د نبي علیه السلام د کارټونونو ګستاخانه سیالي لغوه شوه

کابل.کام – د وږي ۹مه، ۱۳۹۷:

هالنډي سیاستوال ګیرټ ویلډرز د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه د کارټونونو جوړېدونکې ګستاخانه سیالي لغوه اعلان کړه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې، د جمعې په شپه، اسلام ضد سیاستول ګیرټ ویلډرز په یوه اعلامیه کې وویل چې نوموړي د مرګ د ګواښونو او له دې امله چې د نورو خلکو ژوند له خطر سره مخ نه شي پرېکړه کړې چې د کارټونونو سیالي لغوه کړي.

ټاکل شوې وه چې د کارټونونو دا ګستاخانه سیالي به د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي. ویلډرز پتېیلې وه چې دا کارټونونه په خپل دفتر کې، چې سخت امنیت یې ساتل کېږي، نندارې ته وړاندې کړي. نوموړي ادعا کړې وه چې ”سلګونو“ کسانو خپل کارټونونه ورته وړاندې کړي دي.

د نوموړي دې ګستاخانه ارادې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو توند غبرګونونه راوپارول. ګڼو مسلمانو هېوادونو دا سیالي په کلکو ټکو وغندله. د افغانستان حکومت او طالبانو هم دا سیالي په کلکو ټکو وغندله او دا یې د ادیانو تقابل ته لار هوارونکې کړنه وبلله. د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزیر، عمران خان، وویل چې په دې اړه به ملګرو ملتونو کې خبرې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close