د نواز شریف ورور د فساد په تور ونیول شو

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

د پاکستان د ملي احتساب ادارې (نېب) د پنجاب پخوانی وزیر اعلی او د مسلم لېګ (نواز) ګوند مشر شهباز شریف د فساد د دوسیې پر سر نیولی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د ملي احتساب ادارې (نېب) نن د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف په لاهور کې خپل دفتر ته ورغوښتی و، چې هلته تر ورتللو وروسته یې ونیو. ټاکل شوې چې نوموړی به سبا (شنبه) محکمې ته وړاندې شي.

شهباز شریف اوس مهال په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر هم دی.

د ایکسپریس نیوز په خبره، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې د شهباز شریف نیول کېدل ”ښه او پر ځای ګام دی او نور کسان به هم ونیول شي.“

بل خوا، د شهباز شریف د بندي کېدو له خبر اورېدو سره سم، د مسلم لېګ (ن) ګوند غړي د پاکستان د ملي احتساب ادارې دفتر مخې ته راټول شوي، چې د کومې ناوړه پیښې د رامنځته کېدو د مخنیوي کولو لپاره د پولیسو زیات نفر سیمې ته لېږل شوي دي.

پر شهباز شریف تور دی چې د آشیانه کور جوړونې په پروژه کې یې ۱۴ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اختلاس کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close