د نړۍ پای (۷۰مه برخه) – ياجوج ماجوج څوک دي؟ –

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن فضلي

ياجوج ماجوج څوک دي؟

ياجوج ماجوج د طالوت او جالوت په څير يو عجمي نوم دی، دا د آدم  علیه السلام له اولادې څخه دي او له بشري نوع سره تعلق لري، حافظ ابن حجر   رحمه الله دې خبرې ته ترجيح ورکړې چې هغوی د يافث بن نوح له اولادې څخه دوه قبيلې دي ([1]).

د حضرت عمران بن حصين  رضی الله عنه  له حديث څخه هم د دې تاييد کيږي، هغه روايت کړی چې:

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  يو ځل په سفر کې وو چې د صحابه ؤ او د ده په مينځ کې يو څه فاصله پيدا شوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  دا دوه آياتونه په اوچت آواز سره تلاوت کړل:

یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اتَّقُوۡا رَبَّکُمۡ ۚ اِنَّ  زَلۡزَلَۃَ  السَّاعَۃِ  شَیۡءٌ  عَظِیۡمٌ ﴿۱﴾ یَوۡمَ تَرَوۡنَہَا تَذۡہَلُ کُلُّ مُرۡضِعَۃٍ عَمَّاۤ اَرۡضَعَتۡ وَ تَضَعُ کُلُّ ذَاتِ حَمۡلٍ حَمۡلَہَا وَ تَرَی النَّاسَ سُکٰرٰی وَ مَا ہُمۡ  بِسُکٰرٰی وَ لٰکِنَّ عَذَابَ اللّٰہِ شَدِیۡدٌ ﴿۲﴾ ([2]).

ژباړه :

            اې خلکو ځان وساتئ (ووريږئ) تاسې له عذاب د رب خپل؛ بيشکه زلزله د قيامت يو شی دی ډير لوی ؛ په هغه ورځ چې ووينی تاسې هغه چې غافله به شي هره تی ورکونکې (د دې ورځې له هيبت څخه) له هغه وړوکي چې تی ورکوي هغه ته او وبه غورځوي هره ميرمن حامله (اميد واره) حمل (بچی) خپل او وبه وينې ته خلق بې سده (له هيبت نه) حال دا چې نه به وي په واقع سره دوی بې سده وليکن عذاب د الله دی ډير سخت (نو د قيامت ورځې له ويرې به بې سده وي).

صحابه کرامو رضی الله عنهم چې آواز واوريد نو خپلو سپرليو ته يې حرکت ورکړ او پوه شول چې د الله رسول   صلی الله علیه وسلم  هلته دی له کوم ځای څخه چې دا آواز راغی، کله چې هغوی له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  څخه را جمع شول نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: اې خلکو ! تاسو پوهيږی چې هغه ورځ به څنګه وي؟ په دغه ورځ به ادم  علیه السلام ته آواز وشي او د هغه رب به هغه ته ووايي: اې آدم ! يوه ډله د اور لوري ته روانه کړه، هغه به پوښتنه وکړي : اې زما رب  جل جلاله  ! جهنم ته رسيدونکې ډله کومه ده؟ الله تعالی به وفرمايي : په هرو زرو کې نه سوه نه نوي (۹۹۹) به جهنم ته ځي او يو به جنت ته ځي، حضرت عمران  رضی الله عنه  فرمايي: چې د ويرې او حيرانتيا له امله د صحابه کرامو ژبې ګونګې شوې او له هغوی څخه خندا ورکه شوه، کله چې نبي  علیه السلام د هغوی دا پريشاني وليده نو وې فرمايل : عمل کوی او خوشحاله اوسی، په هغه ذات مې دې قسم وي د کوم په لاس کې چې د محمد   صلی الله علیه وسلم  روح دی، تاسو خلک له دوو داسې مخلوق سره يې چې کله هم هغوی د کوم شي په مقابله کې شي نو په کثرت سره به په هغوی غالب راځي، يو ياجوج ماجوج او بل د بنوآدم او بنو ابليس لخوا هلاک شوي، عمران  رضی الله عنه  وايي: په دې سره د صحابه کرامو پريشاني او ويره ليرې شوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : عمل کوی او خوشحاله اوسی، په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد   صلی الله علیه وسلم  روح دی، تاسو د خلکو په مينځ کې داسې ياست لکه د اوښ په مخ کې توره نښه (نشان) يا د کوم ځناور په بازو کې يوه وړه دائره ([3]).

