د نړۍ پای (۱۹مه برخه) -د ميګو څرونکو خلکو لخوا د لوړو بلډنګونو جوړول-

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۲۱- لوڅوالی، د لوڅوالي په حالت کې د ميګو څرونکو  خلکو لخوا د لوړو بلډنګونو جوړول

د قيامت هغه نښانې د کومو په باره کې چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی او هغه ظاهرې شوې هم دي، د هغوی له جملې څخه يوه دا هم ده چې داسې خلک کومو چې د لوڅ بدن په حالت ميګې څرولې د لوړو عمارتونو (بلډنګونو) په جوړولو او د کورونو د ښايست او آرايش په کار کې به له يو بل څخه د مخته  تلو په کوشش کې وي او پر هغوی باندې به د فخر اظهار کوي.

دا له هغه وخت څخه دی کله چې مسلمانانو په مختلفو هيوادونو کې فتحه ترلاسه کړه، مال او دولت زيات شو او خلک د دنيا په جمع کولو کې له يوه بل څخه د مخته تلو په مقابله کې شول.

له حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روايت دی کله چې جبرئيل امين د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې حاضر شو او له نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  څخه يې د اسلام، ايمان، احسان او بيا د قيامت په هکله پوښتنه وکړه، نو نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  هغه ته د قيامت د نښانو په باره کې په خبر ورکولو سره وفرمايل : )أن تلد الأمة ربتها وأن ترى الحفاة العراة العالة رعاء الشاء يتطاولون في البنيان(

 ژباړه : دا چې مينځه به خپل مالک وزيږوي او چې ته ووينې لوڅ، لوڅ بدن او لوږې وهلي د ميګو څرونکي (چې داسې به دولتمند شي) چې د لوړو عمارتونو ( بلډنګونو) په جوړولو کې به له يوه بل سره مقابله کوي ([1] ).

کله چې ته لوڅ، وګي او لوږې وهلي خلک سردار جوړيدل ووينې نو ته پوه شه چې دا د قيامت له اثارو او نښانو څخه دي، له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وشوه : يا رسول الله ! دا لوڅ، وګي او د ميګو څرونکي خلک کوم خلک دي؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : عرب ([2] ).

په دې کې شک نشته چې د کور جوړونه، د عمارت جوړونه او تر بلډنګ رسونه کوم حرام کار نه دی، خصوصا کله چې په هغه کې د تجارت فوايد وي او د فخر، غرور او تکبر لپاره هم نه وي.

د عمارتونو تطاول ( لوړوالی) په دوه رنګه کيدلای شي، يو دا چې هغه تر څو منزلونو پورې لوړ کړی شي او دويم دا چې هغه ډير ښايسته، مضبوط، منقش او لوی کړی شي او په هغه کې لوی لوی مجالس کيدلای شي او مربوطه نور عمارات پکې جوړ کړل شي.

دا ټول په موجوده زمانه کې د امر واقع په څير موجود دي، کله چې دولت زيات شو او په خلکو باندې د دنيا دروازې راخلاصې شوې ([3] ).

مقصودي خبره دا ده چې د ميګو څرونکي به سحراء پريږدي او د لوړو عمارتونو په جوړولو کې به مبالغه او مقابله بازي کوي، د کورونو، دوکانونو او د پلازو د دغو ټولو تعمير به د فخر، غرور او تکبر لپاره وي، هر څوک به دا غواړي چې د ده بلډنګ د نورو له بلډنګونو څخه لوړ وي، په اوسني وخت کې په عربو او غير عربو کې په تعميرونو مبالغه عام رواج دی، نه يواځې په افرادو کې بلکه حکومتونه هم پکې شامل دي، حکومتونه هم د لوړو عمارتونو، بلډنګونو او د پلازو په جوړولو کې له فخر او غرور سره سره له يوه بل څخه د مخته تلو په کوشش کې دي.

[1]  – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۸.

[2]  – مسند احمد : ۱/ ۳۱۹، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۳/ ۳۳۲، حديث : ۱۳۴۵.

[3]  – وګورئ ! اتحاف الجماعة بما جاء فی الفتن والملاحم واشراط الساعة للشيخ التويجري : ۲/ ۱۶۲.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close