو د تائيد رايه ورکړه خو امريکا خپله رايه ونه کاروله. تر دې مخکې امريکا دغه ډول پريکړه ليکونه ويټو کړي دي.

دغه پرېکړه ليک د مصر هېواد له لوري د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې شوی و، خو د امريکا د نوي منتخب ولسمشر ټرمپ په غوښتنه او د اسرائيلو د فشار له امله يې له وړاندې کولو څخه تېر شوی و.

له هغه وروسته د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو نیوزلنډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک بیا وړاندې کړ او په تصویب کې یې مهم رول درلود.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چي اسرائیل دې د بیت المقدس په ګډون په ټوله اشغال شوې سیمه کې د یهودي میشت ځایونو جوړول سم دستي او په بشپړه توګه ودروي.

ویل کېږي، چې په سيمه کې د يهودو ميشت ځايونه کوم قانوني بنسټ نه لري او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په مخ کې جدي خنډ دی.

 د امنیت شورا تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې، د عدالت نړیوالې محکمې او نړیوال سره سلیب هم دغه مېشت ځایونه غیرقانوني بللي دي.

فلسطين او ځينو عربي هېوادونو د دغه پرېکړه ليک هرکلی کړی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو دفتر ویلي، چې اسرائیل به د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک و نه مني.

د يادونې ده، چې د ۱۹۶۷ کال له عرب، اسراییل جګړې راوروسته اسراییلو د اردن په لوېدېځ او ختیځ یروشلم کې نژدې ۱۴۰ ښارګوټي ودان کړي، چې نژدې ۵۰۰ زره یهودان په کې مېشت دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close