د هغوی جسماني کيفيت

حضرت خالد بن عبد الله بن حرمله له خپل خاله څخه روايت کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  يو ځل په داسې حال کې خطبه ورکوله او نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خپل سر مبارک په ټوټه تړلی وو، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :

انکم تقولون، لا عدو، وانکم لن تزالوا تقاتلون عدوا حتی ياتیَ ياجوج وماجوج عراض الوجوه، صغار العيون، صهب الشعاف، من کل حدی ينسلون، کان وجوههم المجان المطرفة ([4]).

ژباړه : تاسو وايی چې هيڅ دښمن نشته، حالانکه تاسو به هميشه جنګيږی تر دې چې ياجوج ماجوج راشي، د پراخو ټنډو والا، د وړو وړو سترګو واله او سوروالي ته مايل د تورو ويښتانو واله، هغوی به له هر لوړ ځای څخه په منډه منډه راځي، مخونه د هغوی به داسې وي لکه ګرد ډالونه.

(سهب الشعاف) يعنې د هغوی د ويښتانو رنګ به تور وي په کومو کې به چې سوروالی هم وي.

(کان وجوههم المجان المطرفة) (المجن) ډال ته ويل کيږي، د هغوی د څيرو تشبيه يې له ډال سره له دې وجهې ورکړه ځکه چې هغه به پراخ او ګرد وي او (المطرفة) له دې امله ورته ويل کيږي چې هغه به له غوښې ډک وي (من حدب ينسلون) يعنې له هر لوړ ځای څخه به هغه په تيزي سره راووزي او په زمکه کې به خپاره (تيت) شي.

هغوی ديوال څنګه سوری کوي؟

دا خبره مخکې تيره شوه چې ياجوج ماجوج دوه قبيلې دي، هغوی په زمکه کې په انواعو او اقسامو سره فسادونه او فتنې برپا کول چې ذوالقرنين د هغوی د بندولو لپاره ديوال جوړ کړ، دا ديوال د دوی او د عامو خلکو په مينځ کې حائل دی، د هغوی د زندګي او ژوند کولو يوه ځانګړې طريقه ده، ياجوج ماجوج تل د دغه ديوال د ړنګولو په کوښښ کې مشغول دي او په هغه کې د سوري کولو کوشش جاري ساتي.

حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د دغه غار په باره کې فرمايلي:

ياجوج ماجوج هره ورځ هغه سوری کوي، کله چې په هغه کې سوري کولو ته نږدې شي نو د هغوی سردار (مشر) ووايي: راځئ : صبا به د دې په ماتولو کې کامياب شو، کله چې هغوی بيا راشي نو الله تعالی هغه له پخوا څخه هم ډير مضبوط کړی وي، مګر کله چې د هغوی موده پوره شي او الله تعالی د خلکو لور ته د هغوی د راليږلو اراده وکړي نو په دغه ورځ به د هغوی سردار ووايي: راځئ : انشاء الله تاسو به صبا ورځ په دې کې سوری وکړی ([5]) د هغوی سردار به له همدې ويلو سره انشاء الله هم ووايي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي : دوی به په دې ورځ هم بيرته راشي:

صبا ورځ چې کله دوی راشي نو ديوال به د پخوا په څير وي ([6]) نو هغوی به ديوال مات کړي او را وبه ووځي او په خلکو باندې به حملې شروع کړي، هغوی به د خلکو ټولې اوبه وڅښي، خلک به هغوی ويني او تښتي به، هغوی به خپل غيشی د آسمان لور ته وار کړي او د هغوی غيشی به په وينو لړلی بيرته واپس راشي ([7]).

له دې حديث څخه دری خبرې ثابتيږي

          الله تعالی هغوی شپه او ورځ له کار کولو څخه منع کړي، که چيرته هغوی داسې وکړي نو ممکن ده چې هغوی سوری وکړي.

          الله تعالی هغوی ته دا توفيق هم نه دی ورکړی چې هغوی د کومې قوي آلې په ذريعه په ديوال باندې د کار کولو کوشش وکړي، الله تعالی د هغوی په خيال کې دا خبره نه ده ور اچولې او نه يې هغوی ته دا ور ښودلې ده، ممکن ده چې هغوی د داسې کولو په کوشش کې وي، مګر د ديوال د لوړ والي او پلنوالي له امله دوی له داسې کولو څخه عاجز دي.

