د نوي امریکايي ولسمشر ټرمپ په اړه ځانګړی معلوماتي راپور

کابل ټکی کام ۲۱لړم/۱۳۹۵، راپورتاژ: احمدالله مهاجر

د لړم په ۱۹مه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ وګټلې او خپلې سیالې هیلري کلېنټن ته یې ماتې ورکړه.

د نوموړي په اړه د کابل ټکي کام همکار ځانګړی معلوماتي او هر اړخیز راپور چمتو کړی دی، چې دا دی ستاسو مخته یې ږدو!

ټرمپ څوک دی؟

ټرمپ د ۱۹۴۶ میلادي کال د جون په ۱۴مه نېټه زېږېدلی دی.

ډونلډ ټرمپ د نیویارک د ملکیتونو د یوه شتمن سوداګر، فرېډ ټرمپ څلورم اولاد دی.

ټرمپ دا مهال ۷۰ کاله عمر لري.

نوموړی ۱۳ کلن وو، چې پوځي اکاډمۍ ته واستول شو.

له هغې وروسته نوموړی د پنسلوانیا د پوهنتون په وارټن کې په زدکړه پیل وکړ.

د ډونلډ ټرمپ پلار په ۱۹۹۹ میلادي کال کې مړ شوی دی.

د ټرمپ په اړه معلومات ښيي، چې نوموړي درې ځله واده کړی دی، چې لومړۍ مېرمن یې (ایوانا زیلنیکووا) وه، چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډله وه.

ټرمپ څومره شتمني لري؟

ډونلډ ټرمپ د امریکا له سترو شتمنو سوداګرو څخه دی، چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت شتمني لري.

فوربس نومې مجلې د ټرمپ د شتمنۍ په اړه په خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ټرمپ ۳.۵ میلیارد ډالره شتمني لري، خو یو شمېر نورو رسنیو بیا ویلي دي، چې ۴.۵ میلیارد ډالره شتمني لري.

د ټرمپ پلار هم یو شتمن سوداګر وو، چې له هغه وروسته ټرمپ د هغه ځای ناستی شو.

د ټرمپ کورنۍ:

ټرمپ درې ځله واده کړی دی، له لومړۍ مېرمنې (ایوانا) څخه درې اولادونه لري:

ډونلډ جونیور،  ایوانکا (۳۴کلنه) او اریک (۳۲کلن).

له مارلا ميپلز څخه یوه لور (۲۲ کلنه تیفاني) او له اوسنۍ ملانیا څخه یو زوی (بارون) چې ۱۰ کلن دی، لري.

ټرمپ ۸ لمسیان هم لري.

د ټرمپ یوه لور (ایوانکا) چې ۳۴ کاله عمر لري، د ده له نورو اولادونو څخه ډېر شهرت لري.

ایوانکا په لومړیو کې ماډله وه، خو دا مهال د ټرمپ بنسټ کې د پېر او پلور او د کاري پراختیا د مرستیالې اجرائیوي مشري په غاړه لري.

نوموړې د دغې دندې تر څنګ د ټرمپ ټلویزیوني پروګرام کې هم کار کاوه، چې په خپل نوم یې بازار ته یو شمېر بوټان هم راباسلي وو.

ایوانکا د نیویارک آبزرور ورځپاڼې له چلوونکي (جارد کوشنر) سره واده کړی دی.

هغه له واده وړاندې یهودۍ شوې ده.

ایوانکا درې بچیان لري.

اریک د ټرمپ درېیم زوی دی، چې ۳۲ کاله عمر لري.

نوموړی هم د ټرمپ بنسټ کې کار کوي او همدا راز په ویرجینیا ایالت کې د خپل پلار د شراب جوړونې د یوې کار خونې مشري هم په غاړه لري.

ټرمپ د افغانستان په هکله د پخوانیو امریکايي ولسمشرانو څخه بدله نظریه لري:

پخوانیو امریکايي ولسمشرانو (بوش او اوباما) د افغانستان د روانې جګړې په اړه د تداوم او د امریکايي ځواکونو د لا زیاتې مودې لپاره هلته د پاتې کېدلو نظریه درلوده، تر څو افغان مظلوم ولس سوکاله، ارام او د خپلې خوښې نظام ته پرېنږدي.

