د نبي علیه السلام مبارک ژوند ته لنډه کتنه

راټولونه اوژباړنه: حمد الله دانشمند

سرچینه: خلاصه له “البداية و النهاية، تاريخ ابن خلدون “. زموږ ستر لارښود (محمّد- صلی الله عليه و سلم-) د فيل په کال، د فيل له پېښې دوه (۲) مياشتي تقريبا وروسته د دوشنبې په ورځ د ربيع الاول (لومړۍ خور ) په (۱۲) نيټه ونړۍ ته مبارکې سترګې غړولې دي، په دې ميمونه (بابرکته) نېټه هغه مبارک مبعوث شوی او له مکې مکرمې (پلرني ټاټوبي) يې د الهي فرمان په مټ مدينې منورې ته هجرت هم پیل کړی دی. همدا راز په ياده نېټه له دې فاني نه د ابدي (تلپاتې) ژوندون په موخه د خپل حقيقي مالک په سپارښتنه د هغه جل جلاله و لور ته کوچېدلی.

 د عليه السلام مبارک پلار (عبدالله) د هغه علیه السلام تر نړۍ ته راتلو لږ وړاندې د سفر پر مهال د ور پېښي ناروغۍ له امله په مدينه منوره کي د (۲۵) کالو عمر په لرلو سره ومړ او په (دارالنابغه) کي خاورو ته وسپارل شو.

يتيم پيغمبر عليه السلام د رضاعت (تي رودلو) په موخه و “حلېمې”سعديې – رضي ا لله تعالی عنها- ته و سپارل شو، د رضاعت دوره يې هم دلته تکميل (پوره) شوه، تر څلورکلنۍ يې هغه مبارکه له فيوضاتو او برکاتو برخمنه وه، د دې ځلانده لمر له وړانګو یې رڼا اخیسته. يوه ورځ د هغې مبارکې کورته څيرمه (۲) ملکو د هغه مبارک د زړه عمليات بشپړ کړ؛ ځکه حليمې (رضي الله عنها) د هغه مبارک په ور سپارلو کې بيړه وکړه، ياده پېښه يې د جدي ګواښ په توګه و ارزوله … تر (۶) کالو مبارک عمر يې له خپلې مور (بي بي امنې) سره يو ځای تر سره کړ، نوموړې هم د يو سفر په ترڅ کي په (ابواء) سيمه کي، چې د مکې او مدينې تر مينځ ده، د اجل و قاصد ته لبّيک و وايه. نبي عليه السلام چې حقيقی مربی او پالونکی یې الله پاک و؛ خو ظاهرا يې د خونديتوب، پالنې او روزنې لارې چارې د خپل نيکه (عبد المطلب) په واک کې شوې. او په پوره همت، مېړانه او اخلاص يې د هغه مبارک (۲) کاله پالنه او روزنه وکړه، هغه عليه السلام مبارک د زرينو اخلاقو (خويونو) له امله د خپل نيکه په زړه کې ځانګړی ځای لاره، نوموړی نيکه یې هم د خپل ابدي کور و تل ته وکوچېد، او د وصيت پر مهال يې خپلو زامنو (ابوطالب، زبير) ته له نبي عليه السلام سره د حسن سلوک، ښې روزنې په اړه  ټينګا ر وکړ. ابو طالب د خپل پلار وصيت په صحي توګه عملاً تر سره کړ، تل به يې تر خپل نظارت لاندې ساته. يو ځل هغه عليه السلام له نوموړي اکا (ابو طالب) سره په (۱۳/ ۱۷) کلن دور کي د شام په لوري تشريف يو ووړ، دا چې د هغه مبارک پر تن د نبوت نښې نښانې له ورایه ځلېدې؛ ځکه يې د “بحېري راهب” توجه ځان ته جلب او د ده مبارك له امله يې د ور سره ملګرو ميلمستيا او درناوی وکړ! “راهب”، ابو طالب اړويست ترڅو يې د خونديتوب له پاره هلې ځلې زیاتې کړي او د هغه علیه السلام مبارک د حمایت له پاره اړين ګامونه واخلي او د دښمنانو په وړاندې يې ويښ و اوسي.

