د نېکمرغۍ کيلي دغه ده

ليکنه: محمد ياسين ادیب

نيکمرغي او خوښي هغه نعمت دی، چې الله تعالی پر خپلو بنده ګانو لورولې ده، ترڅو هغوی د خپل پالونکي له دې نعمت څخه ګټه واخلي او په بدل کې يې د خپل رب شکر ادا کړي. شته ځینې بنده ګان چې ځان بدمرغه ګڼي او تل يې د غم او خفګان لمن نيولي وي، دوی هغه کسان دي چې په ژوند کې تل له ګناه او بدو چارو سره سر وي، دوی تل ځانونه ګناه کاره ګڼي او د دې پر ځای چې توبه وباسي، پر خپلو بدو چارو پرته له پېښمانتيا نه هېڅ نشي کولی.

نيکمرغي هغه ميوه ده چې خوږوالی يې تر هغه نه شئ حس کولی، چې له غښتلي عزم او نيت څخه کار وانخلئ.( که د سعادت او نېکمرغۍ په اړه د ټولو عالمانو علم، د حکيمانو حکمت او د شاعرانو قصيدې درته راټولې کړای شي، تاته نيکمرغي نه شي در بښلای، تر هغې چې د نيکمرغۍ په ترلاسه کولو کې له ريښتيني عزم نه کار وانخلې.)«لاتحزن»

د نیکمرغۍ د لاسته راوړولو او خپل رب د خوشالولو لپاره لاندې توکي تاسې سره مرسته کوي، ترڅو په ژوند کې د سعادت او نيکمرغي خوند وڅکئ.

۱ـ شکر ویستونکی زړه
هېڅکله به په ژوند کې خوښي ونه وينئ، تر هغه چې په کومو شيانو چې په لاس کې لرئ شکر ویستونکي ونه اوسئ. الله ج چې هرڅه درکړي په هغو باندې شکر ګذاره واوسه، ته چې ګرځې، خوراک کوې، ويده کېږې دا هرڅه د الله ورکړه ده چې تاته يې درکړي دي، په خپل تګ شکر وباسه ځکه داسې بنده ګان شته چې پښې نه لري. په کمو خوړو شکر وباسه ځکه داسې کسان شته چې د ناروغۍ له امله خوراک نه شي کولی، شکر وباسه چې هره شپه بېغمه خوبونه کوې داسې ښاغلي شته چې کله شپه شي له دې ډاره خوب نه ورځي، چې زما دارايي، زما پیسې غله يونه سي.

په وړو وړو نعمتونو هم شکر وباسه که څوک په وړو نعمتونو شکر ونه باسي؛ نو پر لویو نعمتونو به څرنګه شکر وکړای شي. که يو څوک د تودې ډوډۍ په خوړو شکر نه باسي، نو هغه که څومره خوندور خواړه هم وخوري، شکر پرې نه کوي. که الله تعالی نه هر څه غواړې، هغه وغواړه، خو د نعمتونو شکر يې پر ځای کوه. الله ج فرمايي[ لَءِن شَکَرتٌـمْ لَاَزِيدَنٌـَکُمْ وَلَـءِن کَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِی لَشَدِيدٌ].
ژباړه: (که تاسې شکر وباسئ، نو پر تاسې به لا زياته پېزوینه وکړم او که د نعمت ناشکري وکړئ، نو زما سزا ډېره سخته ده.)

شکر هغه درمل دی چې د ډېرو مرضونو لپاره دوا دی، که غواړې چې نيکمرغي ترلاسه کړې؛ نو د خپل رب په هره ورکړه باندې شکر ګذره واوسه او د داسې يو زړه خاوند شه چې تل د هغه نعمتونو په بدل کې چې ورته رسيږي، د خپل رب شکر ادا کوي.

۲ـ صبر کوونکی بدن
صبر کول او په صبر سره ځان ښايسته کول د هوښیارو خلکو خوی دی. هوښیار خلک د سینې په پراخوالي، صبر او غښتلي ارادې د ژوند ټولو سختیو ته ماتې ورکوي. صبر هغه څه دی چې تاسې ته خوښي او د زړه ارامتيا درکوي. که ته داسې شي پسې هلې ځلې وکړې، خپګان وکړې، منډې ترړې وکړې، خو چې الله (ج) هغه ونه غواړي ستا له لاسه هېڅ نه کيږي او که په کومه ستونزه کې ښکېل شوی تاسې ته د ستونزو په ځواب کې له صبر کولو پرته بله د حل لاره نه شته.