 الله تعالی هغوی ته تر ټاکلي وخت او تر قرب قيامت پورې د انشاء الله ويلو توفيق نه دی ورکړی.

له حديث پاک څخه دا هم معلوميږي چې په هغوی کې کاريګر، واکمن او بادشايان هم شته دي او د هغوی رعيت د يوه نظام او کنترول ماتحت کار کوي، دا هم معلوميږي چې په هغوی کې ځينې داسې هم دي کوم چې د الله تعالی ذات پيژني او د هغه په قدرت او مشيت باندې اعتراف کوي.

د دې امر هم امکان شته چې د هغوی د واکمن په ژبه به د (انشاء الله) کلمه د هغې په معنا له پوهيدلو پرته راشي او د هغې په برکت به دوی مقصد تر لاسه کړي ([8]).

د ياجوج ماجوج په باره کې قرآني آياتونه

 وَ یَسۡـَٔلُوۡنَکَ عَنۡ ذِی الۡقَرۡنَیۡنِ ؕ قُلۡ سَاَتۡلُوۡا  عَلَیۡکُمۡ  مِّنۡہُ  ذِکۡرًا ﴿ؕ۸۳﴾ اِنَّا مَکَّنَّا لَہٗ فِی الۡاَرۡضِ وَ اٰتَیۡنٰہُ مِنۡ کُلِّ شَیۡءٍ سَبَبًا ﴿ۙ۸۴﴾فَاَتۡبَعَ  سَبَبًا ﴿۸۵﴾ حَتّٰۤی  اِذَا بَلَغَ  مَغۡرِبَ الشَّمۡسِ وَجَدَہَا تَغۡرُبُ فِیۡ عَیۡنٍ حَمِئَۃٍ  وَّ وَجَدَ عِنۡدَہَا قَوۡمًا ۬ؕ قُلۡنَا یٰذَا الۡقَرۡنَیۡنِ  اِمَّاۤ  اَنۡ تُعَذِّبَ وَ اِمَّاۤ  اَنۡ تَتَّخِذَ فِیۡہِمۡ حُسۡنًا ﴿۸۶﴾ قَالَ اَمَّا مَنۡ ظَلَمَ فَسَوۡفَ نُعَذِّبُہٗ ثُمَّ یُرَدُّ  اِلٰی رَبِّہٖ فَیُعَذِّبُہٗ عَذَابًا نُّکۡرًا ﴿۸۷﴾ وَ اَمَّا مَنۡ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا فَلَہٗ جَزَآءَۨ  الۡحُسۡنٰی ۚ وَ سَنَقُوۡلُ لَہٗ مِنۡ اَمۡرِنَا  یُسۡرًا ﴿ؕ۸۸﴾ ثُمَّ   اَتۡبَعَ سَبَبًا ﴿۸۹﴾ حَتّٰۤی  اِذَا بَلَغَ  مَطۡلِعَ  الشَّمۡسِ وَجَدَہَا تَطۡلُعُ عَلٰی قَوۡمٍ لَّمۡ نَجۡعَلۡ لَّہُمۡ مِّنۡ دُوۡنِہَا سِتۡرًا ﴿ۙ۹۰﴾ کَذٰلِکَ ؕ وَ قَدۡ اَحَطۡنَا بِمَا لَدَیۡہِ خُبۡرًا ﴿۹۱﴾ ثُمَّ  اَتۡبَعَ  سَبَبًا ﴿۹۲﴾ حَتّٰۤی  اِذَا بَلَغَ  بَیۡنَ السَّدَّیۡنِ وَجَدَ مِنۡ دُوۡنِہِمَا قَوۡمًا ۙ لَّا یَکَادُوۡنَ یَفۡقَہُوۡنَ قَوۡلًا ﴿۹۳﴾ قَالُوۡا یٰذَاالۡقَرۡنَیۡنِ  اِنَّ یَاۡجُوۡجَ وَ مَاۡجُوۡجَ مُفۡسِدُوۡنَ فِی الۡاَرۡضِ فَہَلۡ نَجۡعَلُ لَکَ خَرۡجًا عَلٰۤی اَنۡ  تَجۡعَلَ بَیۡنَنَا وَ  بَیۡنَہُمۡ  سَدًّا ﴿۹۴﴾ قَالَ مَا مَکَّنِّیۡ فِیۡہِ رَبِّیۡ خَیۡرٌ فَاَعِیۡنُوۡنِیۡ بِقُوَّۃٍ  اَجۡعَلۡ بَیۡنَکُمۡ وَ بَیۡنَہُمۡ  رَدۡمًا ﴿ۙ۹۵﴾ اٰتُوۡنِیۡ زُبَرَ الۡحَدِیۡدِ ؕ حَتّٰۤی  اِذَا سَاوٰی بَیۡنَ الصَّدَفَیۡنِ قَالَ انۡفُخُوۡا ؕ حَتّٰۤی  اِذَا جَعَلَہٗ  نَارًا ۙ قَالَ اٰتُوۡنِیۡۤ  اُفۡرِغۡ عَلَیۡہِ قِطۡرًا ﴿ؕ۹۶﴾ فَمَا اسۡطَاعُوۡۤا اَنۡ یَّظۡہَرُوۡہُ  وَ مَا اسۡتَطَاعُوۡا  لَہٗ  نَقۡبًا ﴿۹۷﴾ ([9]).

