د “نۍ ادارې” د غوښتنو په اړه د طالبانو غبرګون

طالبان: نۍ اداره دې د "شريعت غږ راډيو" د بندولو او د هغې د علتونو په اړه وضاحت ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره يا “نۍ” هغې غوښتنې ته طالبانو غبرګون ښودلی چې تېره ورځ يې په خپله رسمي ويب پاڼه کې ويلي و چې حکومت دې د طالبانو د شريعت غږ راډيو د خپرونو مخنيوی وکړي.

د نۍ ادارې په رسمي ويب پاڼه کې راغلي چې “د نۍ دفتر د مخابراتو له وزارت څخه په تکرار سره غواړي چې د تخنيکي لارو چارو په واسطه د طالبانو راډيو ته د فعاليت اجازه ورنه کړي.”

دغه راز نۍ ادارې ويلي و “که چيرې د يادې راډيو د بندېدو په اړه پريکنده کار ونه شي نو په راتلونکي کې به د طالبانو نفوذ زيات شي، د حکومت او خلکو پر وړاندې به ويره اچوونکي اعمال زياتوالی ومومي”

طالبانو او يو شمير لیکوالانو او شنونکو د نۍ ادارې په يادو څرګندونو نيوکې کړي او دا يې د بيان ازادۍ او د يادې ادارې د خپلواکۍ خلاف او ژورناليزم د اصولو خلاف عمل بللی دی.

د طالبانو د وياند له لوري په يوه رالېږلي غبرګون پاڼه راغلي، چې له تېرو اوولس کلونو راهيسې ډېرې رسنۍ په افغانستان کې د امريکايانو تر څنګ “د افغان اولس په مقابل کې سړه جګړه پر مخ وړي، اسلامي ارزښتونه ځپي، فحشاء خپروي، قوم پالنې ته لمن وهي، د اشغال په ګټه نشرات کوي” خو بيا هم “مجاهدينو” له زغم کار اخيستی او هر وخت يې د هغوی د اصلاح کولو کوښښ کړی.

طالبانو د نۍ ادارې څرګندونې غير منطقي او دښمنانه غوښتنې بللي او له هغوی څخه يې د يادې ادارې د غوښتنې او د هغې د علتونو په اړه وضاحت غوښتی زياتوي “که چیرې نۍ د خپل دغه عمل منطقي وضاحت ورنه کړي د وروسته هر ډول تصامیمو مسئولیت به يې په خپله غاړه وي”.

د شبير احمد عثماني په نوم يوه ليکوال او شنونکي په خپله فسبوک پاڼه ليکلي: دا څنګه بې طرفي ده؟ دا څنګه ازاد ژورنالیست دی؟ دا څنګه د ژورنالیستانو د حقوقو ساتندویه اداره ده؟ چې د طالبانو یو کوچنۍ FM راډیو نشي زغملی!؟

دغه راز د قاري سعيد خوستي په نوم يوه بل فسبوکي فعال او ليکوال بيا د نۍ ادارې د مشر څرګندونې راخيستي او ورسره يې ليکلي: دا د خبریالانو د خوندیتوب » نۍ « ادارې مشر مجيب خلوتګر دی چې ځان بې طرفه هم بولي خو تېره ورځ یې له کابل ادارې او امریکایانو نه رسمي غوښتنه وکړه چې د طالبانو د شریعت غږ راډیو مخه دې ونيسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close