د ننګرهار امنیت به آخر چا ته سپارل کېږي؟

 خاموش

په ننګرهار کې له  درې کلونو راهيسې هدفي وژنې دوام لري او هم په لیرو پرتو سيمو کې د ولسي وګړو ژوند تر بل هر وخت تريخ شوی دى.

 يواځې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې نه، بلکې په زياته برخه کې عام ولس ته ژوند کول ستونزمن شوي دي. خو  د ننګرهار چارواکو د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله، تښتونو،  چور چپاول، او کورونو لوټونې غوږونه کاڼه کړي وو.

په دې وروستيو کې د ننګرهار والي هم تبديل کړل شو، خو امنيتي وضع تر پخوا زياته ترخه شو.

له  چارواکو سره یې بل هيڅ تدبير پاتې نه شو پرته له دې چې د جلال آباد  د ښار امن له پوليسو واخلي او پوځ (ملي اردو) ته یې وسپاري.

 که له پوليس په اخیستنې او ملي اردو ته په سپارلو امن راتلاى شواى، نو بيا دې ولس-عذابو اربکيانو ته څه اړتيا ده چې په هره کوڅه کې لر او بر کېږي؟

که په پوليسو امن نه راځي او ملي اردو امن ساتلاى شي، بيا په پوستو کې ورته څه اړتيا ده؟ د بهرنيو هوايي پوځونو په بمباريو یې څه له وژني؟ پوليس هم افغانان دي، او هغه تنکي ځوانان دي چې ډېرو کمو یې د څو مياشتو معاشونه اخیستي او نور په نورو لارو روان شوي دي.

اوس پوښته دا ده: که له جلال اباده پوليس وایستل شي او د امنیت مسؤلیت ملي اردو ته وسپارل شي، پوليسو ته به بيا کومه دنده سپارل کېږي؟ که بل ځای ته ولېږل شي، هلته هم همدا پوليس دي؛ له هغه ځايه به یې بيا بل کوم ځای ته لېږي؟

موږ منو چې د جلال آباد ښار په دې وروستيو کې د خونړيو پېښو شاهد دى، خو که ملي اردو هم د جلال آباد امن ونه ساتلاى شي، بيا به د کورنيو- دفاع وزارتونو او د ننګرهار چارواکي امن چا ته سپاري؟ کورنيو چارو او دفاع وزارت سره خو نور څوک نه شته بې له دې چې بهرنيانو ته یې وسپاري. او بهرنيان هيڅ وخت ځان د ننګرهار د ولس لپاره نه وژني، بلکې د ننګرهار ولس د ځان لپاره وژني.

له پوليسو خو پوره نه شوه، ملي اردوته واک سپارل کېږي، او که له ملي اردو هم  پوره نه شوه، نو بيا دا شوه چې ”ګرانه وطنه جینکۍ به دې ساتينه!“ د ننګرهار چارواکو، کورنيو او دفاع وزارت ته بيا بله لار نه ده پاتې.

په ننګرهار کې چې چا امن خراب کړی ملي اردو یې هم نه شي ساتلای. آخر به د ننګرهار ولس له چارواکو وغواړي چې پوليسو او ملي اردو د ننګرهار امن ونه ساتلاى شو، بهرنيان خو یې نور هم پسې خرابوي، د ننګرهار امن دې طالبانوته  وسپارل شي. بې له طالبانو د ننګرهار امن بل څوک نه شي ساتلاى. هغه سيمې چې له طالبانو سره دي هلته دې وګوري چې څنګه امن دى.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close