د نوي اييتلاف د موجوديت اعلان، دوستم او رباني ته د غني ګوتڅنډنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)

نن په کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم په ګډون ګڼو سياسي مشرانو د (افغانستان ژغورنې ايتلاف ) په نوم په رسمي ډول د نوي حرکت د موجوديت اعلان وکړ.

دغه اييتلاف د جنرال دوستم، عطانور، محمد محقق او يو شمير نورو سياسي مشرانو تر منځ شوی دی.

ياد اييتلاف کې د وحدت، جمعيت او جنبش ګوندونو ترڅنګ د ځينو نورو لويو او وړو سياسي ګوندونو مشران هم شامل دي لکه د ملي جبهې رئیس انوارالحق احدي، د ملي محور رئیس رحمت الله نبیل، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت یو شمیر پخواني چارواکي یونس قانوني، احمد ضیا مسعود، اسمعیل خان، زلمی رسول د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د دغه جرګې غړی ظاهر قدیر او د جرګې او مشرانو جرګې یو شمیر استازو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې پر مهال د جمعيت ګوند اجرايوي مشر او د بلخ پخواني والي پر حکومت نيوکې وکړې او د افغانستان اوسنی حکومت يې کمزوری، تفرقه اچوونکی، له خلکو سره توپيري چلند کوونکی وباله او د هېواد په اوسني وضعيت اندېښنه وښوده.

نور د دغه اییتلاف د رامنځته کېدو لامل په هېواد کې جګړې، بې وزلي، قومي تفرقې، د قدرت انحصار او د حکومت کمزوری مديريت وښود زياته يې کړه چې حکومت نسکورېدو ته نږدې شوی او د ګډ حکومت مشران يې د ګوندونو مشرانو سره کار کولو ته راوبلل.

د دغه اييتلاف غړو وويل، په راتلونکې کې به د ياد اييتلاف تګلارې روښانه کړي.

په عين حال کې ويل کېږي، چې ولسمشر غني د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او دوستم د اييتلاف په غونډه کې له شاملېدو منع کړي و.

ارګ ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، وړمه ورځ غني، دوستم ته په لېږلي پيغام کې ويلي و که یاده غونډه کې له ګډونه تير شي نو د قيصاري مسله به يې اسانه او د هغه سره به ژر وګوري.

همدارنګه صلاح الدين رباني ته يې هم ورته ګوتڅنډنه کړې چې که د اييتلاف په غونډه کې ګډون وکړي نو پرته له ځنډه به د بهرنيو چارو له وزارت ګوښه کړل شي.

تر اوسه د يادو ګوتڅنډنو او د دغه اييتلاف د رامنځته کېدو په اړه په رسمي ډول ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ويلي.

خو د شنونکو په باور، ياد اييتلافونه د سياسي مشرانو د خپلو ګټو په موخه رامنځته کېږي چې د ګټو د ترلاسه کولو وروسته ډير ژر له منځه تللای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close