د نشه يي موادو سره مبارزې وزارت: محصلين په نشور روږدي شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې په افغانستان کې او په ځانګړي توګه په محصلينو کې د اعتیاد کچه زياته شوې ده.

د دغه وزارت د نشه يي موادو سره د غوښتنې راکمولو رئيس ناصر شريفي وايي، د نشې ګولۍ په اسانه پيدا کيږي او د پوهنتون ډيری محصلين په دغه ګوليو روږدي شوي زياتوي چې دغه ځوانان د امتحانونو په شپو کې د يادو ګوليو استعمال ځکه ډير کوي چې وايي دغه ګولۍ يې خوب تختوي او مطالعې لپاره تر ډيره کيناستلی شي.

شريفي زياتوي، محصلين د ټابلېټ کا ګولۍ خوري په کافي اندازه نشه يي مواد پکې شتون لري او نورو نشه يي موادو په ډول زيانونه لري.

هغه وايي، د يادو ګوليو استعمال په ځوانانو په ځانګړي ډول په محصلينو کې زيات شوی او اندېښنه يې څرګنده کړه که مخه يې ونه نيول شي د ډيری ځوانانو ژوند به له خطر سره مخ شي.

که څه هم د لوړو زده کړو وزارت نه مني چې په پوهنتونونو کې دې د نشه يي موادو وکارول شي په وينا يې چې داسې اصول او قوانين وضع شوي چې د نشه يي موادو د استعمال مخه يې نيولې ده.

خو په عين حال کې د کابل پوهنتون محصلين تاييدوي چې ډير شمير ځوانانو د ټابلېټ کا او ټرېماډول ګوليو استعمال ته مخه کړې په وينا يې يادې ګوليو د پوهنتون په داخل کې هم په اسانه پيدا کيږي او ځوانان يې په فخر سره استعمالوي.

افغانستان ته د امريکا په راتګ سره د نشه يي توکو استعمال، کښت، د هيرويينو او تارياکو قاچاق او جوړول تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي چې له کبله يې زرګونه هېوادوال په ښارونو کې په نشه يي موادو روږدي شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close