 پيغمبر عليه السلام  مبارک د شبابيت(ځواني) په لوري په داسي حال کي وده کوي چې په رښتينولۍ، زهد، امانتګرۍ، حلم، سخا، شجاعت او بېلا بېلو ښایسته اخلاقو او عاداتو د مکې مکرمې په لرو او نږدو سيمو کي و پيژندل شو، آن تر دې چې يوه ورځ یې له يو قريشي ملګري سره د يو واده په مراسمو کې ګډون وکړ، سمدستې پرې خوب راغی، د واده د ناوړه مراسمو، سرود او سرنا نه یې یو څه هم درک نشو کړای، د لمر د وړانګو له ګرميدو سره سم له خوبه را و خوځېد. د مکې مکرمې د بنا پر مهال د خپل اکا (عباس- رضي الله عنه) د غوښتنې پر اساس د لنګ د خلاصېدو سره سم بيهوښه شو؛ ځکه الله پاک نه غوښتل، چې هغه مبارک د جاهليت په ناوړه او ناروا دودنو او رسمونو کې ښکېل شي.

د هغه مبارک بر کات په خپله کورنۍ، ټبر او ټوله سیمه له ورايه پړکېده. زرین، حسین، ثمین او غوره اخلاقو یې نه یواځې نږدې سیمې، بلکې لرې پرتې سیمې هم اغېزمنې کړې وي؛ ځکه نو«خديجي» د «خويلد» لور (رضي الله عنها) چې ډيره پوهه، ځيرکه، پاکه، عفیفه اوشتمنه ښځه وه – هغه مبارک د تجارت له پاره غوره اوله خپل مريۍ(ميسره) سره يې د تجارت لپاره د شام په سفر ولېږل، د هغه مبارک له برکته يې تجار ت هم وده وکړه، شتمنۍ یې یو په دوه شوه.

 هغې مبارکې چې کله د نبي عليه السلام  ښه اخلاق، ظاهري او باطني  ښکلا”عيانا” و ليده؛ ويې غوښتل چي له هغه مبارک سره نکاح  وکړي په داسي حال کي چي دا (۲۵/ ۳۵) کلنه او پيغمبر عليه السلام (۲۵) کلن و، هم داسې يې وکړل. دا لومړنۍ بي بي ده چي دهغه مبارک په نکاح کي راځي، لومړی يې ايمان را وړی او له «ابراهيم» نه پرته نور واړه اولادونه و هغه مبارک ته هم له يادې بي بي نه بښل شوې.

د «حجر اسود» پر سره را ولاړه لانجه همده مبارک په خورا اسانه توګه هواره او د يو ستر ناورين موخه يې ډب کړه، دا مهال هغه علیه السلام مبارک (۳۵) کلن و.

د هغه علیه السلام مبارک په کراماتو، برکاتو او فیوضاتو کي ورځ تر بلې زيادت ليدل کېده، رښتيني خوبونه يې ليده، چې سمدستي به رښتيا کېده… آن تر دې چي هغه عليه السلام مبارک (۴۰) کلن شو د الله (جل جلاله) له لوري ورته د رسالت لوړ مقام ور کړل شو. (۳) کاله وروسته د الله پاک د سپېڅلي کلام (قران مجيد) نزول د امين سفير (جبرائيل) عليه السلام په مټ پيل شو(۱۳) کاله د بعثت يې په مکه مکرمه  کې تېر کړل، د يادي نېټې د تکميل سره سم د الهي حکمت او سپارښتنې له مخې و مدينې منورې ته مهاجر شو، لس (۱۰) کاله يې هم هغلته په خپلو مبارکو انوارو و لرو او نږدو سيمو ته ښکلا ور وبښله. د مبارک کتاب (قران کريم) له اتمام سره سم د (۶۳) کالو عمر په درلودلو سره يې هم په يا ده نېټه له خپل امته د ابدي ژوندون په لوري موخه ښه وکړه؛ امت یې د تل له پاره یتیم پرېښوود.

ياربنا صلّ وسلم عليه وعلی اله وازواجه واصحابه صلواة دائمة مقبولة.

المآخذ: (البداية والنهاية، تاريخ ابن خلدون)

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close