د نړۍ پای (۷۴مه برخه) – په زمکه کې د ننوتلو دری پيښې –

لیکوال : محمد العریفي

ژباړه : م، نجم الرحمن فضلي

په زمکه کې د ننوتلو دری پيښې

د قيامت له لويو نښانو څخه په دريو ځايونو کې (خسف) يعنې په زمکه کې ننوتل هم دي د کومو په باره کې چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی: خلک به د دې پيښو له امله ډير په ويره کې شي او د دې پيښو اثرات به ډير درد ناک وي.

د خسف معنا : د خسف معنا ده د زمکې چاودل او په هغې چې له پاسه څه وي د هغوی په زمکه کې لاندې ورکيدل.

په تيره او اوسنی زمانه کې ډيرې پيښې منځته راغلې دي کومې چې د قوت او حجم په لحاظ له يوې بلې جلا دي، د کومو ذکر چې په حديثونو کې راغلی د هغوی يو خاص حيثيت دی او د هغوی خبر او شور به هر لوري ته خپور شي.

په دريو ځايونو کې هغه (خسف) د کومو ذکر چې په حديثونو کې راغلی دا په اخره زمانه کې واقع کيدونکي دي، د قرآن او احاديثو ډير نصوص په هغوی باندې دلالت کوي.

د خسف په باره کې وارد احاديث

له حضرت خذيفه ابن اسيد غفاري  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  زمونږ خوا ته تشريف راوړ کله چې مونږ د قيامت ذکر کاوه، رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : تاسو د کوم شي ذکر کوی؟ مونږ عرض وکړ : مونږ د قيامت ذکر کاوه، رسول الله   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :

إنها لن تقوم حتى ترون قبلها عشر آيات فذكر الدخان والدجال والدابة وطلوع الشمس من مغربها ونزول عيسى ابن مريم صلى الله عليه وسلم ويأجوج ومأجوج وثلاثة خسوف خسف بالمشرق وخسف بالمغرب وخسف بجزيرة العرب وآخر ذلك نار تخرج من اليمن تطرد الناس إلى محشرهم ([1]).

ژباړه :

يقينا هغه قيامت تر هغه وخته پورې نه قايميږي تر څو چې له هغه د مخه لس نښانې ونه ليدل شي، بيا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغوی ذکر وکړ : (۱) دود (۲) د دجال خروج (۳) د دابه خروج (۴) د لمر له مغرب څخه راختل (۵) د عيسی ابن مريم عليهما السلام نزول (۶) د ياجوج ماجوج خروج (۷) په مشرق، مغرب او جزيره نمائي عرب کې د زمکې چاودل او له ټولو وروسته چې کومه نښانه ښکاره کيږي، هغه له يمن څخه د يوه داسې اور راوتل دي کوم به چې خلک د محشر (شام) لوري ته بوځي.

داسې حديثونه په کومو کې چې په زمکه کې د ننوتو د واقعاتو ذکر راغلی کوم چې د ګناهونو د سزا په ډول دي

          له حضرت ابو امامه باهلي  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

زما په امت کې به يو شمير خلک په خوړو، څښلو او په لهو لعب کې شپه تيره کړي، کله چې صبا شي نو ټول به خنزيران شوي وي، د دغه امت ځينې قبايل به له خپلو کورونو سره په زمکه کې ننوځي، کله چې صبا شي نو خلک به وايي چې نن شپه بنو فلان په زمکه کې ننوتلي دي، نن شپه د فلانی قبيلې کورونه په زمکه کې ننوتلي دي، په هغوی به ډبرې (تيږي) او وريږي او پر هغوی به بدې (منخوسې) هوا ګانې وچليږي کومې به چې هغوی داسې زره زره کړي لکه څنګه چې پخواني قومونه د شرابو څښلو، سود کولو، سړيو ته د وريښمو اغوستلو، د سندرو ويونکو ښځو اختيارولو او د صله رحمي قطع کولو له امله بيخ او بنياد ويستل شوی، ابو امامه  رضی الله عنه  وايي چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د دې هلاکيدونکو يو خوی هم بيان کړ مګر له ما څخه هغه هير شو ([2]).

