د نړۍ پای (۷۲مه برخه) – آيا د سد ذوالقرنين د چين له ديوال سره څه تعلق شته؟ –

مصنوعي سپوږمکۍ ياجوج ماجوج ولې نشي ليدلای؟

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

آيا د سد ذوالقرنين د چين ([1]) له ديوال سره څه تعلق شته؟

د سد ذوالقرنين او د چين په ديوال کې په څو اعتبارونو سره فرق شته:

(۱) ذوالقرنين دا ديوال د ياجوج ماجوج حملو د منع کولو لپاره جوړ کړی وو او د چين ديوال د هغه وخت واکمنانو د خپل هيواد د ساتلو لپاره جوړ کړی دی.

(۲) سد ذوالقرنين له اوسپنې او مسو څخه جوړ شوی او د چين ديوال له ډبرو او خښتو څخه جوړ شوی.

(۳) د ياجوج ماجوج ديوال د دوو غرونو په مينځ کې د هغوی د لارې بندولو لپاره جوړ شوی او د چين ديوال د مختلفو غرونو په څنډو څنډو کې جوړ شوی او له مشرقي چين څخه تر مغربي چين پورې په زرګونو ميله فاصلې باندې ولاړ دی.

(۴) د ياجوج ماجوج ديوال به په اخره زمانه کې چې کله د الله خوښه شي نو مات به شي او د چين ديوال په ماضي کې له کوم لوري ماتيدلای شي.

مصنوعي سپوږمکۍ ياجوج ماجوج ولې نشي ليدلای؟

د زمکې د ټولو برخو پيژندل او هلته په موجود ټول مخلوق باندې احاطه کول يواځې د الله تعالی په اختيار کې دي او الله تعالي هر شی د خپل علم په احاطه کې راوستلي دي، که چيرته مونږ ته د ياجوج ماجوج ديوال، يا د دجال ځای يا نور مخلوقات معلوم نه دي نو د دې مطلب هيڅ کله دا نه دی چې هغه موجود نه دي، کيدای شي چې الله تعالی له خپل مخلوق څخه د ياجوج ماجوج ديوال پټ ساتلی وي، دا هم ممکنه ده چې الله تعالی د خلکو او د هغه په مينځ کې يو داسې شی حائل کړی وي د کوم له امله چې مخلوق هغه نشي ليدلای لکه له بني اسرائلو سره کله چې الله تعالی هغوی په ميدان تيه ([2]) کې د ورکيدا لپاره پريښودل نو هغه په زمکه کې په څو کلوميتره سيمه کې تر څلويښتو کلونو ورک اوسيدل او خلکو ته د هغوی هيڅ معلومات نه وو تر دې چې هغه موده ختمه شوه، الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هغه د هر شي لپاره يو معين وخت او موده مقرر کړي دي، الله تعالی  جل جلاله  فرمايي:

 وَ کَذَّبَ بِہٖ قَوۡمُکَ وَ ہُوَ الۡحَقُّ ؕ قُلۡ لَّسۡتُ عَلَیۡکُمۡ  بِوَکِیۡلٍ ﴿ؕ۶۶﴾ لِکُلِّ نَبَاٍ  مُّسۡتَقَرٌّ ۫ وَّ سَوۡفَ تَعۡلَمُوۡنَ ﴿۶۷﴾  ([3]).

ژباړه :

دروغ وباله دا (قران يا دغه عذاب) قوم ستا (يعنې قريشو) حال دا چې دغه (قران يا عذاب) حق دی ؛ ووايه اې محمده ! دوی ته نه يم زه په تاسې وکيل (ساتونکی) هرې خبرې ته يو وخت مقرر دی او ژر به پرې وپوهيږی تاسې.

د کوم شي له معلومولو څخه چې خلک پخوا بې وسه دي له دې وروسته هم هغه نشي معلومولای، ځکه چې د الله تعالی په نزد د هر شي لپاره خپل وخت مقرر دی ([4])

آخيري خبره دا چې قاضي عياض   رحمه الله ويلي:

د ياجوج ماجوج په باره کې دا وارد حديثونه په حقيقت بنا دي، په هغو ايمان لرل واجب دي، ځکه چې د ياجوج ماجوج خروج د قيامت له نښانو څخه دي، د هغوی په باره کې له واردو حديثونو څخه دا ويل کيدای شي چې د هغوی د ډير والي له امله به له هيچا سره د هغوی په مقابل کې د جنګ کولو طاقت نه وي، هغوی به د الله تعالی نبي عيسی  علیه السلام او له دجال څخه نجات غوښتونکي د هغه ملګري به محاصره کړي، عيسی  علیه السلام به د ياجوج ماجوج په خلاف الله تعالی ته سوال وکړي نو الله تعالی به د هغوی په غاړو کې يو چينجی پيدا کړي د کوم له اثر څخه به چې هغوی ټول هلاک کړی شي، له هلاکت وروسته به د هغوی د جسدونو له تعفن څخه خلک ډير په تنګ شي، عيسی  علیه السلام او د هغه ملګري به بيا الله تعالی ته سوال وکړي نو الله تعالی به داسې مرغان را وليږي کوم به چې د هغوی جسدونه پورته کړي او په هغه ځای کې به يې وغورځوي چيرته چې د الله تعالی خوښه وي ([5]).