ژباړه :

پوښتنه کوي يهودان په مشوره د مشرکانو له تا نه له قيصې د (ذوالقرنين) (ووايه اې محمده ! دوی ته) اوس به زه ولولم په تاسې له هغه څه احوال ؛ بيشکه چې مونږ قدرت ورکړی ؤ هغه ته په زمکه کې او ورکړی ؤ مونږ هغه ته له هر (ضروري) شي څخه سامان (مقصد ته رسونکی)؛ بيا ونيوله ده بله لياره او تيار يې کړ نور اسباب تر هغې پورې چې ورسيد مينځ د دوو غرونو ته نو وې موند را وړاندې د دغو دواړو (غرونو) داسې قوم چې نه ؤ نږدې (اکثر د دوی) چې وپوهيږي په خبره (د ذوالقرنين) باندې ؛ وويل دغو (ترجمانانو) اې ذوالقرنينه ! بيشکه چې ياجوج ماجوج فساد کونکي دي په زمکه کې پس آيا حکم کوې ته چې مقرر کړو تا ته څه خرج محصول په دې شرط چې جوړ کړې ته په مينځ زمونږ او په مينځ د دوی کې يو ديوال ؛ وويل ذوالقرنين هغه چې اقتدار راکړی دی ما ته په هغه شي کې رب زما خير ډير غوره دی (له ورکړې د ستاسې نه چې محصول دی) پس مرسته وکړی تاسې له ما سره په زيار زما کې ټول په انساني قوت او عمل نه په مال سره چې جوړ کړم په مينځ د ستاسې او په مينځ د دوی کې يو پلن او محکم ديوال ؛ راوړۍ تاسې ما ته تختې د اوسپنې؛ تر هغه پورې يې ايښودلې چې برابرې شوې دا تختې په مينځ د دوو څوکو د غرونو نو وويل (ذوالقرنين) چې پوکړئ !؛ (په دغو سکرو چې اچول شوي دي په مينځ د تختو د اوسپنې نو پو يې کړل) تر څو چې يې وګرځوله دغه (اوسپنه) اور وويل (ذوالقرنين) راوړئ ما ته چې توی يې کړم په دې ديوال ويلي شوي مس ؛ پس ونه کړای شول دوی چې وخيږي په هغه (او ښکاره شي پرې له جهته د لوړ والي او ښويوالي) او ونه کړای شول دوی دغه (غره) لره سوری کول (له جهته د سختوالي او پلنوالي).

د الله تعالی د فرمان  لَّا یَکَادُوۡنَ یَفۡقَہُوۡنَ قَوۡلًا  معنا دا ده چې هغه خلک کومو ته چې خطاب کيده په خبره باندې په ډير مشکل او وروسته پوهيدل.

الله تعالی فرمايي: حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ

ژباړه :

تر هغه پورې کله چې پرانستلی شي ياجوج او ماجوج (او ديوال يې له منځه ليرې شي) او دوی به له هرې لوړې څخه تيز (ګړندي) را کوزيږي.

د الهي فرمان مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ معنا دا ده چې هغه به له هر لوړ ځای څخه په تيزي سره را کوز شي او په زمکه کې به خپاره (تيت) شي.

احاديث مبارکه

          ام المؤمنين سيده زينب بنت جحش رضی الله عنها فرمايي چې نبي  کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغو ډار شويو لور ته راغی او وې فرمايل:

لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدْ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ وَحَلَّقَ بِإِصْبَعِهِ الْإِبْهَامِ وَالَّتِي تَلِيهَا قَالَتْ زَيْنَبُ بِنْتُ جَحْشٍ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَنَهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ قَالَ نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الْخَبَثُ ([10]).

