د نبي علیه السلام له امله، د حلیمې – رضی الله تعالی عنها – په کور کې برکت!

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

له “حلیمې”سعدیې – رضی الله عنها – نه روایت دی، وایې: د یو لس کسیز ښځینه پلاوي په ګډون مو و مکې مکرمې ته موخه کړه، غوښتل مو چې د رضاعت (تی ور کولو) په موخه ماشومان و مومو، تر څو یې د پالنې او روزنې په بدل کې څه تر لاسه کړو او د قحطۍ (وچکالۍ) موخه تر څه بریده پرې ډب کړو. د مکې مکرمې اړوند هستوګن زیاتره سرداران او تجاران وو، کله چې به یې ماشوم و زېږېد، د رضاعت په موخه به یې د بیدیا او غرنیو سیمو هستوګنو ته سپارل، تر څو یې ماشوم په بیدیا کې ستر شي؛ ځکه د صحرا تازه هوا د ماشوم په پالنه او روزنه ځانګړی اغېز لري، ماشوم یې د ښه صحت او عصبي قوت څښتن وي. دا راز ژبنۍ ښکلا (فصاحت او بلاغت) – کوم چې د عربو له لومړيتوبونو نه وه – هم په لرې پرتو سیمو کې تر لاسه کېده.

هغه مبارکه وایې: زه په یوه برګه مرکبه(خره) سوره وم، چې ډېره ډنګره او کمزورۍ ځپلې وه. له ما سره په سفر کې خپل مېړه (حارث)، یو تي خوره ماشوم، یوې زړې اوښې هم ګډون لاره. زما په الله پاک قسم! نه مو یو څاڅکی شودې ترې لوشلې، نه مو ټوله شپه سترګې په خوب پټې کړې، نه مو ماشوم یوه شیبه ارام کړی دی، ټوله شپه له لوږې کړېدو؛ ځکه نه زما په تیانو کې شودې وې، نه د اوښې په غولانځه کې؛ چې ماشوم مو له لوږې پرې ژغورلای وای، خو بیا مو هم مرال و نه بایلود، له یاد ترینګلي حالت نه مو د وتو امید لاره.

زما د سوارلۍ سست تګ او شاته پاتې کېدل – د ضعف او ډنګر والي له امله – د قافلې ملګرو ته د ژغملو نه و.

مکې مکرمې ته و رسیدو، زما په الله پاک قسم! چې “محمد” – صلی الله علیه وسلم – زما و ټولو د بهیر ملګرو ته د تي ورکولو په پار وړاندي شوی و؛ خو کله به چې ورته ویل شوي ول چې “یتیم” دی! یوې هم ورته ځان نه ټینګاوه، له ځان سره به مو ویل: مور به یې څه راته راکړي، موږ خو د ماشوم له پلاره خپل “اجرت” غواړو، مور یې دومره څه نه لري، چې پرې وه مو پالي. ځان راته بد ښکارېده، چې له مانه پرته ټولو سیالو مې د یاد هدف په موخه یو – یو ماشوم وموند. ما چې کله بل ماشوم و نه موند، او د بیرته تللو په لټه کې شوو، خپل مېړه(حارث) ته مي کړه: بده انګېرم، چې د ټولو سیالو له مینځه ځه یوه بې ماشومه ولاړه شم¡ زه ځم، هغه “یتیم” بې پلاره ماشوم له ځانه سره وړم. حارث(مېړه) ورته کړه: همداسي وکړه، شونې ده، چې الله پاک راته په دې یتیم ماشوم کې برکت واچوي، ورغلم، رامي ووړ، قسم په الله پاک! که بل مي موندلای وای د یتیم و پالنې او روزنې ته به مي زړه نه وه ښه کړی. کله مي چې راووړ، تي ته مي واچاوه، ویې رودل تر څو ښه موړ شو، رضعي ورور یې هم موړ شو، ملګری مي اوښې ته ورغلی، د هغې غولانځ هم له شیدو ډکه وه، را ویې لوشله، هغه هم ځان پرې اوبه کړ، ما هم ځان پرې اوبه کړ، شپه مو ډېره په خوښۍ او نیکمرغۍ صبا کړه، ملګري(مېړه) مي راته کړه – کله چې صبا شو – : اې حلیمې! په الله پاک مي دي قسم وي! چې ستا یوه مبارکه څېره په برخه شوي! نه ګورې څومره په خوښۍ او نیکمرغۍ بډایه شپه مو صبا کړه. نوموړی ماشوم چې را سره مل شوی، د برکت او الهي لو رینې درېڅه مو په وړاندې پرانستل شوې(!)

بیرته مو موخه د خپلو ښارونو په لوري شوه، دا ځل زما پاتې سوارلۍ له ټول بهیر نه واړاندې وه، یوه مرکب(خره) هم ور سره سیالي نشوای کولای. سیالو مې راته کړه:

“وَيْلَكِ يَا بِنْتَ أَبِي ذُؤَيْبٍ هَذِهِ أَتَانُكِ الَّتِي خَرَجْتِ عَلَيْهَا مَعَنَا؟ فَأَقُولُ نَعَمْ وَاللَّهِ إِنَّهَا لَهِي…”

ژباړه: اې هلاکه شې د “ابو ذؤیب” لوري! دا هاغه مرکبه (خره) ده، چې ته له موږ سره پرې راغلې؟ ما ورته کړه: هو، والله! په ریښتیا سره هغه ده، هغوی راته کړه: والله! یو ځانګړی شان او کیف مو د یاد ماشوم له امله تر لاسه کړل … ترڅو چې بیرته د “بني سعد” سیمي ته راغلو، د الله پاک په ټوله زمکه کې له هغېنه قحط ځپلې زمکه نه وه، خو زموږ څاروي به څرېدل، ماښام به چې راتله ماړه به وه، او غولانځې به یې له شیدو ډکې وي، خو زموږ د ګاونډیانو څارویو به څاڅکی شودې هم نه لرلې، د څارويو به یې نسونه لویدلي وو، و خپلو شپونکیانو ته به یې ویل: هلاک شئ! خپل څاروي د “ابوذؤیب” د کورنۍ له څاروو سره یو ځای څروئ، هغوی به همداسې وکړل، زما له څارویو سره به یې څرول؛ خو بیا هم به زما څاروي ماړه، د هغوی څاروي به وږي وو. لامل یې څه و؟ دا د یتیم پیغمبر له امله برکتونه وه، چې پرې را ورېده (!)

هغه مبارکه وایې: تر څو چې دا ځلانده لمر زمو نږ په کور کې و، مونږ ډېوه نه بلوله؛ بلکې د هغه مبارک له مخ نه، مو رڼا اخیسته.

“صلی الله علیه و اله و صحبه و سلم”.

المصادر والمراجع:

[1- البداية والنهاية

2- التاريخ الصغير

3- السيرة النبوية لابن هشام

4- السيرة النبوية لأبي حاتم

5-الرحيق المختوم

6- الكامل في التاريخ لا بن الأثير]

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close