مګر اوسنی ولسمشر ټرمپ بیا د دوی څخه بدله نظریه لري، هغه نورو هېوادونو ته د خپلو ځواکونو د لېږدولو سخت مخالف دی.

نوموړي له یوه نړیوال ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، که ولسمشر شو، خپل ټول ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.

بیا ترې خبریال پوښتنه کوي، «بیا خو به طالبان راشي.»

ټرمپ: «افغانستان ته د طالبانو بیا راتګ یقیني دی، ځکه هغوی یې په ګاونډي هېواد پاکستان کې مېشت دی.»

خبریال: ایا تاسو به بیا پر پاکستان حمله وکړئ؟

ټرمپ: نه، نورو هېوادونو ته د خپلو ځواکونو د لېږد پلوي نه یم.

همدا راز په خواله رسنیو کې د ټرمپ یوه ویډیو  چلیږي، چې د ولسمشرۍ څخه یې وړاندې د افغانستان په اړه څرګندونې کړي دي.

«مونږ باید خپل هېواد ته توجه وکړو، افغانستان باید پرېږدو، په افغانستان کې ډېرې خطرناکې او بوږنوونکې پېښې روانې دي، افغانستان زمونږ لپاره یو ستر ناورین دی، په افغانستان کې زمونږ زرګونه پوځيان له منځه ولاړل، په افغانستان کې په بیلیونونو ډالر مو مصرف کړل، حال دا چې مونږ قرضداره یو، باید په افغانستان کې د تجهیزاتو، پیسو او پوځیانو د مصرف پر ځای باید مونږ خپله سرمایه په خپل هېواد کې مصرف کړو».

ایا رښتیا هم ټرمپ یوه ستره کم عقله او اسلام دښمنه څهره ده؟

د ټرمپ په اړه د ځینو امریکایي چارواکو څرګندونې نوموړی یو ستر کم عقل او دیکتاتور ثابتوي، او د ده په اړه وايي چې دی یو  سیاسي ولسمشر نه دی.

امریکايي چارواکو د ده کړنې او غیر سیاسي څرګندونې هم په کلکو ټکو غندلي دي.

ټرمپ له انتخاباتو څخه مخکې د یوه غیر سیاسي او د یوه بانډچي په څېر څرګندونې کولې.

نوموړي به هر وخت د ولسمشر کېدو په صورت کې پر مسلمانانو باندې د سختۍ ژمنه کوله.

نوموړی له هغو مسلمانانو هم کرکه کوي، چې د دوی په څنګ کې ولاړ دي او تش په نوم ځان ته د مسلمان نسبت کوي.

ټرمپ وړاندې ویلي وو، که ولسمشر شو، له امریکا څخه به ټول مسلمانان وباسي او د بیا راتګ لاره به پرې بنده کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې د اوباما او نورو چارواکو له خوا سخته وغندل شوې، د نورو هېوادونو ولسمشرانو هم پرې سخت غبرګون وښوده.

خو دا مهال چې ولسمشرۍ ته کامیاب شو، له خپل فیسبوک او ټویټر څخه یې هغه پوسټونه لرې کړل، چې د مسلمانانو پر خلاف یې کړي وو، نو ښایي د مسلمانانو په اړه د نوموړي په نظر کې تغیر راغلی وي؟

ټرمپ همدا راز د ټولټاکنو پر مهال ویلي وو، که ولسمشر شو، بیت المقدس به د اسرائیلو د پلازمینې په توګه وپېژني.

د ده سره د جمهوري غوښتونکي ګوند ګڼ غړي، امریکایان او چارواکي مخالفت لري، د نوموړي د ولسمشر کېدو له کبله په امریکا کې ګڼې مظاهرې وشوې او د ده ولسمشر کېدل یې وغندل.

د بي بي سي فارسي په یوه راپور کې راغلي دي، چې د ټرمپ ۲۲ کلنې لور (تیفاني) په خپلو مشهورو ویناوو کې ویلي دي، چې په خپل ژوند کې یې ډېر خوند د خپل پلار سره د جنسي اړیکو څخه اخیستی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close