          له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

في امتي خسف ومسح وقذف ([3]).

ژباړه :

زما په امت کې به خسف، مسخ او د ډبرو (تيږو) باران وي.

          له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

بَيْنَمَا رَجُلٌ يَجُرُّ إِزَارَهُ مِنْ الْخُيَلَاءِ خُسِفَ بِهِ فَهُوَ يَتَجَلْجَلُ فِي الْأَرْضِ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ([4]).

ژباړه : يو کس به په تکبرانه انداز کې خپل څادر په زمکه اچولی روان وي، دی به په زمکه کې ننه باسل شي او تر قيامته پورې به زمکه کې روان وي.

د (يتجلجل) معنا ده له آواز سره حرکت کول.

          له انس  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  هغه ته وفرمايل:

اې انس ! خلکو په مختلفو ښارونو کې اوسيدل غوره کړي، په هغوی کې د يوه نام (بصره) يا (بصيره) ده، که چيرته ته په دې ځای تيريدلې يا اتفاقي هلته ور داخل شوې نو د هغه له شاړو زمکو څخه، د هغه له زراعتي زمکو څخه، د هغه له بازارونو څخه او د هغه د امراؤ له دروازو څخه ځان ساته، ته د هغه په اطرافي سيمو کې اوسه، ځکه چې د دې ښار اوسيدونکي به په زمکه کې ننباسل شي، په هغوی به د ډبرو (تيږو) باران وشي او هلته به زلزلې راشي، يو شمير خلک به هلته شپه تيروي مګر له صبا کيدو د مخه به بيزوګان او خنزيران شوي وي ([5]).

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  په دې حديث کې خبر ورکړی چې خلک به په مختلفو ښارونو کې اوسيدل غوره کړي، په هغوی کې د يوه نام (بصره) هم ده، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  حضرت انس  رضی الله عنه  خبر دار کړ چې هغه د دې ځای له شاړې زمکې ځان وساتي، هغه د دې ځای له نباتاتو او بازارونو څخه هم ځان وساتي او چيرته چې خلک سره را جمع وي خريد او فروخت کوي له هغه هم، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  هغه د دې ځای د ظالمو واکمنو له دروازو څخه هم وويراوه، ځکه چې په ښار کې د زمکې چاودل، د ډبرو (تيږو) وريدل، د زلزلو راتلل او د شکلونو د بدليدو واقعات پښيږي.

نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  هغه ته د (بصره) په اطرافي سيمو کې د اوسيدا خبر وکړه تر څو چې له هلاکت څخه وساتل شي.

          له حضرت نافع  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې يو کس د حضرت ابن عمر  رضی الله عنه  په خدمت کې حاضر شو او وې ويل : چې فلان تا ته سلام وايي، ابن عمر  رضی الله عنه  وويل : ما ته معلومه شوه چې هغه کوم بدعت پيدا کړی، که چيرته همداسې وي نو هغه ته زما له لوري سلام مه وايه، ما له نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  دا اوريدلي چې فرمايل يې:

زما د امت د قدريه فرقې په خلکو به د شکلونو بدليدل، په زمکه کې ننوتل او د ډبرو باران وريدل او نور واقعات به مخته راشي  ([6]).

خلاصه

په اخره زمانه کې د واقع کيدونکو دريو لويو خسفونو له جملې څخه د يوه ځای او سبب په مخکني حديث کې بيان شو، تر کومه ځايه چې د پاتې نورو دوو خسفونو تعلق دی هغه به په اخره زمانه کې واقع کيږي، ليکن ما ته د هغوی په ځای او سبب باندې دلالت کوونکي کوم حديثونه په لاس را نغلل

(والله اعلم).

