د نړۍ ۲۲ ژبې په انلاین او وړیا توګه زده ګړئ!!

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۱۲) عبدالغني عاطف

هر څوک غواړي چې د خپلې مورنۍ ژبې سربیره نورې ژبې په وړیا توګه زده کړې.

که ستاسو انګریزي یا عربي ژبه زده وي نو کولای شئ انلاین او په مفته  نږدې ۲۲  نورې ژبې زده کړئ؛ دا چې څنګه يې زده کولای شئ لاندې یې وګورئ.

«Duolingo» د اینډرايډ او سمارټ فون لپاره یو اپلیکیشن دی، چې هر څوک کولای شي په مرسته یې نورې ژبې زده کړي(ټول کورسونه یې وړیا او مفت دي.)

د Duolingo  په اپلیکیشن باندې د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې کار پیل شو، د  ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې عام بازار ته راووت.

د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې Duolingo د iOs لپاره خپل اپلیکشن جوړ کړ او د ۲۰۱۳ کال د مئ په میاشت کې یې انډرایډ اپلیکیشن په لیکه شو چې په دریو هفتو کې یې یو میلیون استعمالونکي پیدا کړل، او په ګوګل پلې سټور کې یې ”د تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی تعلیمي اپلیکشن“ نوم وګټی.

Duolingo  اوس مهال ۱۵۰ میلیونه استعمالونکي لري.

Duolingo  په لیکلې بڼه او د لوبې په بڼه کورسونه نشروي چې په ډیره اسانۍ سره هر څوک ورباندې پوهیدای شي او زده کولای یې شي.

Duolingo  کې تاسو له انګریزي سره سره د هسپانیې، فرانسې، جرمني، هند، پرتګال، روسیې، ایټالیا، نیدرلینډ، ایرلینډ، سویډن، ډنمارک، ترکیې، ناروې، پولینډ، عبراني، اوکراین، ویتنام، اندونیسیا، هنګریا او د کوریا ژبې زده کولای شی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close