د نړۍ پای (۷۵مه برخه ) – دعجیب الخلقت ځناور را وتل، او له مغرب څخه دلمر راختل ـ

لیکوال : محمد العریفي

ژباړه : م، نجم الرحمن فضلي

خروج دابه (د عجيب الخلقت ځناور را وتل)

په اخره زمانه کې به د فساد خپريدو، د بدو کارونو د ښکاره کيدو او د خلکو له هغوی سره د عادي کيدو له امله به ښه او بد خلک ګډ وډ شي تر دې چې د مؤمن، منافق، مسلمان او کافر پيژندل به مشکل شي، په دې حالت کې به الله تعالی يو ځناور ظاهر کړي.

                      دابه څه شی دی؟

                      هغه چيرته او کله ظاهريږي؟

                      د هغې په ذمه به څه کار وي؟

د دابه ذکر په قرآن مجيد کې

الله تعالی  جل جلاله  فرمايي: وَ  اِذَا  وَقَعَ  الۡقَوۡلُ عَلَیۡہِمۡ اَخۡرَجۡنَا لَہُمۡ  دَآبَّۃً  مِّنَ الۡاَرۡضِ تُکَلِّمُہُمۡ ۙ اَنَّ النَّاسَ  کَانُوۡا بِاٰیٰتِنَا  لَا  یُوۡقِنُوۡنَ ﴿٪۸۲﴾  ([1]).

ژباړه : او کله چې واقع ثابت شي خبر د عذاب په دغو بني آدمانو او نږدې شي قيامت په دوی نو را وبه باسو مونږ دوی ته يوه دابه (ژوندی خوځيدونکې تلونکې) له زمکې چې خبرې کوي دغه (دابه) له دوی سره چې بيشکه دا خلک وو چې په دلائلو (د قدرت، الوهيت) زمونږ به يې يقين نه کاوه.

د (تُکَلِّمُہُمۡ) يوه معنا دا هم بيان شوې چې هغه به دوی ته مخاطب شي او دويمه معنا يې دا ده چې هغه به دوی زخمي کړي، سعيد بن جبير، عاصم جحدري او ابو رجاء عطاردی   رحمه الله د قرئت (تُکَلِّمُہُمۡ) معنا ده تجرحمهم، يعنې هغه به دوی زخمي کړي، د دې دابه د اوصافو په باره کې کوم صحيح حديث ثابت نه دی، علامه ماوردي او ثعلبي د دې د اوصافو په باره کې داسې عجيبه او غريبې خبرې کړې د کومو لپاره چې هيڅ دليل نشته، هغه دا چې د هغې سر د غوايي د سر په څير دی او د هغه غوږ د فيل د غوږ په څير دی وغيره.

ليکن مونږ چې د هغې کوم صفات پيژنو هغه دا دي

                      هغه په حقيقت کې يو ځناور دی.

                      هغه به له خلکو سره خبرې کوي.

                      هغه به له زمکې راووزي.

هغه به له کوم ځای څخه راووځي؟

د هغې د راوتلو د ځای په باره کې کوم صحيح حديث ثابت نه دی، مونږ په دې خبره ايمان لرو چې هغه به په داسې طريقې راووزي څنګه چې الله تعالی خبر ورکړی، ليکن مونږ په دې نه پوهيږو چې هغه به له کوم ځای څخه راووزي.

دابه به څه کوي؟

دا ځناور به خلکو ته وايي: خلک د الله تعالی په آيتونو ايمان نه راوړي، دا خبره د خدای تعالی په دې فرمان کې بيان شوې: وَ  اِذَا  وَقَعَ  الۡقَوۡلُ عَلَیۡہِمۡ اَخۡرَجۡنَا لَہُمۡ  دَآبَّۃً  مِّنَ الۡاَرۡضِ تُکَلِّمُہُمۡ ۙ اَنَّ النَّاسَ  کَانُوۡا بِاٰیٰتِنَا  لَا  یُوۡقِنُوۡنَ  ([2]).

ژباړه : او کله چې واقع ثابت شي خبر د عذاب په دغو بني آدمانو او نږدې شي قيامت په دوی نو را وبه باسو مونږ دوی ته يوه دابه (ژوندی خوځيدونکې تلونکې) له زمکې چې خبرې کوي دغه (دابه) له دوی سره چې بيشکه دا خلک وو چې په دلائلو (د قدرت، الوهيت) زمونږ به يې يقين نه کاوه.

هغه به خلک په اور سره داغي

له حضرت ابو امامه  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

هغه ځناور به راووزي او د خلکو پوزو ته به داغ ورکوي،بيا به هغه له تاسو ټولو سره پيدا کړي تر دې چې يو سړی به اوښ واخلي او څوک به له هغه څخه پوښتنه وکړي دا اوښ تا له چا څخه واخيست؟ هغه به ووايي : له يوه داسې سړي څخه د کوم  پوزې ته چې په اور سره داغ ورکړی شوی وو ([3]).

