د ننګرهار نه ۷۵ روغتیایی کارکوونکي د روزنې لپاره پاکستان ته ځي.ګلاب منګل

(کابل ټکی کام،۱۳۹۵،مرغومی ۲۳) عزیر اسدخیل

د ننګرهار والی محمد ګلاب منګل ویلي دی چی د ننګرهار د پښتورګو د ملي روغتون ۷۵ روغتیایی کارکوونکي به پاکستان ته واستوي چې د هغه هیواد لخوا ورته روزنه ورکړای شي.

نوموړي زیاته کړه د پاکستان هېواد له لورې د پښتورګو روغتون د ودانۍ جوړېدو ترڅنګ د طبي وسایلو مرسته هم را رسیدلې او ټاکل شوې ډیر ژر به د ژمنې له مخې طبي وسایل هم یاد روغتون ته را ولیږدول شي .

هغه وویل،د یاد روغتون د تشکیل په موخه یې مالي ستونزه هم حل کړې، د برېښنا سهولتونه یې برابر کړي او هیله یې څرګنده کړه،چې د طبي وسایلو د مرستې ترڅنګ د یادو روغتیایي کارکوونکو د روزنې وروسته په ننګرهار کې د پښتورګو ملي روغتون د ناروغانو پرمخ پرانستل شي.

روغتیایي کارکوونکي به د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځ د روزنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي.

د عامې روغتیا رئیس ډاډ ورکړ،چې د راتلونکو درې میاشتو په موده کې به د پښتورګو روغتون فعاله کړي .

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني د ننګرهار ولایت مقام، عامې روغتیا او پاکستان قونسلګرۍ څخه مننه وکړه،چې په یاده برخه کې مرسته وکړه او هیله یې څرګنده کړه،چې په راتلوونکي کې به دغه ولایت کې د نورو ناروغیو ځانګړي روغتونونه هم فعاله شي .

په ننګرهار کې د پاکستان هېواد سرپرست قونسل وسیم خان ډاډ ورکړ،یادو روغتیايي کارکوونکو ته په پاکستان کې بشپړ سهولتونه برابر کړي او د روزنې په موخه به ورته د غوره چاپیریال زمینه مساعده کړي .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close