د ناټو غونډه، پر جګړه تینګار او د ځواکونو د زیاتوالي ژمنې

ستولتنبرګ یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې اوږدمهالی حضور غواړي او په دې برخه کې به ټول مخالفتونه ختموي، د ده په وینا، د افغانستان امنیت د ناټو به شتون کې تأمنیدی شي او له دې کبله چې د خپلو هیوادونو امنیت یې ساتلی وي په افغانستان کې پاتې

 

راپورتاژ:فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)

تیره ورځ د د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو سرمشریزه پیل شوه، که څه هم سرمشریزه به نور نړیوال مهم مسایل څیړي ، خو د افغان جګړې موضوع د نن ورځ تر ټولو مهمه برخه تشکیلوي.
غړیو هیوادونو څه د پاسه دوه میلیارده ډالر ومنل چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به یې پر افغان پوځ لګوي، خو دا مرسته هغه مهال یوه طنزیه موضوع وګرځیده کله چې شمالي مقدونیا یواځې ۱۰۰۰ ډالر او سویس د ۱۸۶ زره ډالرو د مرستې اعلان وکړ .
غونډه کې بریتانیا، استرالیا او کاناډا په ګډون څو هیوادونو ژمنه وکړه چې افغانستان کې به خپل ځواکونه نور هم زیاتوي او د افغان ځواکونو روزل، د جګړو په لومړیو کرښو کې جګړه او همداراز ځینو آن د جګړه یزو تجربو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د سرتیرو لیږلو ته زړه ښه کړی.

په غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل؛
مونږ د ناټو ټول غړي هېوادونه په اړوند برخو کې دفاعي پانګونې ته بشپړ ژمن یو .

نوموړي یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې اوږدمهالی حضور غواړي او په دې برخه کې به ټول مخالفتونه ختموي، د ده په وینا، د افغانستان امنیت د ناټو به شتون کې تأمنیدی شي او له دې کبله چې د خپلو هیوادونو امنیت یې ساتلی وي په افغانستان کې پاتې کیږي.
ستولتنبرګ په افغانستان کې د دیموکراسۍ د ترویج، د انتخاباتو، بیان آزادي او د نظام جوړولو په ګډون د خپلو یو شمیر لاسته راوړنو یادونه وکړه.
هغه وویل، “ ژمنه مو تر ۲۰۲۰ کال پوره کیږي خو پریکړه کوو چې تر ۲۰۲۴کال پورې به افغان پوځ ته مرستې ورکوو.“

ټرمپ بیا په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې چې اوس هم غواړي به دې هیواد کې د خپلو ګټو د خوندیتابه د تضمین په خاطر د اوږدمهال لپاره پاتې شي.
نوموړی وویل، د غونډې په پای کې به له ولسمشر غني سره هم مخامخ لیدنه وکړي.
ټرمپ د ناټو غړیو هیوادونو ته ګواښ وکړ چې خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي، کنه نو امریکا به له دې تړونه ځان وباسي.
هغه وویل، ناټو ۷۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري ترڅو لا منظمه او تجهیز شي، چې خبره یې ، لا هم د دې سازمان ۹۰ سلنه لګښتونه امریکا ورکوي.
غونډې ته ډاکټر غنی هم خبرې وکړې د نړیوالو له مرستو د هغوی د ځواکونو له قربانیو یې مننه وکړه او له هغوی یې د تلپاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
غني له خبلو سولییزو هڅو، د جګړو په ډګر کې د طالبانو د ځپلو او انتخاباتو یادونه وکړه.
نوموړی وویل؛ زموږ ښځې د سفیرانو، قاضیانو، ښاروالانو او وزیرانو په توګه د خدمت کولو له لارې تاریخ نیسي، د کابینې 49٪ ښځې په نښه شوې او په قضایي بنسټونو کې به هم دا کچه پراخوي.

د شمالي اتلانتیک سازمان(ناټو) د ۲۹ غړیو هیوادونو مشران په دوه ورځنۍ غونډه راټول شوي څو د افغانستان په ګډون پر یوشمیر مهمو مسایلو بحث وکړي او ترڅنګ یې د دې سازمان مالي برخه هم قوي کړي.اوسمهال په افغانستان د ناټو په چوکاټ کې۴۱ هیوادونه جنګي حضوري لري چط مشري یې امریکا کوي.

غونډه کې د ګډ حکومت دواړه مشران (ډاکټر عبدالله او اشرف غني) ګډون کړی خو د اشرف غني هیڅ راز دیپلوماتیک هرکلی نه دی شوی او یواځې دخپل سفارت کارمندان هوایي ډګر ته ورغلي او د ناټو تر مقره یې رسولی.

ټاکل شوې ده چې د دې سرمشریزې وروستی پریکړه لیک څو شیبې وروسته اعلان شي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close