          د هغې د داغلو کيفيت به څه وي او دا صورتحال به تر څه وخته پورې جاري وي؟

          آيا په راتلونکو نسلونو کې به هم د دې نښه باقي پاتې وي؟

          کله چې دابه خلک داغي نو حق به د باطل په مقابله کې واضح شي او مؤمن به له کافر څخه ممتاز شي، له دې وروسته به څه کيږي؟

خلک به تر يو څه مودې پورې په همدې حال کي اوسي، څه موده وروسته به خلک يوه بل ته داسې نعرې وهي: اې مؤمن، يا اې کافر.

کله چې الله تعالی د قيامت قايمول وغواړي نو يوه پاکه هوا به راوليږي کومه به چې د مؤمنانو روحونه قبض کړي، ځکه چې قيامت يواځې په شريرو خلکو قايميږي.

له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: دجال به زما په امت کې ظاهر شي او د څلويښتو موده به پوره کړي، زه نه پوهيږم چې دا څلويښت ورځې دي، څلويښت مياشتې دي او که څلويښت کلونه دي، بيا به الله تعالی حضرت عيسی  علیه السلام را وليږي، د هغه شکل به له عروه بن مسعود ثقفي  رضی الله عنه  سره ورته والی لري، حضرت عيسی  علیه السلام به دجال ووژني، بيا به خلک اوه کاله داسې تير کړي چې د دوو کسانو په مينځ کې به هيڅ رنګه دښمني نه وي، بيا به الله تعالی د شام له لوري تازه هوا را وليږي کومه به چې د هر هغه سړي روح قبض کړي د کوم په زړه کې چې د زرې برابر ايمان يا خير موجود وي، که په تاسو کې يو څوک په غره کې کوم غار ته هم داخل شي نو دا هوا به هغه ته ورسيږي او روح به يې قبض کړي، له دې وروسته به په زمکه کې يواځې هغه خلک اوسيږي کوم به چې د شر په خپرولو کې د مرغيو په څير تيز وي، هغوی به نه نيکي پيژني نه بدي، هغوی ته به شيطان د انسان په شکل کې راشي او ورته وبه وايي: آيا تاسو زما خبره نه منی؟ هغوی به ورته ووايي: ته څه وايي: شيطان به هغوی ته د بتانو لور ته د دعوت خبره وکړي، هغوی به د شيطان خبره ومني، له هغوی سره به د رزق پراخي وي، زندګي به په ډيرو مزو کې تيره وي، چې يو ناڅاپه به شپيلۍ پوکړل شي، چا ته هم چې دا آواز ورسيږي، هغه به غاړه يوې خوا ته کوي او د آواز د اوريدو کوشش به کوي، هغه به په آوريدو سره بې هوش شي او را وبه غورځيږي او نور خلک به هم بې هوشه شي ([4]).

له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه په روايت شوي يوه بل حديث کې دي چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:ان الله يبعث ريحا من اليمن الين من الحرير، فلا تدع احد في قلبه مثقال حبة، او قال مثقال ذرة، من ايمان الا قبضته ([5]).

ژباړه : الله تعالی به د يمن له لوري يوه هوا را وليږي کومه به چې له وريښمو هم نرمه وي، د چا په زړه کې چې د دانې برابر، يا نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل د يوې ذرې برابر ايمان وي، دا به د هغه روح قبض کړي.

د دې هوا له چليدو وروسته به نيک خلک ختم شي، په زمکه به يواځې شرير خلک اوسيږي او په هغوی به قيامت قايم شي.

له مغرب څخه د لمر راختل

خلک به يو  سهار د مشرق له لوري د لمر راختلو ته انتظار کوي، کله چې الله تعالی لمر پيدا کړی نو هغه تل (هميشه) د مشرق له لوري را پورته کيږي، مګر په دې ورځ به يو ناڅاپه لمر د مغرب له لوري را پورته شي او چې کله داسې وشي نو د توبې دروازه به بنده کړی شي.

د لمر له مغرب څخه د راختو ذکر په قرآن کې

 ہَلۡ یَنۡظُرُوۡنَ  اِلَّاۤ  اَنۡ تَاۡتِیَہُمُ الۡمَلٰٓئِکَۃُ اَوۡ  یَاۡتِیَ  رَبُّکَ اَوۡ  یَاۡتِیَ بَعۡضُ اٰیٰتِ رَبِّکَ ؕ یَوۡمَ  یَاۡتِیۡ  بَعۡضُ اٰیٰتِ  رَبِّکَ لَا یَنۡفَعُ نَفۡسًا اِیۡمَانُہَا لَمۡ تَکُنۡ اٰمَنَتۡ مِنۡ قَبۡلُ اَوۡ کَسَبَتۡ فِیۡۤ  اِیۡمَانِہَا خَیۡرًا ؕ قُلِ انۡتَظِرُوۡۤا  اِنَّا مُنۡتَظِرُوۡنَ ﴿۱۵۸﴾  ([6]).

