د نورالانوار رحمة للعالمين مبارک ميلاد

 سرليکنه

د عربو پر ځمکه د جهل او ناپوهۍ توره تياره خوره وه، هرې قبيلې له بلې قبلې ځان بهتر او لوړ باله، ښځه که هر څو انسانه وه خو د انسانيت په سترګه  ورته  نه کتل کيدل، د عربو پر خاوره د مبارک اسلام دمخه د کرکې او نفرت فضا خوره وه، چې په  ٥٧١ ميلادي خواوشا د حجاز په مبارکه خاوره د مکې مکرمې په ښار کې يوه مشهوره قبيله د بني اسماعيل په نامه ياديده، چې وروسته دا قبله د قريش قبيلې ته راو رسيده پدې قبيله کې د بني هاشم خاندان مشهور قبايلي مشر او سردار عبدالمطلب د ځوی عبدالله په کور کې دربيع الاول په  دولسمه د دوشنبې په سهار د الله تعالى نور وځليده ، چې نوم یې محمد صلى الله عليه وسلم و.

مبارک محمد صلى الله عليه وسلم چې د دوشنبې په سهار د دنيا پرمخ سترګې وغړولې خپل نيکه عبدالمطلب په غيږ کې واخیست، کعبې ته یې يووړ او اعلان یې وکړ، چې زما په کور کې يوه بختوره هستي پيداشوه.

عبدالمطلب هم په خپل اعلان کې وويل، چې نوم یې محمد (ص) کيښودل شو، چې د قرآن کريم په مبارکو ايتونو کې د ختم نبوت علامې ٢٥ځلې يادې شوي دي.

د مکې ښار ته ځکه مکه مکرمه يامکه معظمه ويل کيږي، چې  د دواړو جهانونو سردار حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پکې سترګې غړولي دي.

همدا رنګه د عربو خاوره ځکه بختوره، مبارکه او له تبرکاتو ډکه ده، چې حضورصلى الله عليه وسلم پرې مبارک قدمونه ايښي دي.

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ژوند په لومړيو کې د هغه مبارک صفات ليدل کيدل، ځکه خو ورته د نبوت د مخه هم صادق الامين ويل شوي وو او د نبوت وروسته یې لقب سرورکائنات او خاتم الانبيا ياد کړل شو.

د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د ژوند هره لحظه  د مسلمانانو لپاره يو تاريخ دى، بايد  ټول مسلمانان د حضور (ص) ژوند د خپل ژوند د نيکمرغۍ لپار ه سبق ورګرځوي او د مبارک په ژوند او لارښوونو عمل وکړي.

د مکې مکرمې په شمال غربي برخه حرا غار کې پرې په لومړي ځل وحې راغله چې لومړۍ وينا ورته د حضرت جبرائيل (ع)  لخوا د (اقراء) وشوه.

د نړۍ  د مسلمانانو نيکمرغي دا شوه، چې د مبارک اسلام او نبوت په پيل کې د عربو پر ځمکه يو روښانه سباوون راغى چې هرې خواته د نبوت په پيغام سره د انسانانو ژوند ته د انسانيت جامه ور واغوندل شوه.

هره خوا رڼاشوه، د جهل او ناپوهيو تيارې نور د عربو له خاورې کډه وکړه او نفرتونو نور د عربو له خاورې خپل څا در ټول کړ، ځکه چې په نبوت سره د انسانانو ژوند نيکمرغه شو.

د اسلام مبارک دين په ټوله نړې کې د هرې ستونزې څخه د خلاصون دين دی. هره ورځ ، مياشت او کال یې د انسانيت د فلاح او ګټو څخه ډک دى. هغه چاچې د اسلام په مبارک دين او د حضورصلى الله عليه وسلم په لارښوونو عمل کړى هغه په دواړو جهانونو کې برياليتوب ترلاسه کړی دى.

د اسلام په مبارک دين کې د جمعې ورځ  تر نور ورځو د عباداتو لپاره بهتره وي؛ خو د دوشنبې ورځ ځکه بهتره ګرځول شوې چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  د دوشنبې په ورځ د دنيا پرمخ سترګې غړولي، د دو شنبې په ورځ یې مدېنې منورې ته هجرت کړی ا ود دوشنبې په ورځ یې له دې فاني دنيا رحلت کړی دى.

د سورة صف په شپږم آيت کې د مبارک نوم احمد ياد شوی دى، خپله حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په صحيح بخاري او مسلم شريف کې د حضرت جابر ابن مطعم په روايت فرمايلي دي:

په تحقيق سره زما ګڼ نومونه دي (زه محمد يم – زه احمد يم)په مبارکو نومونو کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ـ رسول الله (ٌص) زيات مشهور وو، د شهادت په کلمه کې هم محمد رسول الله راغلى دى.

د سرور کاينات پاک نوم چې محمد زيات ياد کړل شوى او مشهور دى هغه په دې معنى، چې زيات ستايل شوی دى او غير مسلمو هم دا منلې ده، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ټوله نړۍ کې زيات ستايل شوی دى.

د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک ميلاد يواځې د مسلمانانو لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د رحمت زيری وګرځيد، ځکه خو ورته رحمة للعلمين ويل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close