د ناټو په سرمشریزه کې د“ملي یووالي حکومت“دواړه مشران ګډون کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶)

د افغانستان په هکله د ناټو راتلونکې سرمشریزې ته چې اټکل کیږي د امریکا او اروپایي دولتونو ترمنځ به د ډیرو چنو او جنجالونو شاهده وي، د ملي یووالي د حکومت دواړه مشران وربلل شوي.
یاده غونډه چې د روانې( چنګاښ) میاشتې په ٢٠مه او ٢١مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره کېږي او دوهمه ورځ یې یواځې د افغانستان مسئلې ته ځانګړې شوې ، د ناټو ملکي استازي ضمیرمان تیره اونۍ اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله ته په یوه ځانګړې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې.

اجرایه ریاست وایي، د ناټو د استازي په رسمي بلنه په دې غونډه کې ګډون کوي.

بل پلو د ولسمشرغني ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته ویلي چې په دې ناسته کې ډاکټر غني هم ګډون کوي.
مرتضوي وایي؛ غني ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او له یوه قوي پلان سره به په کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان په روانه جګړه هر اړخیز بحث وشي او د سولې او ثبات په ګډون به له افغانستان سره د پوځي او لوژیستیکي مرستو خبره هم مطرح شي.
په دې غونډه کې د امریکایی ولسمشر په ګډون د د ٤١ هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.
ټرمپ ویلي، چې په دې ناسته کې به د اروپایي اتحاد مشرانو ته جوته کړي چې نور دې په افغانستان کې د روانې جګړې د لګښتونو د پوره کولو په خاطر امریکا ته سترګې نه نیسي او امریکا نه شي کولی د ناټو سازمان ټول لګښتونه پوره کړي.
پوځي څیړونکي وایي؛ افغان جګړه لویدیځو هیوادونو ته تر ټولو اوږده، خونړۍ او ګران بیه تمامه شوې له همدې کبله اروپایی دولتونه په دې جګړه کې اوږدمهالي حضورته لیوالتیا نه لري، خو په ورته وخت امریکا هڅه کوي چې د هغوی د هڅولو سربیره د سعودي په ګډون یو شمیر نور اسلامي هیوادونه هم وهڅوي تر څو په دې جګړه کې ونډه واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close