د ناټو رهبران وايي، «له افغانستان څخه د سرتېرو د اېستلو کوم پلان نلري»

کابل ټکی کام فرید احمد
سره ددې چې په راتلونکې کې د امریکايي سرتېرو په پاتې کېدو باور نشته ده، د ناټو اکثرو مشرانو ویلي دي چې له افغانستان څخه د وتلو کوم پلان نلري.
هغوی وايي افغانستان اوس هم یو جنګځپلۍ هېواد ده او نشي کولای همداسې یې پرېږدي.
د ناټو د نظامي کمېټې رئيس پيټر پاول په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، د ناټو د متحدینو ترمینځ یو عمومي پوهاوی شتون لري، چې له امله یې دوی په افغانستان کې په یوه خوله پاتې کیدونکي دي.
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې تراوسه له افغانستان څخه د وتو لپاره زمینه نه مساعده شوې، نشي کولای افغانستان یوازې پرېږدي، او داسې یو تصمیم دې ونیول شي چې له افغانستان څخه په همدې شرائطو کې عسکر وباسي.
څو میاشتې وړاندې د امریکا جمهور رئیس اوباما یو پلان پکار اچولی و، چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېره له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته راښکته کړي، او په افغانستان کې د ناټو عسکرو په اړه پلان د اوباما د پلان تر عملي کېدو پورې وځنډيډ.
تېره چهارشنبه د ناټو یو مشر وویل چې اوس هم د واشنګټن د تصمیم عملي کېدو او نه عملي کيدو ته انتظار باسي، چې تر هغې وروسته به د ناټو د عسکرو په اړه فیصله کوي.
په افغانستان کې یو لوړپوړۍ چارواکۍ چې د نوم اخیستو اجازه یې نه راکوله وویل، ناټو د افغان دولت د ژوند لپاره د اکسیجن حیثیت لري، که چېرې ناټو او یا امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو افغان دولت به په یوه هفته کې د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
نوموړي ددې خبرې په ځواب کې چې له حزب اسلامي سره موافقه پدې راغلې چې خارجي قواوې به له افغانستان څخه ووځي، وویل، تاسو دا مسوده په سمه توګه نده لوستې، هېڅکله هم افغان دولت دې ته ندی اماده چې دا کار دې ترسره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close