د نړۍ پای (۳۰مه برخه )  زنا، وريښم، شراب او د موسيقي آلات حلال ګڼل

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

داسې حرام شيان د کومو له حرمت څخه چې هيڅ يو مسلمان نا خبره نه دی، لکه زنا، د شرابو څښل، د موسيقي بېهوده آلات او د نرانو لپاره د وريښمو استعمال، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې زما په امت کې به يوه ډله په آخره زمانه کې دا حرام شيان حلال ګڼي او دا يې د قرب قيامت په نښانو کې شمار کړي.

د دې حرامو شيانو د حلاليدو دوه ممکن صورتونه دي.

(۱) د دې شيانو په باره کې داسې عقيده لرل چې دا حلال دي نه حرام.

(۲) په خلکو کې به د دغو شيانو استعمال دومره په کثرت سره وي چې هيڅوک به يې په ژبه يا په زړه سره بد نه بولي، خلک به يې بې دريغه استعمالوي او د هغوی د حرمت احساس به هم نه کوي.

له حضرت ابو عامر يا ابو مالک اشعري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ يَأْتِيهِمْ يَعْنِي الْفَقِيرَ لِحَاجَةٍ فَيَقُولُونَ ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا فَيُبَيِّتُهُمْ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ([1]).

ژباړه :

زما په امت کې به يو شمير خلک داسې هم وي کوم به چې زنا، وريښم، د شرابو څښل او د موسيقي آلات حلال ګڼي : او يو شمير خلک به خپلې بزې له ځان سره روانې کړي او د کوم غره په لمن کې به اوسيږي، په دې وخت کې به يو حاجتمند (يعنې فقير) به ورته راشي او څه به ترينه وغواړي، دی به ورته ووايي : صبا ورځ راشه، مګر په شپه کې به د الله تعالی عذاب هغه ونيسي، غر به له پاسه پرې راشي او يو څه به هلاک شي او څومره چې پاته شي هغه به تر قيامته پورې د بېزو او خنزير په شکل شي.

دا وخت په ډيرو اسلامي هيوادونو کې خلک په زنا او د شرابو په معامله کې د تساهل ښکار دي، زنا او عصمت پروشي ته يې قانوني تحفظ ورکړی، حيا ناکو ښځو ته يې با قاعده په سرکاري سطحه اجازت نامې ورکړې دي.

په شراب خانو کې د شرابو خريد او پروخت ښکاره کيږي، په ډيرو عربي او اسلامي هيوادونو کې د شرابو مارکيټونه شته دي او هم پرې دوی اعتراف کوي.

حضرت ابو مالک اشعري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : زما په امت کې به داسې خلک وي چې شراب به څښي او همدغه شراب به په بل نامه ياده وي، د هغوی په وړانډې به د سندرو ويونکې ښځې د موسيقي له آلاتو سره به ګډيږي، الله تعالی به دوی په زمکه کې خسف کړي او له ځينو څخه به بېزوګان او خنزيران جوړ شي ([2]).

په نن زمانه کې تر ټولو لويه ګناه په کومه کې چې د خلکو لوی اکثريت را ګير دی، هغه د موسيقي الاتو بې دريغه استعمال او د سندرو آوريدل دي، د موسيقي او د سندرو آوريدل د زړه مرض پيدا کوي، د الله تعالی له ذکر څخه خلک غافل کوي او د قرآن مجيد د نه آوريدو او له هغه څخه د فايدې نه اخيستو په ليار کې تر ټولو لويه ذريعه ده، الله تعالی فرمايي:

 وَ مِنَ النَّاسِ مَنۡ یَّشۡتَرِیۡ لَہۡوَ الۡحَدِیۡثِ لِیُضِلَّ عَنۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ بِغَیۡرِ عِلۡمٍ ٭ۖ وَّ یَتَّخِذَہَا ہُزُوًا ؕ اُولٰٓئِکَ لَہُمۡ عَذَابٌ  مُّہِیۡنٌ ﴿۶﴾  ([3]).

ژباړه :

            او (ځينې) له خلکو څخه هغه څوک دي چې پيرې (اخلي) عبث خبرې (اړه وونکې له حق څخه) دپاره د دې چې وښويوي (خلک) له ليارې د الله نه يې له علمه (په عاقبت د فعل خپل) او چې ونيسي دا لاره (يا آياتونه) په ټوکو مسخرو، دغه (کسان) شته دوی ته عذاب سپکونکی.

د علم خاوندانو د (لهوالحديث) په تفسير کې ويلي چې له دې څخه سندرې او د موسيقي آلات مراد دي.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د سندرو آوريدل له زنا او شرابو سره يو ځای ذکر کړل، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايي : زما په امت کې به يو شمير داسې خلک هم وي کوم به چې زنا، وريښم، شراب او موسيقي جائز ګڼي.

په موجوده زمانه کې د موسيقي رنځ دومره عام شوی چې د آوريدو لپاره يې ځانګړي ټي وي چينلونه جوړ کړی شوي، د کومو کار چې يواځې د رنګ په رنګ سندرو وړاندې کول دي، د ځينو نورو چينلونو کار يواځې دا دی چې ۲۴ ساعته ميوزک او د فحاشي پروګرامونه وړاندې کوي، په هغوی کې د خبرونو او د قرآن کريم د تلاوت لپاره معمولي وقفه هم نه وي، دا صورت حال د قيامت له نښانو څخه دی او د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د پيشنګويي د صداقت دليل دی، هر مسلمان ته له دې څخه د ځان ساتل واجب دي.

حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  فرمايي : سندره په زړه کې داسې نفاق پيدا کوي لکه څرنګه چې په اوبو سره فصل را ټوکيږي.

[1] – صحيح البخاری، الاشربة، حديث : ۵۵۹۰.

[2] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۲۰، باسناد صحيحه ابن القيم.

[3]  – لقمن، آية : ۶.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close