آخيري خبر

آيا په مسلمانانو باندې د ياجوج ماجوج په مقابل کې جنګ فرض دی؟

ځواب

په هر چا باندې د هغوی په خلاف جنګ کول فرض نه دي لکه چې د حضرت عيسی  علیه السلام په قيصه کې تير شول چې الله تعالی به عيسی  علیه السلام ته وفرمايي: ما خپل يو شمير داسې بنده ګان را ليږلي له کومو سره چې د جنګ کولو همت په چا کې نشته، لهذا ته زما مؤمن بنده ګان در سره کړه او کوه طور ته ولاړ شه ([6]).

[1]  – د چين دغه لوی ديوال په انساني تاريخ کې داوږدو تعميرونو يوه نادره نمونه ده، د هغه اوږ والی (۶۴۰۰) کلوميتره دی، په هغه باندې له مسيح څخه (۴) کاله د مخه کار شروع شو او تر (۱۷) عيسوي پورې شروع وو، دا ديوال چينايانو د شمال له لوري له حمله کوونکو څخه د ځان ساتنې لپاره جوړ کړی، دا ديوال د چين له شمال مشرقي ساحل څخه شروع دی او د چين تر وسط تللی، د مياشتو او کلونو په تيريدا د هغه څه برخې نړيږي، خو په وروسته کې هغه بيا جوړيږي، د هغه د بنيادي برخې اوږوالی (۳۴۶۰) کلوميتره دی، د ديوال لوړ والی (۵.۷) ميتره دی او تر غټوالي د بنياده (۵.۷) ميترو کله چې پورته ځي نو دا (۶. ۴) تللی، په ټول ديوال کې د هر (۱۸۰) ميترو په فاصله کې يو د څارنې برج جوړ شوی، په تيرو پيړيو کې د دې ديوال يو شمير برخې نړيدلې وې کومې چې چينايانو په (۱۹۴۹) عيسوي کې بيا دوباره جوړې کړې.

[2]  – يعنې کله چې بني اسرايل په ميدان تيه کې ورک شول، نه هغوی ته لاره معلوميده او نه ورته اطمنان حاصليده، د بني اسرايلو په زمکه کې د ورکيدا قيصه داسې ده چې کله الله تعالی حضرت موسی  او د هغه قوم له (آل فرعون) څخه نجات پيدا کړ نو موسی  هغوی ته وويل (ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ ننوځئ تاسې زمکې پاکې کړی شوې د (بيت المقدس، يا د شام، يا د ايليا، يا د اريحا ته) هغه زمکه چې مقرره کړې ده الله تعالی تاسې ته (په لوح محفوظ کې په شرط د ايمان ستاسې) دا زمکه د بيت المقدس وه مګر هغوی هلته له ورتلو انکار وکړ او وې ويل (إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ) په دې زمکه کې يو قوم دی ډير زورور (چې مونږ يې د مقابلې طاقت نلرو) يعنې ډير قوي هيکل، ميړني، پيا وړي او له رعبه ډک او ويروونکي دي: او بيشکه مونږ له سره نه ننوځو په دغې زمکې کې تر هغې پورې چې ووځي دوی له دې زمکې نه، نو که ووځي دوی له دې ځايه (بې له جنګه) نو بيشکه مونږ ننوتونکي يو، کله چې هغوی دې مقدسې خاورې ته له ننوتو انکار وکړ نو الله تعالی د هغوی په باره کې داسې فيصله وکړه لکه چې الله تعالی فرمايي (فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الأَرْضِ) پس بيشکه دغه (مقدسه زمکه) حرامه کړی شوې ده پر دوی باندې (ننوتل هغې ته) څلويښت کاله چې حيران سرګردان به ګرځي دوی په همدې زمکه کې، دوی په يوه ځای کې وو، ټوله ورځ به ګرځيدل مګر کله به چې شپه شوه نو دوی به بيا په هغه ځای باندې وو چيرته به يې چې پرونی شپه تيره کړې وه، هغوی ته هيڅ نه معلوميده چې چيرته روان دي، ټوله ورځ به د خپلو سپرليو په قدمونو باندې تلل مګر بيا به يې هم هيڅ مسافه نشوای طی کولای، بلکه په همدې وحشت ناکه صحرا کې تر څلويښتو کلونو پورې ورک وو، الله تعالی په هغوی باندې دا سزا له دې امله مقرره کړه چې هغوی په دې وخت کې د سرکشي مظاهره کړې وه، کله چې هغوی ته مقدسې خاورې ته د داخليدو حکم شوی وو، د حکم منلو په ځای هغوی تر دې حده وويل (فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ) پس ځه ته او ځي دې رب ستا (يا ته او مشر ورور او مريې ستا چې هارون دی) نو جنګ وکړی تاسې دواړه بيشکه مونږ دلته ناست يو له جنګه (په انتظار د بري ستا).

[3]  الانعام، اية : ۶۶ – ۶۷.

[4]  – د دجال په باره کې مخکې په تفصيل سره خبره تيره شوه چې (برمودا مثلث) تر اوسه پورې يوه معما ده د کومې د حقيقت په معلومولو کې چې سائنسي ترقي او نوي وسايل تر دا مهاله پاتې راغلي او پوهان د حيرانتيا او پريشاني ښکار دي.

[5]  – د قاضي عياض  دا خبره ملا علي قاري د (مرقاة المفاتيح شرح مشکاة المصابيح) په :۱۶/ ۲ کې ذکرکړې.

[6]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close