ژباړه :

له الله  جل جلاله  پرته هيڅ بر حق معبود نشته، د عربو لپاره تباهي ده، له هغه شر څخه کوم چې نږدې راتلونکی دی، نن ياجوج ماجوج په ديوال کې دومره سوری کړی، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خپلې ګوتې مبارکې سره ور وستې او حلقه يې ترينه جوړه کړه، سيده زينب رضی الله عنها وويل : اې رسول الله ! آيا مونږ دا وخت هلاکيږو؟ کله چې په مونږ کې نيک خلک موجود دي؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : هو ! کله چې خباثت ډير زيات شي.

        حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  ويلي دي:.

حضرت ابو سعيد خدري  رضی الله عنه  بيان کوي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

الله تعالی به ووايي : اې آدم! هغه به ووايي : اې الله ! زه حاضر يم، ستا په اطاعت باندې قايم يم او ټول خير او نيکي د ستا په لاسونو کې ده، الله تعالی به ووايي: د جهنم خلک سره جلا کړه، هغه به ووايي: ياالله ! د جهنميانو ډله کومه ده؟ الله تعالی  جل جلاله  به ووايي : په هرو زرو کې نه سوه نه نوي (۹۹۹)، دا هغه وخت دی چې د (ويرې او غم له امله) به واړه سپين ږيري شي او حمل لرونکې به حمل وغورځوي او ته به ووينې چې خلک به مدهوش وي، سره له دې چې هغه به مدهوش نه وي، بلکه د الله تعالی عذاب به ډير سخت وي، صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ : اې د الله رسوله ! په مونږ کې هغه يو څوک دی؟ رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : خوشحاله اوسئ : په تاسو کې يو سړی دی پاتې نور (يو کم زر) ټول له ياجوج ماجوج څخه دي، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : په هغه ذات قسم د کوم په لاسونو کې چې زما روح دی ! زه له الله تعالی څخه اميد لرم چې تاسو به د جنتيانو د ټول شمير يوه برخه ياست، مونږ خوشحاله شوو او په لوړ آواز سره مو وويل (الله اکبر) بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : زه اميد لرم چې تاسو به د جنتيانو يوه لويه برخه ياست، مونږ خوشحاله شوو او په لوړ آواز سره مو وويل (الله اکبر) بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : زه اميد لرم چې تاسو به د جنتيانو نيمايي ياست، مونږ بيا خوشحاله شوو او په لوړ آواز سره مو وويل (الله اکبر) بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : تاسو په خلکو کې داسې ياست لکه په يوه سپين حيوان کې تور ويښته يا لکه د تور حيوان په بدن کې چې سپين ويښته وي ([11]).

          حضرت عمران بن حصين  رضی الله عنه  فرمايي : چې يو ځل رسول الله   صلی الله علیه وسلم  په يوه سفر کې وو چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم او د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  تر مينځ څه فاصله پيدا شوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په لوړ آواز سره دا دوه آياتونه وويل:

 یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اتَّقُوۡا رَبَّکُمۡ ۚ اِنَّ  زَلۡزَلَۃَ  السَّاعَۃِ  شَیۡءٌ  عَظِیۡمٌ ﴿۱﴾ یَوۡمَ تَرَوۡنَہَا تَذۡہَلُ کُلُّ مُرۡضِعَۃٍ عَمَّاۤ اَرۡضَعَتۡ وَ تَضَعُ کُلُّ ذَاتِ حَمۡلٍ حَمۡلَہَا وَ تَرَی النَّاسَ سُکٰرٰی وَ مَا ہُمۡ  بِسُکٰرٰی وَ لٰکِنَّ عَذَابَ اللّٰہِ شَدِیۡدٌ ﴿۲﴾ ([12]).

ژباړه :

                        اې خلکو ځان وساتئ (ووريږئ) تاسې له عذاب د رب خپل؛ بيشکه زلزله د قيامت يو شی دی ډير لوی ؛ په هغه ورځ چې ووينی تاسې هغه چې غافله به شي هره تی ورکونکی (د دې ورځې له هيبت څخه) له هغه ماشوم چې تی ورکوي هغه ته او وبه غورځوي هره ميرمن حامله (اميد واره) حمل (بچی) خپل او وبه وينې ته خلق بې سده (له هيبت نه) حال دا چې نه به وي په واقع سره دوی بې سده وليکن عذاب د الله دی ډير سخت (نو د قيامت ورځې له ويرې به بې سده وي).

