د ناتو عمومي منشي: په افغانستان کې د خپلو ګټو تر خوندیتابه پاتې کیږو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۵)

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ چې په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی، نن مازدیګر یې له ولسمشر غني سره په خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
نوموړي له افغان ځواکونو سره د دوامداره مرستو، د ملي یووالي له حکومت نه په ملاتړ او د خپلو محاربوي عملیاتو د زیاتیدو ژمنې وکړې.

سټولټنبرګ افغان ځواکونه وستایل چې د وسلوالو ډلو په خلاف مبارزه کوي او هغوی یې د نړیوال امنیت د راوستلو قربانیان یاد کړل.
د ناټو مشر وویل، د افغان ځواکونو تلفات له دې کبله لوړ شوي، چې د عملیاتو رهبري یې پر غاړه اخیستې ده.

نومودي له ولسمشر غني سره په ګډه خبري ناسته کې په ډاګه کړه، چې زمونږ ملاتړ به له افغان ځواکونو سره روان وساتل شي، د افغانستان له هوایي ځواک سره به  مرستې روانې وي او دغه راز یې د ولسمشر له سوله ییزو هڅو هم ملاتړ وکړ.‎
د ناټو مشر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،“په افغانستان کې به تر نامعلومې مودې پاتې یو؛ هدف مو د خپلو هیوادونو امنیت دی.“
هغه زیاته کړه ،دلته له نړیوال تروریزم سره مقابله روانه ده، دلته به دیموکراسي پیاده کیږي او موږ به هڅه کوو چې دا هیواد  یوځل بیا د وسلوالو ډلو په امن ځای بدل نه شي.
ولسمشر غني هم د ناټو ځواکونو له منشي نه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د هغوی د ځواکونو قربانۍ وستایلې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close