د دود پورته کيدل

د قيامت نښانې په مختلف نوعيت کې دي:

د ځينو تعلق له زمکې سره دی : خسف او وچ کالي، ځينې داسې دي د کومو تعلق چې له خلکو سره دی : لکه د ښځو کثرت او د سړيو قلت، د ځينو تعلق له انساني اخلاقو سره دی : لکه د زنا عام کيدل، ځينې هغه دي د کومو تعلق چې له آسمان سره دی، د هغوی له جملې څخه د دود پورته کيدل هم دي.

                      له دود څخه څه مراد دي؟

                      آيا دا نښانه واقع شوې؟

                      په دې کې څه حکمت دی؟

دود د قيامت له نښانو څخه دی دليل يې لاندې قول د الله تعالی  جل جلاله  دی:

 فَارۡتَقِبۡ یَوۡمَ تَاۡتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیۡنٍ ﴿ۙ۱۰﴾یَّغۡشَی النَّاسَ ؕ ہٰذَا  عَذَابٌ  اَلِیۡمٌ ﴿۱۱﴾ رَبَّنَا  اکۡشِفۡ عَنَّا الۡعَذَابَ  اِنَّا مُؤۡمِنُوۡنَ ﴿۱۲﴾ اَنّٰی لَہُمُ الذِّکۡرٰی وَ قَدۡ جَآءَہُمۡ رَسُوۡلٌ مُّبِیۡنٌ ﴿ۙ۱۳﴾ ([7]).

ژباړه :

پس منظر اوسه اې محمده ! دوی ته په هغه ورځ چې راشي دا اسمان په لوګي ښکاره سره ؛ چې پټ به کړي ټول مخلوق (وبه وايي دوی) دغه عذاب ډير دردناک دی ؛ اې ربه زمونږ ليرې کړه له مونږ دغه عذاب بيشکه مونږ ايمان راوړونکي يو؛ چيرته به نفع ورسوي دوی ته پند اخيستل (پس د عذاب له نزوله) حال دا چې په تحقيق راغلی ؤ دوی ته رسول ښکاره بيانوونکی.

په آيت کې د ذکر شوي دخان په باره کې د علماؤ دوه قولونه

(۱) ځينې د علم خاوندان وايي چې له دې دود څخه هغه دود مراد دی کوم چې قريشو ته د سختې لوږې په حالت کې هغه وخت ورسيد کله چې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  د هغوی لپاره د دعوت نه قبلولو له امله بد دعا وکړه، هغوی به خپلې سترګې د اسمان لور ته پورته کړې او ورته کتل به يې نو هغوی ته به د لوږې او قحط له وجهې له دود پرته بل هيڅ په نظر نه ورتلل، حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  او د سلف صالحينو يوې ډلې دې قول ته ترجيح ورکړې او ابن جرير طبري   رحمه الله هم همدې قول ته ترجيح ورکړې ([8]).

له حضرت مسروق بن اجدع څخه روايت دی:

مونږ يو ځل د حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  په خدمت کې حاضر وو چې يو کس هلته ته راغی او وې ويل : اې ابو عبد الرحمن ! يوه قيصه کوونکي قيصه بيانوله او داسې يې ويل : د اور نښانه چې کله ښکاره شي نو د کفارو ساګانې به بندې شي او په مؤمنانو به يواځې د زکام قدرې تکليف راشي، حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  سم شو او کيناست او د غصې په حالت کې يې وويل: خلکو ! له الله څخه ووريږی، په تاسو کې چې يو چا ته په کوم شي علم وي نو يواځې هغه دې د خپل علم مطابق بيان کړي او د کوم شي چې علم نه وي نو هغه دې (الله اعلم) ووايي، دا تاسو ته د دې تعليم درکوي چې کله يو څوک په څه علم نلري نو د هغه په باره کې دې (الله اعلم) وايي  قُلۡ مَاۤ  اَسۡـَٔلُکُمۡ عَلَیۡہِ مِنۡ  اَجۡرٍ وَّ مَاۤ  اَنَا مِنَ الۡمُتَکَلِّفِیۡنَ ﴿۸۶﴾  ([9]).