صحابه کرامو چې کله آواز واريد نو خپلو سپرليو ته يې حرکت ورکړ او پوه شول چې د الله رسول   صلی الله علیه وسلم  په هغه ځای کې دی له کوم ځای څخه چې دا آواز راغی، کله چې هغوی د نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  شاو خوا سره را جمع شول نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

اې خلکو ! تاسو پوهيږی چې هغه ورځ به څنګه وي؟ په دغه ورځ به ادم  علیه السلام ته آواز وشي او د هغه رب به هغه ته ووايي: اې آدم ! يوه ډله د اور لوري ته روانه کړه، هغه به پوښتنه وکړي : اې زما رب  جل جلاله  ! جهنم ته رسيدونکې ډله کومه ده؟ الله تعالی به وفرمايي : په هرو زرو کې نه سوه نه نوي (۹۹۹) به جهنم ته ځي او يو به جنت ته ځي، حضرت عمران  رضی الله عنه  فرمايي: چې د ويرې او حيرانتيا له امله د صحابه کرامو ژبې ګونګې شوې او له هغوی څخه خندا ورکه شوه، کله چې نبي  علیه السلام د هغوی دا پريشاني وليده نو وې فرمايل : عمل کوی او خوشحاله اوسی، په هغه ذات مې دې قسم وي د کوم په لاس کې چې د محمد   صلی الله علیه وسلم  روح دی، تاسو خلک له دوو داسې مخلوق سره يې چې کله هم هغوی د کوم شي په مقابله کې شي نو په کثرت سره به په هغوی غالب راځي، يو ياجوج ماجوج او بل د بنوآدم او بنو ابليس لخوا هلاک شوي، عمران  رضی الله عنه  وايي: په دې سره د صحابه کرامو پريشاني او ويره ليرې شوه، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : عمل کوی او خوشحاله اوسی، په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد   صلی الله علیه وسلم  روح دی، تاسو د خلکو په مينځ کې داسې ياست لکه د اوښ په مخ کې توره نښه (نشان) يا لکه د کوم حيوان په بازو کې چې يوه وړه دائره وي ([13]).

          نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د قيامت نښانو او د عيسی  علیه السلام د نازليدو او د حکومت کولو په باره کې خبرې کولې او وې فرمايل:

فبينما هو کذلک اذ اوحی الله الی عيسی انی قد اخرجت عبادا لی، لا يدان لاحد بقتالهم فحرز عبادی الی الطور ([14]).

ژباړه : دا به په هغه حال کې وي چې الله تعالی عيسی  علیه السلام ته وحې وکړي چې زه خپل يو شمير داسې خلک را باسم له کومو سره به چې په جنګ کولو کې د هيچا طاقت نه وي، ته زما بنده ګان در سره کړه او د کوه طور لوري ته ولاړ شه.

          له حضرت نواس بن سمعان  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي

ويبعث الله يأجوج ومأجوج وهم من كل حدب ينسلون فيمر أوائلهم على بحيرة طبرية فيشربون ما فيها ويمر آخرهم فيقولون لقد كان بهذه مرة ماء ([15]).

ژباړه : الله تعالی به ياجوج ماجوج را وليږي، هغه به له هر لوړ ځای څخه په منډه راځي، د هغوی لومړی ډله چې کله له جيل طبريه تيره شي نو هغه به ټولې اوبه وڅښي، کله چې د هغوی آخيرنی ډله دې ځای ته را ورسيږي نو وبه وايي: کله هم په دې ځای اوبه وې؟

(جيل طبريه) ته بحيره جليل هم ويل کيږي، دا د مقبوضه فلسطين په شمال کې واقع ده، د هغه حجم څه په دا ډول دی، د بحريه طبريه اوږد والی (۲۳) کلوميتره او تر ټولو ډير کموالی يې (۱۳) کلوميتره دی، د هغه ژور والی هم له (۴۴) ميترو زيات نه دی، دا د سمندر له سطحې (۲۱۰) ميتره لاندې واقع دی.

له دې وروسته نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل:

بيا به ياجوج ماجوج ځي ځي (جبل خمر) ته به ورسيږي ([16]).

