د ناټو عمومي منشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د ناټو د عمومي ادارې سرمنشي جينز سټولټنبرګ په يوه نا اعلان کړي سفر کابل ته راغلی دی.

د ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د ناټو منشي لومړی له ولسمشر غني سره ګوري او له غرمې وروسته به يوه ګډ خبري کنفرانس ته وينا وکړي.

ويل کېږي، چې د ناټو منشي به دغه راز د ګډ حکومت دوهم مشر ډاکټر عبدالله، په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر، وزيرانو او کورنيو او بهرنيو نظامي چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړي.

د راپور له مخې، د ناټو له منشي سره په دې سفر کې د ناټو د پوځي کمېټې مشر مارشال سر سټروارټ پېچ او په اروپا کې د متحدو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کورتېس هم ملګری دی.

د ناټو د عمومي منشي افغانستان ته راتګ په داسې حال کې دی چې په وروستيو کې په پرلپسې توګه په بهرنيو ځواکونو داخلي بريدونه ترسره شول چې په ترڅ کې يې څو تنه بهرني عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close