د “ناک“ روغــــتیایي ګټې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

ناک له هغو میوو څخه ده چې له پراخو ویټامینونو برخمن او په زیاته کچه د انسان صحت ته ګټـه رسـوي.

ناک د نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې کرل کېږي، خو د مڼې په پرتله بیا پراخ تولید نه لري او نړیوال تولید یې د مڼې یو پر څلورمه برخه دی.
د روغتیایی کارپوهانو له آنده؛ په ناک کې په زیاته کچه فایبر، پوتاشیم او نور ډیر مواد شتون لري چې د روغتیا له پاره خورا اړین مواد دي.
دغه راز د ( B6، B2،B1، A او C ) ویټامینونه هم له ځانه سره لري او تر څنګ یې کلسیم، فاسفورس، مګنیزیم، پوټاشیم او اوسپنه هم په کې شته.

روغتیاپوهان وایي؛ په ناک کې شته فایبر ټول هغه کولیسترول له منځه وړي چې د بدن روغتیا ته زیان رسوي او دغه راز یې که څوک هره ورځ خوري، نو د فلج د ناروغۍ ګواښ یې ۵۰ سلنه کمیږي
یوه څېړنه کې ښودل شوې چې هره ورځ ناک خوړل په ښځو کې د سینې د سرطان ګواښ ۳۴ سلنه کموي.

ناک د هاضمې لپاره بهترین درمل دي او تر څنګ یې په بدن کې د شته زهرياتو مخه نیسي.
څوکاله وړاندې د امریکا په لوزیاني سټيټ پوهنتون کې یوه څېړنه تر سره شوه چې ناک په کې د فایبر او ویټامین سي له امله د وزن د کمولو له پاره ډیره اړینه او مفیده میوه وبلله.

ناک

ناک د بدن حجرې سالمې ساتي، د هډوکو ساتنه کوي او دغه راز د زړه د ناروغیو مخه نیسي.
روغتیاپالان وایي؛ په ناک کې شته ګلوکوز د کمزورۍ په وخت سمدستي په کار پیل کوي، دا ګلوکوز بدن کې ډیر په چټکۍ سره خپریږي او اثر کوي
ناک د امیندوارو ښځو لپاره تر ټولو اړین دي ځکه چې په ناک کې د فولیک اسید په نامه مواد شتون لري، چې زنانه له معیوبیت نه ساتي.

همداراز ناک یخه میوه بلل شوې چې د تبې لپاره ښه نتیجه ورکوي.

په ناک کې شــــــــــــته مواد

۱ ـــ انرژي ــــ۵۵ کیلو کالوري
۲ ـــ اوبه؛ ۸۳ ګرامه
۳ ـــ کاربو هایډرېټ؛ ۱۲ ګرامه
۴ ـــ پروټین؛۰/۶ ګرامه
۵ ـــ فاسفورس؛ ۱۲ ملي ګرامه
۶ ـــ اوسپنه؛ ۰/۳ ملي ګرامه
۷ ـــ غوړ؛ ۰/۵ ګرامه
۸ ـــ پوټاشیم؛ ۱۳۰ ملي ګرامه
۹ ـــ کلسیم؛ ۱۰ ملي ګرامه
۱۰ ـــ مګنیزیوم؛ ۷ ملي ګرامه
۱۱ ـــ اې ویټامین؛ ۲۰ یونټه
۱۲ ـــ بي یو ویټامین؛ ۰/۲ ملي ګرامه
۱۳ ـــ بي دوه ویټامین؛ ۰/۴ ملي ګرامه
۱۴ ـــ بي درې ویټامین؛ ۰/۱ ملي ګرام
۱۵ ـــ سي ویټامین؛ ۰/۳ ملي ګرامه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close