په هر څه باندې صبر کوه که ناروغ يې صبر کوه، الله به دې ناروغي ختمه کړي. که بېوزله يې صبر کوه رب به دې شتمن کړي. په مصیبتونو باندې صبر وکړه، ځکه يواځینی څه چې تا له مصیبتونو خلاصوي هغه صبر کول دي. پوهان وايي ( هغه ستونزه چې تدبير پکې کار نه ورکوي، د هغه تدبیر صبر دی.) که هر مصیبت درباندې راځي په الله (ج) باندې ځان وسپاره بیا وګوره، چې څنګه دې نيکمرغي په برخه کيږي او الله به دې هرچېرته مرسته وکړي، الله(ج) فرمايي[اِنْ اللهَ مَعَ اْلصَّابِرِينَ] ژباړه: ( بیشکه الله تعالی دصبرناکو ملګری دی.)

عایض قرنی وايي ( ما د پخوانيو مشرانو تاريخ لوستی دی، د هغوی صبر د حيرانتيا وړ دي، په دوی به مصیبتونه د باران د څاڅکو په څېر را روان وو؛ خو دوی يې په مقابل کې پوره صبر کړی او په خپل صبر يې ټولو پېښو ته ماتې ورکړي دي. )

صبر کوه، ځکه د صبر توفیق يواځې الله(ج) ورکوي، نو له الله نه توفیق وغواړه هر څه به سم شي، خوښي او نيکمرغي به دې په برخه شي، متل دی چې وايي( د صبر مېوه خوږه وي)

د بدن هر غړی دې په صبر اموخته کړه بيا وګوره چې څنګه خوښي او نيکمرغي دې د ژوند ور ټکوي او هر څه ستا په خوښه کيږي.

۳ـ ذکر کوونکې ژبه
د الله(ج) ياد او د هغه ذکر کول يو له هغو عباداتو څخه دی، چې انسان د نيکمرغۍ په لور رهنمايي کوي. د الله تعالی له ذکر پرته بل داسې غوره عمل نشته چې زړونو ته ډاډ ور وبښي او داسې کوم عمل هم نشته چې تر ذکر زيات د ثواب وړ وي. د الله (ج) ياد دی، چې زړونو ته ارامتيا ورکوي او ډاډمنوي يي.

کله چې په مصیبت او اندېښنو کې ښکېل شوې، نو خپل پالونکی ياد کړه. د رب ذکر انساني نفس له ناکرارۍ او ناروغۍ څخه وباسي. که ناروغ يې الله ياد کړه ناروغي به دې شفا ومومي. که په وېره يا اندېښنو کې سر يې نو الله ياد کړه، ځکه د الله تعالی ذکر د وېرې، اندېښنې او غم ورېځې له منځته وړي.الله تعالی موږ ته نږدې دی، کله چې هغه وغوښتل شي، نو فرياد اوري، څوک يې چې وبولي، مرسته يې کوي او څه چې ترې وغوښتل شي، ورکوي يې. د خپل پروردګار پر وړاندې زارۍ او خشوع وکړه، د يوه رب ستاينه وکړه، دعاګانې ترې وغواړه او استغفار ووايه، بيا به نو د نېکمرغۍ، سرور، نور او خوښي له مفاهيمو سره اشنا شې. څومره چې الله تعالی ياد کړې، هومره به مخکې هوسا ژوند ولرې، زړه به دې ډاډه وي او د نېکبختۍ احساس به ولرې. الله ج فرمايي [اَلله بِاذْکِرِاللهِ تَطْمَيِنْ القُلُوبْ] ژباړه ( خبر دار اوسئ!همدغه د الله تعالی ياد هغه شی دی، چې په هغه سره زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کيږي.) ژبه دې تل د الله په ياد اموخته ولره تر څو ژوند او زړه دې ښېرازه وي.

يو شاعر وايي( په همدغه شکر، ذکر او صبر کې نعمتونه هم شته اجرونه هم) نو که غواړې چې نېکرغه اوسوکاله ژوند دې په نصيب شي دغه درې کاره د زړه له تله وکړه، بيا به وګورې چې په نړئ کې له تا پرته بل خوښ او زړه ور انسان بل نه وي. نېمکرغي په مال او شتمنۍ کې نه ده، نه د قارون په خزانو کې او نه د فرعون په پاچهۍ کې نغښتې ده، بلکې نيکمرغې د صجابه وو په ژوند کې وو، ځکه هغوی يواځې دنيا ته پام نه کاوه، بلکې د دين په خدمت کې هم بوخت وو. نيکمرغي له تاسې لرې نه ده تاسې يې غوښتونکي شئ ترڅو الله یې پر تاسو پېرزو کړي.

نوټ: په دغه ليکنه کې د لاتحزن ( مه خفه کېږه) له کتاب څخه استفاده شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close