اوس هغه وايي: مونږ به په زمکه کې اوسيدونکي قتل کړو، راځئ مونږ په آسمانو کې اوسيدونکي ووژنو، هغه به خپل غيشی د آسمان لوري ته وولي او الله تعالی به د هغوی غيشی په وينو سور بيرته واپس کړي، د الله تعالی عيسی  علیه السلام به له خپلو ملګريو سره ماصره کړي حتی چې د غوايي سر به هم د هغوی لپاره ډير قيمتي وي ([17]) لکه نن ورځ چې په تاسو کې چا ته سل ديناره ورکړی شي.

بيا به عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري د الله تعالی لوري ته متوجه شي او الله تعالی به د ياجوج ماجوج په غاړو يو چينجی مسلط کړي ([18]) د کوم له امله به چې هغوی ټول په آن واحد کې مړه شي، بيا به د الله تعالی نبي عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري له غره څخه زمکې ته را کوز شي نو په زمکه کې به يو بالشت ځای هم داسې نه وي کوم به چې د هغوی په چربي او بد بويي متعفن نه وي، حضرت عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري به د الله تعالی لوري ته متوجه شي او الله تعالی به داسې مرغان را وليږي د کومو غاړې به چې د اوښانو د غاړو په څير وي، هغوی به دا جسدونه پورته کړي او هلته به يې وغورځوي چيرته چې د الله تعالی خوښه وي، بيا به الله تعالی يو داسې باران وو وروي په کوم سره به چې د خټو، اونو او ويښتانو سره جوړ شوي ټول کورونه به تباه شي، هغه باران به ټوله زمکه ومينځي او صفا به يې کړي، بيا به زمکې ته وويل شي: خپله ميوه را وباسه او خپل برکت بيرته را واپس کړه، په دې وخت کې به داسې برکت وي چې يو انار به د پوره ډلې لپاره کافي وي، انار به دومره غټ وي چې هغه ډله به يې تر سيوري لاندې ناسته وي، په شيدو کې به داسې برکت وي چې پی ورکونکی اوښه به د يوه غټې ډلې لپاره کافي وي، پی ورکونکې غوا به د يوې بشپړې قبيلې لپاره کافي وي، پی ورکونکې بزه به د يوه کور لپاره کافي وي، په دې حال کې به الله تعالی يوه پاکه هوا را وليږي، هغه به دوی د بغلونو له بيخ څخه ونيسي او د هر مؤمن او مسلمان روح به قبض کړي، په زمکه به په دې وخت کې يواځې شرير خلک باقي پاتې شي کوم به چې دمردار خو مارغه په څير په ښکاره د خلکو په وړاندې بدکاري کوي، په همدې خلکو به قيامت قايم شي ([19]).

په يوه بل روايت کې راغلي چې بيا به عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري د الله تعالی لوري ته متوجه شي او الله تعالی به هغوی ته داسې مرغان را وليږي د کومو غاړي به چې د اوښانو د غاړې په څير وي، هغوی به د ياجوج ماجوج جسدونه پورته کړي او په يوه ژور ځای کې به يې واچوي، مسلمانان به له هغوی څخه په پاتې شونيو باندې تر اوو کلنو پورې اور بلوي ([20]).

له حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  څخه روايت دی:

په کومه شپه چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  معراج کاوه او هغه   صلی الله علیه وسلم  له ابراهيم، موسی او عيسی عليهم السلام سره وليدل نو هغوی د قيامت ذکر وکړ او ټولو دا خبره د حضرت عيسی  علیه السلام لوري ته را وګرځوله، هغه به دجال قتل کړي او بيا يې وويل : چې خلک به د خپلو ښارونو او کورونو په لور را وګرځي چې له ياجوج ماجوج سره به مخ شي ([21]).

هغوی به له هر ځای څخه په منډه منډه راځي : له کومو اوبو سره چې تيريږي هغه به څښي او خلاصه وي به يې، کوم شی چې ويني هغه به تباه کوي، خلک به له ما څخه د دعا غوښتنه وکړي، زه به له الله تعالی څخه دعا وغواړم نو الله تعالی به هغوی ټول هلاک کړي، د هغوی جسدونه به په زمکه باندې تعفن خپور کړي، مسلمانان به بيا له ما څخه د دعا غوښتنه وکړي، زه به له الله تعالی څخه دعا وغواړم نو الله تعالی به له اسمان څخه باران وو وروي، باران به د هغوی جسدونه پورته کړي او په سمندر کې به يې وغورځوي ([22]).

