د ننګرهار اولس د اسلامي امارت د قربانیو په انتظار

د ننګرهار غیور، متدین، مجاهد او سر ښندونکي اولس د کمونستي نظام پر خلاف د نورو هیوادوالو او سرښندونکو مجاهدینو په څیر د کمونستي نظام نسکوریدا پورې خپل سپیڅلي جهاد ته ادامه ورکړه ؛ د کمونستي نظام د نسکوریدا وروسته په یو شمیر ولایاتو کې د کابل له ښاره خپلسرو او اقتدار جګړو لمنې وغزولې خو د ننګرهار غیرتي اولس په خپل منځي جګړو پدې برخه وانه خسته چې نه ئې د اقتدار لپاره خپل ولایت تباه کاوه او نه ئي په خپلو کی اختلافات ؤ؛ ټولو د وروڼو په څیر ژوند کاوه سره لدې چې په ننګرهار کې د بهرنه په بیلو بیلو ګوندونو ویشلو شوو مشرانو په جګړو د اقتدار تررسیدا غوښتنې وکړې خو د ننګرهار امن غوښتنونکي اولس د خپل تیر تاریخ په نظر کې نیولو سره په خپل منځي جګړو کې برخه وانه خیسته .

د اسلامی امارت په کامیابیدو سره هېواد له تجزئي وژغورل شو ، خپل منځي اقتدار غوښتونکي جګړې پای ته ورسیدې د ظلم او زور کاسه نسکوره شوه، لله الحمد د ننګرهار اولس د خپل ولایت امن وساته اوس چې د امریکايې یرغلګرو د عملیاتو ، بمباریو ، نیونو ، وژنو ، او کړاولولو را خلاص ندي؛ د یوې بلې وحشي جګړې سره مخ دي.

د اسلامی امارت مجاهدینو د ننګرهار په ټولو اولسوالیو کې د امریکائی اشغالګرو او د هغوی په لاس د جوړی شوې ادارې دعسکرو سره ئې جګړه او مقابله کړیده خو اولسي وکړو د طالبانو لخوا هیڅ ډول شکایت ندی کړی د څه مودې را پدیخوا چې دداعش په نامه ډلې د ننګرهار قومي مشران ووژل په کورنوکې ئې بې عزتي وکړه ، د وړو ماشومانو سرونه ئې غوڅ کړل، د کورنی د غړو په وړاندې ئې د هغوی پلار ، ورور ، ځوی وواژه ، هغوی ته ئې بې موجبه ګواښونه ورکړل، چې په هیڅ ډول ئې د ننګرهار غیرتي او په ناموس سر ښندوکونکی افغان نشي منلی.

داپه ننګرهار کې د جګړې د پاسه جګړه ده ؛ د یوې خوا د امریکا د وحشي لښکرو بمبارې او خپل سری شپنی عملیات دوام لري او دبلې خوا نه د نه زغملو ګواښونو سره مخ دي.

د هغه چا چې وس کیږي یو ځل بیائې نورو سیمو ته کډې وکړي او له سره ئې دنا امیدي ژوند پیل کړل.

اسلامی امارت په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې پکې ویل شویدي چی د ننګرهار اولس دسیاسي او فکري ستونزو سره مخ دی خو مونږ ددې اعلامې د یادونې څخه دننګرهار د اولس یو شمیر نورو ستونزو یادونه هم کوو چې د ننګرهار اولس ددې ټولو ستونزو څخه دژغورنې لپاره د اسلامي امارت د مجاهدینو قربانیو ته انتظار باسي.

د ننګرهار اولس د ننګرهار چارواکو ته هم وار وار شکایتونه وکړل خو بې فایدې.

د ننګرهارد خلکو په مرګونو صرفه ونګړل شوه دداعش ډلې ورته د تعلیم د سرمال او یا ناموس دومره ستونزې را ولاړې کړې چې د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبور شول.

داچین ، نازیان، چپرهار ، هسکې مېنې ، بټې کوټ او کوټ اولسوالیو څخه خلک نورو سیمو ته لاړل چې د هغوی له کورونو څخه دداعش ډلې نظامي مرکزونه جوړ کړي دي.

داسلامي امارت په اعلامیه کې د 9 اولسوالۍ داولسوالانو ، مرستیالانو او دلګي مشرانو د تابعیت او وفادارې هوډ څرګند شوی دی چې داسلامي امارت په چوکاټ کې به دپخوا په څیر جهاد ته ادامه ورکوی.

داسلامی امارت د خبر پاڼې له مخې په تیرو 24 ساعتونو کی دفاریاب ، کندز ، کندهار ، فراه ، هلمند ، غزنی ، بغلان ، او نورو سیمو کې د فتحو راپورونه ورکړل شویدي.

د ننګرهار اولس د اهیله او انتظار لري چې په ننګرهار کې د مونږ د بې  عزتیو او د خود سرو ډلو ټپلو څخه وژغورې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close