د ناټو غونډه: د اشرف غني تشریفاتي هرکلی نه دی شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)

په بروکسل کې د ناټو د غړیو هیوادونو سرمشریزه روانه ده او نن یې دوهمه ورځ ده، رسنیو ته تازه رسیدلي راپورونه وایي، چې بروکسل کې د ملي یووالي حکومت مشر ته د دیپلوماتیکو اصولو خلاف د کوربه هیواد هیڅ کوم چارواکي هرکلی نه دی کړی.
سرچینې وایي، د بلجیم هیواد چارواکو د هر هیواد مشر ته یو موټرځانګړی کړی و، چې له هوایي ډګر څخه یې تر خپل استوګنځای پورې رساوو، خو غني له دې امتیاز څخه محروم او د سفارت په یوه عادي موټر کې د ناټو تر مقره رسیدلی.

د یک خبري شبکې خبریال عبدالله خنجانی وایي، د ډاکټر غني هرکلي ته د بلجیم هیواد هیڅ کوم استازی هوایی ډګر ته نه و، ورغلی او یواځې یې د خپل سفارت کارمندانو هرکلی کړی.
نوموړی زیاتوي، ښایي د دې پیغام دا وي چې د ګډحکومت مشرانو په نړیوالو غونډو کې خپل ټول اهمیت له لاسه ورکړی  او یا هم د میلمنو د زیاتوالی له امله نوموړی له یاده ایستل شوی وي.
باید وویل شي چې د کوربه هیواد له خوا د میلمه چارواکو هرکلی د دیپلوماتیکي اصولو له مخې ترسره کیږي او دا ښوودل کیږي چې میلمه چارواکی کوربه هیواد ته څومره اهمیت لري.
د یادونې وړ ده چې یادې غونډې ته اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله هم په جلا الوتکه کې رسیدلی او د افغانستان په اړه د ناټو په غونډه کې له غني سره یوځای ګډون کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close