          له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  د ياجوج ماجوج په باره کې د خبرو کولو په وخت کې وفرمايل:

هغوی به په خلکو باندې راووزي او د هغوی ټولې اوبه به وڅښي، خلک به له هغوی څخه ووريږي او وبه تښتي، ياجوج ماجوج به خپل غيشی د آسمان لوري ته وولي نو هغه به په وينو رنګ واپس بيرته راشي، هغوی به ووايي : مونږ په زمکه کې په اوسيدونکو هم برلاسي شوو او په آسمان کې په اوسيدونکو هم د خپل قوت او عظمت له امله غالب راغلو، الله تعالی به د هغوی په غاړو باندې يو چينجی مسلط کړي په کوم سره به چې هغوی ټول هلاک کړی شي، په هغه ذات قسم د کوم په قبضه کې چې د محمد   صلی الله علیه وسلم  روح دی ! د زمکې ځناوران به د هغوی د غوښو په خوړلو ماړه شي، مزي او تازه به شي ([23]).

[1]  – فتح الباري، شرح صحيح البخاری، احاديث الانبياء، حديث : ۳۳۴۶، ۳۳۴۸، و۱۳/ ۱۰۶.

[2]  – الحج، آية : ۱- ۲.

[3]  – مسند احمد :۴/ ۴۳۵، جامع الترمذي، تفسير القرآن، حديث : ۳۱۶۹، وقال : حديث حسن صحيح.

[4]  – مجمع الزوائد :۸/ ۱۳، ومسند احمد :۵/ ۲۷۱، والطبراني ورجاله رجال الصحيح.

[5]  – يعنې کله چې هغوی انشاء الله ووايي او خپل تصرف او خپلې فيصلې د خپلو ځانو په ځای الله تعالی ته وسپاري نو هغوی ټول به کامياب شي.

[6]  – يعنې څومره چې دوی ژور کړی وي، الله تعالی به بيرته نه وي مضبوط کړی او په هغه حال به پاتې وي.

[7]  – مسند احمد :۲/ ۵۱۰، وجامع الترمذي، تفسير القرآن، حديث : ۳۱۵۳، والمستدرک للحاکم :۴/ ۴۸۸، وقال : صحيح علی شرط الشيخين، ووافقه الذهبي.

[8]  – فتح الباري، شرح صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۳۵.

[9]  – الکهف، آية ۸۳- الی ۹۷.

[10]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۳۴۶، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۸۸۰.

[11]  – صحيح البخاري، احاديث الايمان، حديث : ۳۳۴۸، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۲۲۲.

[12]  – الحج، آية : ۱- ۲.

[13]  – مسند احمد : ۴/ ۴۳۵، وجامع الترمذي، حديث : ۳۱۶۹، وقال : حديث حسن صحيح.

[14]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

[15]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

[16]  – (خمر) خمر د (خ) او (م) په زور سره ګهنی ونې ته ويل کيږي، دا په اصل کې د بيت المقدس غر دی او په فلسطين کې واقع دی.

[17]  – يعنې هغوی ته به دومرمه سختي، حاجت او لوږه پيدا شي که چيرته په هغوی کې يو چا ته د غوايه سر پيدا شي نو هغه به دومره ورته خوشحاله شي لکه نن ورځ چې څومره خوشحالي کوم صحابي ته د سلو دينارو په ورکړه تر لاسه کيږي.

[18]  – (نغفه) په اصل کې يو چينجی دی کوم چې د اوښانو (بزو) او ميګو په غاړو کې پيدا کيږي او هغوی وژني، الله تعالی به د ياجوج ماجوج په غاړو هم همدا چينجی مسلط کړي.

[19]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

[20]  – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۴۰، وهو حديث صحيح.

[21]  – يعنې کله چې هغوی له دجال څخه وتښتي او په غرونو کې پټ شي او حضرت عيسی  دجال قتل کړي او دا خبر دوی ته ورسيږي نو خلک به بيرته د خپلو ښارونو او کورونو په لور راځي مګر د راتلو په وخت کې به دوی له ياجوج ماجوج سره مخامخ کړی شی.

[22]  – المستدرک للحاکم :۴/ ۴۸۸- ۴۸۹، وقال : صحيح الاسناد ولم يخرجاه، ووافقه الذهبي في تلخيصه واخرجه الامام في المسند :۴/ ۱۸۲.

[23]  – جامعالترمذي تفسير القران، حديث : ۳۱۵۳، وحسنه، وسنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۸۰، والمستدرک للحاکم :۴/ ۴۸۸، وصححه الالباني، ووافقه الذهبي في التلخيص.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close