د نبوت د مدرسې طالبان، د هغوی اخلاق او کړنې

عبدالصمد شاکر
کوم چا چې په دغه مدرسه کې تربیه ترلاسه کړي وه، په دې رنګ کې رنګ شوی وه، د هغه په ذهن او دماغ کې به تل د اخرت سوچ او فکر ګرځیدلو؛ بلکې دغه فکر د هغه له روح او زړه سره نښتی او په وینه کې ګډ شوی وو، د دې پایله دا وه چې داسې شخص به هېڅکله د اخرت له فکر څخه نه غافل کېدو او د اخرت په بدل کې به د هیڅ شي اخیستلو ته تیار نه وو.

د نبوت د مدرسې د دغه طالبانو او فاضلانو د هغه روح پیژندلو په پار چې د دوی په زړونو او دماغو باندې مسلط او په رګونو کې یې د وینې په څېر جاري وو یوازې د علي رضی الله عنه د صفاتو او کیفیاتو مطالعه کول بسنه کوي.

دا د هغه انساني بېلګې او فکري طرز یو ویاند انځور دي چې د نبوت په مدرسه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفقت په لمن او د رحمت په غېږه کې تربیه شوي دي.

ابو صالح رضی الله عنه روایت کوي چې معاویه ابن ابو سفیان له ضرار ابن ضمره څخه وغوښتل څو د علي کرم الله وجهه ځېنې حالات ورته بیان کړي، هغه ورته وویل: ایا ما له دې بیان څخه معاف کولای شې؟ هغوی وویل: نه! د هغه ځېنې حالات او صفتونه بیان کړئ! هغه بیا ورته وویل: ایا ما له دې بیان څخه معاف کولای شې؟ هغوی وویل: نه! له بیان څخه موږ تا نشو معاف کولائ! ضرار ابن ضمره رضی الله عنه وویل: ښه نو واورئ!
علي رضی الله عنه د ډېر پراخه هدف او ټینګ قوت څښتن وو، خبرې به یې غوڅې او پریکړې به یې په عدل سره کولې، هر لورې ته به یې علم د چینې په څېر بهیده، په هر طرف به یې د حکمت بیان جاري وو له دنیا او د دنیا له ښکلا څخه یې کرکه لرله، له شپې او د شپې له تیارې سره یې مینه لرله.
په الله قسم! هغه ډېر ژړیدونکی او ډېر فکر کوونکی انسان وو، لاس به یې واړولو او خپل ځانه ته به یې خطاب کولو، ډبل او زیږ لباس یې خوښ وو، له ډېرې عادي ډوډۍ سره یې مینه لرله، زموږ په منځ کې به داسې اوسیده له زموږ څخه چې یو وي، موږ به چې پوښتنه کوله؛ نو چټک ځواب به یې را کاوه، زموږ په راتللو سره به ده په سلام کې وړاندې والی کاوه او ولاړ به شو او موږ ته به یې ښه راغلاست ووایه.
که کوم وخت به موږ بلنه ورکړه چټک به را ته، موږ به له هغه سره د دومره نږدېوالي او ژورو اړیکو سره ـ سره بیا هم له ده سره د ده د رعب له امله سمې خبرې نشوای کولای، د هغه د عظمت له وجهې نه له ده څخه نشو مخکې کېدای.
چې مسکۍ به شو غاښونو به یې د ملغلرو د امیل په څېر ځلا کوله، د دیندارو خلکو به یې ډېر تعظیم کولو، له مسکینانو سره یې مینه لرله، قدرتمندو به له ده څخه د غلطې پریکړې تمه نه لرله، ناتوانه خلک به د ده د عدل او انصاف څخه نه مایوسه کیدل،.
زه الله جل جلاله شاهد ګرځوم چې ما په ځینو ځانګړیو حالاتو کې هغه داسې لیدلی دی چې شپې به خپله تیاره خورا کړي وه، ستوري به هم بدل شوي وو او دی به په محراب کې ولاړ وو، خپله ږیره به یې داسې نیولي وه او داسې به بې قراره وو لکه مار چې چیچلی وي، د یوه غم ځپلي انسان په څیر به یې ژړل او په همدې وخت کې ما داسې الفاظ ورڅخه واوریدل: اې د نیا ایا ته ځما لاره بندول غواړي، یا زما لپاره ځان ښایسته کول غواړې؟ ډیر افسوس ستا په حال دی، دا دوکه دې بل چاته ورکړه، ما خو ته په دریو طلاقو سره طلاقه کړي یې، له د رېو طلاقو وروسته ور بیرته ګرځیدل نشته، ستا عمر ډیر لنډ، ژوند د ډیر خوار او خطر د ډېر زیات دی.
آه! د سفر توښه څومره کمه ده، سفر څومره او ږد دی او لاره څومره وحشتناکه ده.

دا هغه ذهنیت دی چې د نبوت په مدرسه کې ورکړل شوی وو، د هغه اخلاق او کړنې وې چې د نبوت د مدرسې طالبانو خپلې کړي وي او د نورو مدرسو او روزنتونونو سره د لوړوالي سمبول وه، دا ذهنیت په نورو مدرسو کې نشي تر لاسه کیدای.
دا ذهنیت هغه سم اسلامي مزاج یا اسلامي روح دی چې یوازې د نبوت په مدرسه کې تر لاسه کیدای شي، کله چې قران کریم او نبوي سیرت ته په یوه چاپریال کې د خپلو کړنو د تر سره کولو او د یوه داسې نسل برابرولو فرصت ترلاسه شوی چې له بیروني تاثیراتو نه محفوظ وي، پالنه او روزنه یې یوازې په اسلام شوي وي؛ نو د دغه نسل خمیره، مزاج، ذهنیت او روح یوازي همدا وي چې له دنیا، د دنیا له ښکلا او تر اړتیاوړ له زیاتو شیانو څخه ژغوري، د بسنې او کفایت په اندازه باندې قناعت کوي، د اخرت فکر ورسره وي او له هغو شیانو سره مینه لري چې هلته ورته ګټور وي، مرګ ته ښه راغلاست وایي او د نبوت د مدرسې د طالبانو په څیر یې کله کله په ژبو دا جملې راځي چې بلال ابن رباح به ویله: غدا نلقي الاحبة محمدا و حزبه.
سبا له دوستانو سره لیدنه کیږي، له محمد او د هغه له ډلې سره.

پای

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close