د نېشن: د افغانستان ناپایانه جنګ باید ختم شي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۲۹)

ښاغلی جمېر کاردین د متحده ایالاتو په مترقي مجلې «د نېشن» کي د اکټوبر پر ۵ لیکي جمهورریس جورج بوش ۱۷ کله پخوا امریکایانو ته وویل،«په افغانستان کي د امریکايي فوجیانو د نظامي عملیاتو هدف دا دئ چي هلته د تروریسټانو د عملیاتو کارونه ور ګډوډ کړي، او د طالبانو پر نظامي قابلیتونو باندي حمله وکړي.» بوش علاوه کړه،«متحده ایالات به دا جنګ خامخا ګتي. موږ به نا امیده نه سو. موږ به ستړي نه سو. موږ به ټکني نه سو. او موږ به ناکامه نه سو.»

خو د زمان په تېرېدو سره واقعیت بل ډول سو. د جنګ په میدان کي د امریکايي فوجیانو لومړني بریالیتوبونه په یو داسي باتلاق او اشغال باندي بدل سول چي امریکا ورسره د مقابلې توان نه لري. هله د امریکا د نظامي امورو مشهور متخصص انډریو باچیویچ خبرداری ورکړ چي د بوش بلند پروازي به په دایمي جنګ باندي بدل سي.

آلان د افغانستان ابدي جنګ د امریکا درې حکومته مشغول ساتلي دي. د بوش د حکومت په دوران کي، د اسامه بن لادن میندل یو مهم هدف وو. دغه راز، د دیمکراسۍ خورول، د دولتونو -ملتونو جوړول، او د سیمي بدلول مهم اهداف ول. د بوش د ملي امنیت مشاوري، مېرمن رایس، ویل،«موږ غواړو چي مینځنی ختیځ کاملا بدل کړو، او غواړو چي هغه عقیده ماته وکړو چي ځوانان ئې دېته وهڅول چي په نیوریاک او واشنګټن کي طیارې له ودانیو سره وجنګوي.»

په ۲۰۰۸ کي، باراک اوباما په خپل انتخاباتي کمپېن کي وعده وکړه چي د القاعدې او طالبانو پر ضد جنګ به خپل ټاپ لومړیتوب وګرځوي. اوباما ویل چي افغانستان «ښه جنګ دئ او باید وې ګټوو.» اوباما افغانستان په زرهاوو امریکايي عسکر ورواستول، خو نیتجه ئې کامیابي نه سوه، بلکي د امریکايي عسکرو تلفات لا زیات سول.

که څه هم جمهورریس اوباما پدې وتوانېدی چي اسامه بن لادن ووژني، خو د افغان جنګ ئې ختم نه کړ. کله چي اوباما له سپیني ماڼۍ څخه ووت، د افغان جنګ ۸۵۰ میلیارډه ډالره سوځولي ول. او اوس، طالبان قریب ۷۰ ٪ فیصده خاوره کنټرولوي.

په داسي حال کي چي د اوباما د افغان د جنګ د اوږدولو فیصله بې هدفه او بې ګټي وه،‌ د افغان د کشالې په اړه د جمهورریس ټرمپ تصمیم تر اوباما لا بدتر دئ. نن سبا، امریکا په افغانستان کي دونه بمونه اوروي چي د دې جنګ په تاریخ کي ئې نه ول اورولي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اداره وايي،«د ۲۰۱۷ په پرتله، دمګړی په افغانستان کي د هوايي بمباریو له وجي په ملکي تلفاتو کي ۵۲ ٪ فیصده جګوالی راغلی دی.»

په عین زمان کي، ویل کېږي چي ټرمپ د اریک پرینس د مزدورو عسکرو پر پلان باندي غور کوي. د اریک پرینس خور د معارف وزارت برحاله وزیره ده. خو جنرال نیکلسن باور لري چي دا «جنګ باید ختم» سي.

په پای کي، پوره ۱۷ کاله کېږي چي امریکايي عسکر په یوه فاسد او بې ثباته ملک کي راګیر دي. اوس، د دې وخت رارسېدلی دئ چي جمهورریس ټرمپ امریکايي عسکر خپلو کورونو ته راستانه کړي.

It Is Time to End the Forever War in Afghanistan

_____

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close