د نیکولسن په ګډون لوړپوړي افغان او بهرني چارواکی کندوز ته رسیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۱۴)

نن سهار د کندوز ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال جان نیکولسن، په کابل کې د بريتانيا او فرانسې هېوادونو سفيران ، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر اویس احمد برمک د کندوز ولایت ته تللي.
د کندوز د والی ویاند انعام الدین رحماني وایی، یادو کورنیو او بهرنیو چارواکو د کندوز له والي او د نورو اداراتو له رئیسانو سره وکتل او په مختلفو موضوعاتو یې ورسره بحث وکړ.

د کندوز والي جبار نعیمي له بهرنیانو وغوښتل چې د دې ولایت امنیت ډاډمن شوی او باید بیرته نړیوالې خیریه مؤسسې په دې ولایت کې فعالیت پیل کړي.
هغه له امریکایي جنرال وغوښتل چې د دې ولایت درۍ نوې تشکیل شوې ولسوالۍ چې اوس د طالبانو په ولکه کې دي، د بیا نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.

دغه راز د دفاع وزیر طارق شاه بهرامی هم د کندوز امنیت د ډاډ وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د نړیوالو ملګرو په مرسته به په دې ولایت کې د وسلوالو شته پټنځایونه له منځه وړي.

امریکایي جنرال نیکولسن د ځایی چارواکو له غوښتنو وروسته ژمنه وکړه چې، طالبانو ته به اجازه ورنه کړي چې یوځل بیا د دې ولایت امنیت ته ستونزې را ولاړې کړي.

هغه وویل؛ “موږ په دې برخه افغان چارواکو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوو“

د یادونې وړ ده چې کندوز په تیرو دریو کلونو کې دوه ځله د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
امریکایی جنرالانو د کندوز تر سقوط وړاندې اتکل کړی و ، چې دا ولایت به د داعش ډلې په ستر مرکز بدلیږي.
د بوځي چارو کارپوهان وایی؛ پر دې ولایت د طالبانو ناڅاپي عملیاتو دا پلانونه او طرحې خنثا او کندوز یې د داعش له احتمالي خطر څخه وژغوره.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close