د نجونو مسمومول که په یوه مرمۍ دوه ښکاره

ډاکټر آصف

په افغانستان کې چې څومره شمیر نا اشنا پېښې رامینځته کېږي منشأ یې د کوم ځای نه ده؟ او د څه لپاره ترسره کیږي؟

او د چا په واسطه؟

نو مخکې له دې چې د دې پوښتنو ځواب ته راشو په پروني خواشینې کوونکې پیښې به یو لنډ نظر واچوو.

خواشینوونکی خبر دی چی د افغانستان په فراه ولایت کې د نجونو په یوه ښوونځي کې نږدې ۱۰۰ نجونې مسمومې کړاي شوي دي چې د ځېنو حالت نازک ښودل شوی دی.

دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستی ځل وي، تر هغې چې د بهرنیو غیر اسلامي هیوادونو استخباراتي کړۍ په دغه هیواد کې فعالې وي نو د بشر دوستۍ تر عنوان او نوم لاندې به په دغه هیواد کې د مسلمان وژنې پروژې په ډول ډول طریقو سره عملي کیږي.

د افغانستان یو شمیر ساده لوح خلک بیا د دغو غیر اسلامي هیوادونو پر تبلیغاتو ډېر زر غولېږي او که فکر وکړو زمونږ دا هیوادوال تر یوه حده ملامت هم نه دي ځکه چې نن سبا میډیا د همدغو استخباراتي کړیو په لاس کې ده چې هر ډول غواړي د خلکو ذهنیت همغې لور ته اړولی شي.

 په هیواد کې یې بې شمېره خپرونې پلان کړي دي بې شمېره ورځپاڼې، راډیو ګانې او تلویزیوني چینلونه یې د همدې موخو لپاره فعال کړي او هره میاشت په ملیونونو ډالر په همدې منظور پر دغو خپرونو مصرفوي، مونږ دغو ساده لوحو خلکو ته وایو دا چې تاسې د دغو کړیو په تبلیغاتو ډېر زر غولیږئ آیا په دی باندی مو هم لږ فکر او سوچ کړی دی چی دغه کړۍ دا دومره بې حسابه لګښتونهد څه لپاره کوي، معلومه خبره ده چې دا خاص د همدی هدف لپاره چې د خلکو ذهنیت د ځان پر خوا او مسلمانانو پر ضد جوړ کړی او خپل ځانونه ورته محبوب وګرځوي، مسلمانان باید دې ټکي ته ډیر هوښیار او بیدار وي او نور باید د فیل په غوږ کې له درانه خوب نه راپاخیږي ځکه چې دښمن یې کور ته دننه رارسیدلی دی.

دا ډول ناورینونه ولې صورت نیسي؟

 څوک یې کوي؟

او د څه لپاره یې کوي؟

که سطحي ولاړ نه شو او په هره پیښه باندی ښه فکر وکړو نو دا هیڅ امکان نه لري چی قضاوت وکړو چې طالبانو دی دا کار کړی وي ځکه چې طالبان د اسلام لپاره کار کوي، د هغوی منبع قرآن او حدیث دی، نا ممکنه ده چې دا کار دې د هغوی لخوا صورت نیولی وي، د دې خبری مصداق همدا کافي دی.

درنو هیوادوالو!

دې ته مو باید پام وي چی کله هم په افغانستان کی داسې نا اشنا کارونه ګورئ او یا ورنه خبر شئ نو پوه شئ چې دا هیڅکله د طالب کار نه دی بلکه دا خاص الخاص د کفري هیوادونو د استخاراتي ارګانونو وظیفه او فعالیت دی او همدوی یې اصل منشأ دي.

او ځکه یې ترسره کوي چی افغانستان في الحال یوې کنډوالی ته ورته هیواد دی او هر څوک چې هر څه وغواړي پکی یې ترسره کولای شي او پړه یی هم پر یوه او بل وارچولي شي.

او دا فجایع ځکه ترسره کوي چی غواړي په یوه ډز دوه مرغۍ وولي او له خپل جرم کولو نه دوه ګټی تر لاسه کړي یو دا چې د طالبانو نوم بد کړي او د عامو خلکو نفرت او کرکه د هغوی په مقابل کې راوپاروي او بل دا چې د افغانستان د مسلمانو خلکو نسل کُشي وکړي په تېره بیا د ښځینه طبقې چې په ښکاره د دې طبقې د حقوقو مدعیان هم دي. او دا ډول کارونه د دغو استخباراتي کړیو اصلی مشن هم دی چی د همدې لپاره راغلي دي او همدا یې هدف او مرام دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close