ژباړه : ووايه اې محمده ! دوی ته نه غواړم زه له تاسې په دې (قران يا تبليغ) ځانته هيڅ اجر او نه يم زه له تکليف کونکيو نه (په جوړولو د قران کې له ځانه).

رسول الله   صلی الله علیه وسلم  چې کله وليدل چې خلک د هغه خبرې نه قبلوي نو له الله تعالی څخه يې د هغوی په باره بد دعا وکړه اللهم سبعاً کسبع يوسف.

ژباړه :

اې الله ! په هغوی باندې اوه کاله قحط راوله لکه څنګه دې چې د يوسف  علیه السلام په قوم باندې راوستلی وو ([10]).

ابن مسعود  رضی الله عنه  وايي : په هغوی داسې قحط سالي راغله کومې چې هر شی ختم کړل، تر دې چې د لوږې او افلاس له امله هغوی د څرمنو او مردارو خوړو ته مجبور شول، په هغوی کې به چې کوم کس پورته د آسمان لور ته کتل نو د لوږې له امله به دود دود په نظر ورته ([11]).

د حضرت ابن مسعود  رضی الله عنه  قول دا هم دی چې پنځه شيان تير شول:

(اللزام) ([12]) (الروم) ([13]) (البطشة) ([14]) (القمر) ([15]) (الدخان) ([16]).

          ډير علماء په دې لوري کې دي چې (الدخان) د قيامت له هغو نښانو څخه دی کومې ته چې دا مهال انتظار کيږي، تر دا مهاله ښکاره شوې نه ده او هغه د قرب قيامت په وخت کې واقع کيږي، دا قول د حضرت علي بن ابی طالب، عبد الله بن عباس او د ابو سعيد دی.

حافظ ابن کثير   رحمه الله د دې ايت کريمه سره متعلق مخکې له دې په بيان شويو حديثونو سره استدلال کړی او د دوی قول ته يې ترجيح ورکړې.

ځينو نورو د علم خاوندانو د دوی قولونو ته د تطبيق ورکولو په کوشش کې دي، د هغوی موقف دا دی چې (دخان) دوه دي، يو د رسول الله   صلی الله علیه وسلم  په زمانه کې ظاهر شوی او بل به د قرب قيامت په وخت کې ظاهر شي.

حضرت عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه  ويلي: (دخان) دوه دي ! يو هغه ده کوم چې تير شو ([17]) او دويم هغه ده کوم به چې د زمکې او آسمان خلا ډکه کړي، په مؤمن باندې به د هغه اثر د زکام په څير وي مګر د کافرو پوزې به له هغه څخه ډکې وي ([18]).

راجح قول دا دی کوم (دخان) چې دلته ذکر دی هغه تر دا مهاله نه دی ظاهر شوی، هغه به د قرب قيامت په وخت کې ظاهر شي، د قرآن کريم آيت هم د دې تاييد کوي:

 فَارۡتَقِبۡ یَوۡمَ تَاۡتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیۡنٍ  ([19]).

ژباړه :

پس منظر اوسه اې محمده ! دوی ته په هغه ورځ چې راشي دا اسمان په لوګي ښکاره سره.

مطلب دا دی چې آسمان به يو داسې ښکاره او واضح دود ښکاره کړي کوم به چې هر څوک ويني.

د دخان (دود) په باره کې وارد احاديث

          حضرت خذيفة  رضی الله عنه  بيان کوي چې يو ځل نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  زمونږ خوا ته تشريف راوړ کله چې مونږ په خپل مينځ کې د قيامت ذکر کاوه نو نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : تاسو څه خبرې کوي؟ مونږ عرض وکړ : د قيامت ذکر کوو، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل :

انها لن تقوم حتی تروا قبلها عشر آيات، فذکر الدخان، والدجال ……الحديث ([20]).