ژباړه :            نه کوي انتظار دوی د هيڅ شي مګر د دې چې راشي دوی ته ملائکې (فرښتې د مرګ يا د عذاب) يا راشي عذاب د رب ستا يا راشي ځينې دلائل د قدرت د رب ستا (چې علامې د قيامت دي) په هغه ورځ کې چې راشي ځينې دلائل (د قدرت) درب ستا نه به رسوي فايده (نفع) هيڅ نفس ته ايمان راوړل د ده چې نه وي دا نفس چې ايمان يې راوړی وي پخوا له دې نه ؛ يا نه وي چې کسب يې کړی وي په ايمان خپل کې څه خير (نيکي) ؛ ووايه اې محمده ! دوی ته چې انتظار کوی تاسې بيشکه مونږ هم انتظار کونکي يو.

د لمر له مغرب څخه د راختو په باره کې احاديث

له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ثلاث إذا خرجن لا ينفع نفسا إيمانها لم تكن آمنت من قبل أو كسبت في إيمانها خيرا طلوع الشمس من مغربها والدجال ودابة الأرض ([7]).

ژباړه : کله چې دری نښانې ښکاره شي نو هيڅ هغه کس ته د هغه ايمان فايده نه رسوي کوم چې له پخوا څخه ايمان نه وي راوړی يا يې په خپل ايمان کې کوم د خير کار نه وي کړی، (۱) د لمر له مغرب څخه راختل (۲) د دجال ظاهريدل (۳) له زمکې د يوه ځناور راوتل.

په دې موقع د توبې د دروازې په بنديدو کې حکمت دا دی چې د ايمان ډيره برخه له ايمان بالغيب سره تعلق لري، مګر کله چې لمر له مغرب څخه را پورته شي نو بيا دا ايمان بالغيب نه دی، بلکه دا د فرعون د هغه ايمان په څير دی کله چې د هغه په غرقيدلو يقين پيدا شو نو بيا يې ايمان راوړلو.

          له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

تر هغه وخته قيامت نه قايميږي تر څو چې لمر له مغرب څخه را پورته نشي، کله چې هغه له مغرب څخه را پورته شي او ټول خلک يې وويني نو ټول به ايمان راوړي، مګر په دې وخت کې هيڅ هغه کس ته ايمان فايده نشي رسولای کوم چې له پخوا څخه ايمان نه وي راوړی، يا هغه په خپل ايمان کې کوم د خير کار نه وي کړی، قيامت به په هغه حال کې قايم شي چې دوو سړيو خپلې جامې غوړولې وي، هغوی به خريد او فروخت نه وي کړي او نه به يې خپلې جامې راټولې کړې وي چې قيامت به برپا شي، يوه سړي به له خپل ځناور څخه شيدې را لوشلې وي او هغه به يې استعمال کړې نه وي چې قيامت به راشي، يوه سړي به خپل حوض ډک کړی وي، هغه به په دې کې خپلو ځناورانو ته اوبه ور نکړي چې قيامت به راشي او يوه سړي به د ډوډۍ ګوله د خولې لور ته پورته کړې وي، هغه به ونه خوري چې قيامت به راشي ([8]).

          له حضرت ابو ذر  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي

آيا تاسو پوهيږی چې دا لمر به چيرته ځي؟ هغوی وويل : الله تعالی او د هغه رسول   صلی الله علیه وسلم  ته ډير علم دی، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : دا لمر ځي تر دې چې د عرش لاندې خپل ځای ته ورسيږي، بيا دی په سجده پريوځي او په همدې حال کې وي چې ورته وويل شي: پورته شه! له کوم ځای څخه چې ته راغلی يې هلته بيرته ولاړ شه، هغه بيرته ولاړ شي او د خپل معمول مطابق طلوع کوي، بيا د ورځې او شپې په تلو تلو کې د عرش لاندې خپل ځای ته ورسيږي او د سجدې په حالت کې پريوځي، دی په همدې حالت کې وي چې ورته وويل شي : پورته شه او له کوم ځای څخه چې ته راغلی يې هلته بيرته ولاړ شه، هغه ولاړ شي او د خپل معمول مطابق طلوع کوي، يوه ورځ به هغه ولاړ شي، خلک به په ده کې هيڅ نوی شی وو نه ويني تر دې چې هغه به د عرش لاندې خپل ځای ته ورسيږي او هغه ته به وويل شي: پورته شه نن له مغرب څخه طلوع وکړه، نو هغه به د صبا په وخت کې له مغرب څخه طلوع وکړي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  وويل: تاسو پوهيږی دا به کله وي؟ دا به په هغه وخت کې وي چې هيڅ داسې کس ته به ايمان فايده نه رسوي کوم چې له پخوا څخه ايمان نه وي راوړی، يا يې د خپل ايمان په حالت کې کوم نيک عمل نه وي کړی ([9]).

