د نفوسو د احوالو د ثبت اداره: داسې کسان شته چې په يو ځان لس پېژندپاڼې هم لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) د افغانستان د نفوسو د   احوالو د ثبت ادارې ويلي، په هېواد کې د کاغدي پېژندپاڼو لرونکيو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.

د يادې ادارې وياند روح الله احمدزی وايي، په هېواد کې شل ميليونه وګړو کاغذي تذکيرې اخيستي زياتوي چې په دې ډله کې داسې کسان هم شتون لري چې په يوه ځان يې لس تذکيرې هم اخيستې وي.

د احمدزي په خبره، ډیری داسې کسان شته چې په کابل کې يې پېژندپاڼه ترلاسه کړي وي خو ولايت ته په ګرځېدلو يې بيا اخيستي دي.

د نفوسو د ثبت احوال مسئولین په داسې حال کې دا خبره کوي چې تېره ورځ په رسمي ډول د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د رايې اچونې لپاره د نوم ليکنې بهير پيل شو چې د کاغذي پېژندپاڼې له مخې به دغه نوم ليکنه ترسره کېږي.

په عين حال کې د ولسي جرګې غړی محی الدين مهدي وايي، د یوه کس له لوري د لسو پېژندپاڼو اخيستل په ټاکنو کې جدي ستونزې جوړولای شي ځکه په خبره يې هغه څوک چې لس پېژندپاڼې لري لس واره هم د رايې اخيستلو کارت ترلاسه کولی او لس واره رايه ورکولی شي.

د انتخاباتو د کمېسيون غړې وسيمه بادغيسي هم دغه ستونزه تاييدوي په وينا يې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې دا مسله د انتخاباتو د ترسره کوونکو له مسئولينو سره نه ده شريکه کړې او د څو پېژندپاڼو لرونکو کسانو ستونزه بايد حل شي.

تر دې مخکې له ځينې ولايتونو څخه داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د څو ولايتونو نږدې څلوېښت سلنه وګړي د پېژندپاڼو له لرلو محرومه دي.

د شنونکو او سياستوالو په وينا، د افغانستان شاوخوا پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او په پاتې پنځوس سلنه خاوره کې ښايي په ځينو سيمو کې د امنيتي ستونزو، د پېژندپاڼو د نه لرلو  له کبله خلک خپلې رايې ونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو راتلونکي انتخابات يو ځل بيا نمايشي او تېر ايستونکي بللي او په يوې اعلاميې کې يې ويلي چې (اقتدارته به هغه څوک رسول کیږي چي وار له مخه سپیني ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي).

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close