ژباړه :

بلا شبه هغه قيامت هيڅ کله نه قايميږي تر څو چې تاسو له هغه څخه د مخه لس نښانې ووينی او هغه   صلی الله علیه وسلم  دخان او دجال ذکر کړ ……الحديث.

بادروا بالاعمال ستا، طلوع الشمس من مغربها، اوالدخان، اوالدجال، اوالدابة، او خاصة احدکم او امر العامة ([21]).

ژباړه :

د شپږو شيانو له واقع کيدو مخته مخته د نيکو اعمالو په کولو کې تلوار وکړی، د لمر له مغرب څخه راختل، يا د دود ظاهريدل، يا د دجال ظاهريدل، يا خروج د دابه، يا تاسو ته په کوم خاص وخت کې د مرګ راتلل، يا د ټولو لپاره واقع کيدونکې معامله (د قيامت قايميدل).

          حضرت عبد الله بن ابی مليکه وايي:

يوه ورځ زه حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  ته ورغلم نو هغه وويل: ما ټوله شپه خوب ونکړ تر دې چې صبا شو، ما وويل : ولې؟ هغه وويل : خلکو ويل چې لکۍ دار ستوری را ختلی، ما ته ويره پيدا شوه چې دود نه وي را پورته شوی، د همدې خيال له امله مې ټوله شپه خوب ونکړ.

په دې اثر کې اشاره ديته ده چې حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  له دخان څخه له دې امله ووريد چې هغه د قيامت له نښانو څخه دی.

[1]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۱.

[2]  – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۱۵. وقال : صحيح علی شرط مسلم؟

[3]  – اجرجه الحاکم :۴/ ۴۹۲، وقال : ان کان ابو الزبير سمع من عبد الله بن عمر فانه صحيح علی شرط مسلم ولم يخرجاه

[4]  – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۸۵.

[5]  – سنن ابی داؤد، الملاحم، حديث : ۴۳۰۷، وصححه الالباني.

[6]  – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۶۱، وجامع الترمذي، القدر، حديث : ۲۱۵۲، وهو حديث صحيح.

[7]  – الدخان، آية : ۱۰- ۱۳.

[8]  – اضواء البيان للشنقينی، النحل ۱۶/ ۱۱۲.

[9]  – ص، آية : ۸۶.

[10]  – يعنې نبي کريم  هغوی ته بد دعا وکړه چې هغوی هماغسې په مصيبت کې واچاوه لکه څنګه دې چې د مصر خلک پکې اچولي وو، هغوی اوه کاله په خشک سالي او قحط کې تير کړل.

[11]  – صحيح البخاري، الاستسقاء، حديث : ۱۰۰۷، وصحيح مسلم، صفة القيامة والجنة والنار، حديث : ۲۷۹۸.

[12]  – له (اللزام) څخه هغه عذاب مراد دی کوم چې په دې آيت کريمه کې ذکر شوی (فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا) (الفرقان، آية : ۷۷)..

[13]  – اشاره ده دې آيت کريمه ته (الم 1 غُلِبَتِ الرُّومُ 2 فِي أَدْنَى الأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ) (الروم، آية : ۱- ۳).

[14]  – اشاره ده دې قول د الله تعالی ته (يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَى إِنَّا مُنتَقِمُونَ) (الدخان، آية : ۱۶) او له (البطشة الکبری) څخه مراد د بدر غزا ده.

[15]  –  اشاره ده دې قول د الله تعالی ته (اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ) (القمر، آية : ۱) د سپوږمۍ د دوه ټوټې کيدو خبره په علامه نمبر (۳) کې تيره شوه.

[16]  – صحيح البخاري، التفسير، حديث : ۴۸۲۵، وصحيح مسلم، صفات المنافقين واحکامهم، حديث : ۲۷۹۸.

[17]  – يعنې کوم دود چې قريشو ليدلی.

[18]  – النذکرة للقرطبي : ۶۵۵.

[19]  – الدخان، آية : ۱۰.

[20]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۰۱.

[21]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۷.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close