د نړۍ چالاکه بوډۍ

ژباړه: محمدیونس

هو چالاکه بوډۍ یوه ورځ د پیسو ډک بیګ سره د کاناډا ستر بانک ته ورغله. یو میلیون ډالر یې بانک ته تحویل کړل او بیا یې د نماینده ګۍ رییس ته وویل، چې د بانک له اجرایوي رییس سره ځینې خبرې لرم، باید ور سره شریکې یې کړم، ځکه مې له ده سره لیدنه حتمي ده. دا دې لپاره چې هغې ډېرې پیسې راوړي وي نو خبره یې هم ومنل شوه. د بوډۍ سره د اجرایوي رییس د لیدنې وخت وټاکل شو.

 بوډۍ په ټاکلي ورځ د بانک مرکزي څانګې ته لاړه او د اجرایوي رییس د دفتر لارښوونه ورته وشوه.

 اجرایوي رییس یې تود هرکلی وکړو او سمدستي یې ترې د دومره ډېرو پیسو په اړه وپوښتل؟ بوډۍ وویل، ما د ځان لپاره اسانه کار (شرط تړل) غوره کړی او دا پیسې مې هم د شرط تړلو له لارې لاسته راوړي. بوډۍ زیاته کړه، دا چې شرط تړل مې عادت ګرځیدلی نو تیاره یم، چې له تاسو سره هم په دې اړه شرط وتړم، چې ستاسو ګېډه (خیټه) راوتلي ده.

د بانک اجرایوي رییس چې دومره چاغ نه ؤ او خراب اندام یې درلوده، د دې خبرې په اوریدو په خندا شو او و یې ویل: په څومره پیسو غواړي چې په دې خبره شرط وتړي؟

 بوډۍ وویل: شل زره ډالرو باندي شرط تړو.

 سبا سهار لس بجې به زه د خپل وکیل سره ستاسو دفتر ته راځم، تر څو د هغه پر وړاندې شرط وتړو، چې څوک بریالی کېږي؟

 د بانک ریس ور سره ومنله.

په سبا لس بجې بوډۍ او وکیل دواړه د اجراییه رییس دفتر ته راغلل. بوډۍ د بانک له اجرایوي رییس احترامانه غوښتنه وکړه، چې که امکان لري، کالي دې وباسي. د بانک رییس هیجاني ؤ، چې وګوري لوبه څه ډول پرمخ ځي؟ په خندا یې کالي وویستل.

 د دې صحنې په لیدو له بوډۍ سره راغلی وکیل ور خطا شو او سخته غوسه یې وکړه. رییس له بوډۍ څخه د ده د پریشانۍ علت وپوښته. بوډۍ ځواب ورکړو: ما له دغه سړي سره شل زره ډالر شرط تړلی ؤ، چې د کاناډا تر ټولو ستر بانک اجراییه رییس به زموږ د سترګو پر وړاندي خپلې جامې کاږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close