          له حضرت عبد الله بن عمر  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

إن أول الآيات خروجا طلوع الشمس من مغربها وخروج الدابة على الناس ضحى وأيهما ما كانت قبل صاحبتها فالأخرى على أثرها قريبا ([10]).

ژباړه : تر ټولو د مخه چې کومې نښانې ښکاره کيږي هغه د لمر له مغرب څخه را پورته کيدل دي او د څاښت په وخت کې د خلکو لپاره د دابه راوتل دي، کله هم چې په دوی کې کومه يوه ښکاره شي نو هغه بله فوراً له هغې وروسته ښکاره کيږي.

يو اشکال او د هغه ازاله

ځينو خلکو دا اشکال پيدا کړی چې په دې حديث کې نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي چې تر ټولو د مخه چې کومې نښانې ښکاره کيږي هغه د لمر له مغرب څخه را پورته کيدل او د څاښت په وخت کې د دابه راوتل دي : او په نورو رواياتو کې د دجال ظهور او د امام مهدي ظهور د قيامت له لومړنيو نښانو څخه شمارل شوې دي، نو د دې دواړو حديثونو په مينځ کې تطبيق څه دی؟

حافظ ابن حجر   رحمه الله فرمايي:

کومه خبره چې د ټولو روايتونو په رڼايي کې تر سترګو کيږي دا ده : چې هغه دوه غټې نښانې کومې  چې په زمکه کې د اوسيدونکو احوال بدلوي په هغوی کې تر ټولو لومړی نښانه د دجال خروج دی او دا نښانه د حضرت عيسی  علیه السلام له وفات سره ختميږي، هغه نښانې د کومو تعلق چې د پورته نظام له بدليدو سره دي: په هغو کې تر ټولو لومړی نښانه د لمر له مغرب څخه راختل دي، د دې نښانې اختتام د قيامت په قايميدو سره کيږي، غالباً د دابه خروج به هم په همدې ورځ وي په کومه ورځ چې لمر له مغرب څخه را پورته شي.

امام مسلم   رحمه الله په خپل صحيح کې د حضرت عبد الله بن عمر  رضی الله عنه  دا روايت بيان کړی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

ان اول الايات خروجا، طلوع الشمس من مغربها، وخروج الدابة علی الناس ضحی، وايهما ما کانت قبل صاحبتها فالاخری علی اثرها قريبا ([11]).

ژباړه :

تر ټولو د مخه چې کومې نښانې ظاهريږي، هغه د لمر له مغرب څخه راختل او د څاښت په وخت کې د خلکو لپاره د دابه راوتل دي، په دوی کې چې کومه هم مخکې ښکاره شي نو دويمه فوراً له هغې وروسته ښکاره کيږي.

د قيامت له نښانو مخکې مخکې د نيکو اعمالو کولو حکم

له حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه  څخه روايت دی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

بادروا بالأعمال ستا الدجال والدخان ودابة الأرض وطلوع الشمس من مغربها وأمر العامة وخويصة أحدكم ([12]).

ژباړه : د شپږو شيانو له واقع کيدو مخکې مخکې د نيکو اعمالو په کولو کې تلوار وکړئ (۱) د لمر له مغرب څخه راپورته کيدل (۲) د دود ظاهريدل (۳) يا د دجال ظاهريدل (۴) يا تاسو ته په کوم خاص وخت کې د مرګ راتلل (۵) خروج دابه (۶) يا د ستاسو ټولو لپاره واقع کيدونکې معامله (د قيامت قايميدل).

[1]  – النمل، آية : ۸۲.

[2]  – النمل، آية : ۸۲.

[3]  – مجمع الزوائد للهيثمي :۸/ ۱۴، ومسند احمد :۵/ ۲۶۸.

[4]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۰.

[5]  – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۱۷.

[6]  – الانعام، آية : ۱۵۸.

[7]  صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۸.

[8]  – صحيح البخاري، الرقاق، حديث : ۶۵۰۶.

[9]  – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۹.

[10]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۱.

[11]  – فتح الباري شرح صحيح البخاري، الرقاق، حديث : ۶۵۰۶، ۱۱/ ۴۲۹.

[12]  – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۷.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close